هغه جنګي جرمونه چې د شوروي اتحاد او د هغې د وسله والو ځواکونو له لورې له ۱۹۱۹ ز کال څخه تر ۱۹۹۱ پورې تر سره شول، هغه کړنې دي چې سور لښکر (چې وروسته شوروي لښکر شو) تر سره کړې وې. په يادو جرمونو کې د هغو کړنو په ګډون چې د NKVD کورنيو ځواکونو تر سره کړي وو؛ هغه کړنې هم شاملېږي، چې NKVD تر سره کړي وې. په ځينو حالتونو کې د سور ټاټوبي يا خاورې (Red Terror) د شوروي حکومت د تګلارې د لومړيو په سرته رسونه کې د شوروي مشر Joseph Stalin اوامر هم دې د دې کړنو مرتکب وو. په نورو پړاوونو يا بېلګو کې ذکر شوي جرمونه د شوروي ځواکونو له لوري د جګړې د بنديانو يا د هېوادنو د هغو ملکيانو پر وړاندې له اوامرو پرته تر سره شوي وو، چې له USSR سره په وسله واله نښته کې وو يا دا چې د جګړه پلوۍ پر مهال تر سره شوي وو. [۱]
د پام وړ دا ډول پېښې له دويمې نړيوالې جګړې څخه لږ مخکې، د جګړې پر مهال او ورڅخه وروسته په شمالي، مرکزي او ختيځه اروپا کې د جګړې د بنديانو د بې ځنډه ځړونې او ډله ايزې وژنې په ګډون وشوې. لکه: د Katyn په عام وژنه کې او همدارنګه د سور لښکر له لوري په نيول شويو سيمو کې د ځواکونو له لورې پر ناموس ډله ايز تيری.
کله چې د دويمې نړيوالې جګړې متحد قدرتونو له جګړې څخه وروسته، په قضايي پړاوونو کې د فعاله ونډه لرونکو شوروي ځواکونو د چارواکو په ګډون د