د حشراتو تکامل (په انګلیسي: Evolution of Insects) په هکله د پوهاوي ترلاسه کولو لپاره، د علم لاندې څانګو پر بنسټ مطالعات اړین دي: مالیکولي بیولوجي، د حشراتو مورفولوجي، لرغوني ژوندپوهنې، د حشراتو ډلبندي (ټکسونومي)، تکامل، جنینپېژندنه، بیوانفورماتیک او علمي محاسبات. د اټکل لهمخې، د حشراتو ټولګی (کلاس) د ځمکې په کُره کې کابو ۴۸۰ میلیونه کاله مخکې د اردوویشي پېر په اوږدو کې، شاوخوا د خاورو بوټو رامنځته کېدو سره په هممهال ډول څرګند شوی دی. کېدای شي حشرات د کلکپوټکو (قشریه ژویو) له یوې ډلې څخه تکامل کړی وي. لومړنیو حشراتو د ځمکې وچې برخې پر مخ ژوند کاوه، خو کابو ۴۰۰ میلیونه کاله مخکې په دېفوني پېر کې د حشراتو یوې کورنۍ د الوتلو وړتیا پیدا کړه، او لومړني ژوي وو چې الوتنې ته یې تکامل وموند. د حشراتو تر ټولو لرغونی فوسیل «Rhyniognatha hirsti» نومېږي او اټکل کېږي چې ۴۰۰ میلیونه کاله عمر ولري، خو د دغې حشرې فوسیل پېژندنې په هکله لانجمن بحثونه شتون لري. د ځمکې د تاریخ په اوږدو کې، د نړۍ په کچه په اقلیمي شرایطو کې څو ځلي ستر بدلونونه راغلي دي او له هغو سره یوځای د حشراتو تنوع هم بدلون موندلی دی. پتریګوتا (وزر لرونکي حشرات) په کاربنيفېروس پېر کې (۳۵۶ تر ۲۹۹ کاله پخوا) تر یوې سترې تشعشع لاندې راغلل، په داسې حال کې چې اندوپتریګوتا (هغه حشرات چې د ژوند بېلابېل پړاوونه په استحاله کې تېروي) په پورمي پېر کې (۲۹۹ تر ۲۵۲ کاله پخوا) د یوې بلې سترې تشعشع لاندې واقع شول.[۱][۲][۳]
د حشراتو اوسنیو آرډرونو، تر ډېره د پورمي (Permian) پېر په اوږدو کې وده وکړه. د پورمو-تریاسي په پوله کې د ډلهییز انقراض په اوږدو کې، چې د ځمکې په تاریخ کې تر ټولو ستر انقراض بلل کېږي او شاوخوا ۲۵۲ میلیونه کاله پخوا پېښ شوی، د حشراتو ډېرشمېر لومړنۍ ډلې منقرضې شوې. له دغې پېښې څخه ژوندۍ پاتې شویو ډلو په تریاسي پېر کې (۲۵۲ تر ۲۰۱ میلیونه کاله پخوا) تکامل وموند او په اصل کې د نومهالو حشراتو آرډرونه دي چې تر نن ورځې پورې ژوند ته دوام ورکوي. د حشراتو تر ټولو نومهالې کورنۍ په جوراسي (Jurassic) پېر کې (۲۰۱ تر ۱۴۵ میلیونه کاله پخوا) څرګندې شوې.[۴]
د ګډ یا هممهاله تکامل په یوې مهمې بېلګه کې، د حشراتو یو شمېر خورا بریالیو ډلو – په تېره بیا پردهوزري یا Hymenoptera (غومبسې، مچۍ او مېږي) او نريوزري یا Lepidoptera (پتنګان) او همدا راز د ډېري دوهوزري یا Diptera (مچان) او قابوزري یا Coleoptera (گونگټې) – د تباشیر پېر په اوږدو کې (۱۴۵ تر ۶۶ میلیونه کاله پخوا) له ګل لرونکو نباتاتو سره یوځای تکامل موندلی دی.[۵][۶]
د نومهالو حشراتو ډېرشمېر جنسونو د سېنوزوییک پېر په لړ کې، چې کابو ۶۶ میلیونه کاله پخوا پیل شو، وده او تکامل کړی دی؛ لهدې پېر وروسته حشرات په کهربا کې، او تر ډېره په پوره غوره شرایطو کې، خوندي ژوند ترلاسه کړ. دغه نمونې له اوسنیو نوعو سره په اسانۍ د پرتله کولو وړ دي او ډېري یې له همدې اوسني جنس څخه دي.
بهرني سکلېټ ته په کتو سره، د حشراتو د فوسیل تاریخچه، د ډېریو نرمتنانو په څېر، د رسوب سیمې (lagerstätte) لهخوا د نوعې ساتنې پورې په بشپړه توګه تړاو نهلري. سره لهدې، حشراتو له خپلو کوچنیو اندازو او سپک جوړښت سره، کومه ځانګړې غښتلې فوسیلي سابقه پرېښې نهده. په کهربا کې له ساتل شویو ژویو پرته، ډېري موندنې په وچه کې یا د وچې سرچینو ته نږدې حشراتو ته اشاره لري او یوازې په خورا ځانګړو شرایطو کې (لکه د خوږو اوبو سیندونو پر غاړه) ساتل شوي دي. په داسې حال کې چې د غیرحشراتو پېژندل شویو نوعو یو پر درېیمه برخه منقرض شوي فوسیلونه دي، د فوسیلي سابقې د کمښت لهامله یې، د پېژندل شویو حشراتو یوازې یو پر سلمه برخه منقرض شوي فوسیلونه دي.[۷]
د فوسیلونو لهمخې، د حشراتو د تکامل مخینه شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کلونو، لاندېني دېفوني پېر ته رسېږي، کله چې پتریګوتا (وزر لرونکي حشرات) په کاربنيفېروس پېر کې د سترې تشعشع لاندې واقع شول. اندوپتریګوتا (هغه حشرات چې د ژوند بېلابېل پړاوونه په استحاله کې تېروي) په پورمي پېر کې د یوې بلې سترې تشعشع لاندې راغلل. د P-T (پورمو-تریاسي) په پوله کې د ډلهییز انقراض له پېښې څخه ژوندي پاتې شویو حشراتو په تریاسي پېر کې تکامل وموند او په اصل کې د نومهالو حشراتو آرډرونه دي چې تر نن ورځې پورې ژوند ته دوام ورکوي.
د حشراتو تر ټولو نومهالې کورنۍ په جوراسي (Jurassic) پېر کې (۲۰۱ تر ۱۴۵ میلیونه کاله پخوا) څرګندې شوې او د جنسونو لا زیاته تنوع په ډېر احتمال سره د تباشیر پېر په اوږدو کې رامنځته شوې ده. د ترشیاري پېر په پيلېدو سره، ګڼشمېر هغه جنسونو شتون درلود چې لا تراوسه مډرن ګڼل کېږي؛ لهدې امله، په حقیقت کې، په کهربا کې ډېري ساتل شوي حشرات د اوسني جنس له غړو څخه دي. حشرات شاوخوا ۱۰۰ میلیونه کلونو په اوږدو کې اوسنیو بڼو ته تکامل موندلی دی.[۸]
د حشراتو تکامل د چاپېریال په واسطه د اعمال شویو او د لوړ حاصل ورکولو په واسطه د غښتل شویو ټاکنیزو فشارونو لهامله، د چټک توافق لهلارې مشخص کېږي. داسې برېښې چې د چټکو تشعشعاتو او د نویو نوعو څرګندېدنې لهامله (هغه بهیر چې تر ننه یې دوام موندلی)، حشرات ټول شته چاپېریالي مېشتځایونه ډکوي.
د حشراتو تکامل، د ګللرونکو نباتاتو له تکامل سره نږدې اړیکې لري. د حشراتو په توافق کې، له ګلانو او اړوند جوړښتونو څخه تغذیه شاملېږي، چې شاوخوا ۲۰ سلنه اوسني حشرات د تغذیې سرچینې لهپلوه، ګلانو، د ګلانو زوښا یا ګردې پورې تړلي دي. څرنګه چې دوه پر درېیمه برخه ګللرونکي نباتات د حشراتو په واسطه ګرده خپروي، د ګډ ژوند دغه اړیکه ان په تکامل کې له خورا اهمیت څخه برخمنه ده.[۹]
حشرات، په تېره بیا ماشي او مچان، د ډېریو پتوجېنونو لېږدوونکي (ناقلان) دي، چې ان کېدای شي د تيلرونکو د ځینو نوعو د وژنې یا انقراض اصلي لاملونه وي.[۱۰]
مالیکولي شننې او څېړنې ښیي چې هګزاپودا (شپږ پښې لرونکي حشرات) د خپلې خور انوستراکا (افسانوي چنګاښونه) له ډلې څخه شاوخوا د سیلوري پېر په پيل کې ۴۴۰ میلیونه کاله پخوا جلا شوي دي چې په ورته مهال کې وعایي نباتاتو هم په ځمکه کې ظهور وکړ.[۱۱]
دېفوني پېر (۴۱۹ تر ۳۵۹ کاله پخوا) به نسبي ډول، توده دوره وه او په احتمال سره ځمکه د طبیعي یخچالونو له نهشتون سره مخ وه.
د حشراتو لومړنیو فوسیلونو او پاتې شویو شواهدو جزئیات په ښه توګه درک شوي نهدي. هغه فوسیلونه چې د دېفوني پېر حشراتو ته اړوند ګڼل کېدل (لکه: Rhyniognatha hirsti یا Strudiella devonica)، بیا وڅېړل شول او وښودل شوه چې حشراتو ته د دغو موجوداتو ورتهوالی پهدې معنی نهدی چې ګڼې دغه فوسیلونه حشراتو ته اړوند وګڼل شي. خو د فایلوجېني مطالعې پر بنسټ، لومړي حشرات په احتمال سره لا پخوا، په سیلوري پېر کې، د Tanazios dokeron په څېر هغو کلکپوستکو له ډلې څخه رامنځته شول چې دوهیم ښکرکی (آنتن) یې له لاسه ورکړی ؤ. په کاربنيفېروس پېر کې د ډېریو وزر لرونکو حشراتو څرګندېدو ته په کتنې سره، داسې برېښي چې لومړیو وزر لرونکو حشراتو په ډېر احتمال سره د دېفوني پېر په اوږدو کې تکامل موندلی دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
کاربني فېروس پېر (۳۵۹ تر ۲۹۹ میلیون کاله پخوا) د نمجن او تود اقلیم او د خزو، سرخسونو، آسلکیو، او د کالامیتونو لویو جبو په درلودلو مشهور دی. په ګاندوانا کې کنګل کېدنو، چې سویل خوا ته د ګاندوانا له خوځېدلو سره پیل شوې، تر پرومي پېر پورې دوام وموند او د نښانو یا عطف ټکو د نهشتون لهامله، د دغه کنګلیز پېر پاتې شوې اغېزې، د عمر لهپلوه، ډېري وخت پورمو-کاربنيفېروس په توګه نومول کېږي. د اقلیم سړېدلو او وچېدلو لهامله، د کاربنيفېروس پېر ورښتي ځنګلونه له انزوا سره مخ شول. استوایي ورښتي ځنګلونه ټوټه، ټوټه شول او په پای کې د اقلیمي بدلون په واسطه لهمنځه لاړل.[۱۸][۱۹]
د حشراتو پاتېشونې د ډبرو سکرو په کانونو کې خپرې دي، په تېره بیا د Blattoptera وزرونه؛ په مشخصه توګه، دوه دغه کانونه د اېلینایس په مازون کریک او د فرانسې په کومانتري کې واقع شوي دي. تر ټولو پخواني وزر لرونکي حشرات دغه پېر پورې تړاو لري (پتریګوتا)؛ لکه: پورته ذکر شوي Blattoptera، Ephemeropterans، Orthoptera، Palaeodictyopteroidea. په ۱۹۴۰ز کال کې (د اوکلاهاما په نوبل ښار کې)، د Meganeuropsis Americana یو فوسیل په ننداره کېښودل شو، چې تر اوسه پورې د حشراتو د موندل شویو وزرونو په منځ کې تر ټولو لوی بشپړ وزر دی. کوچني حشرات هم کاربنيفېروس پېر پورې اړوند ګڼل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl=
و |archive-url=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate=
و |archive-date=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)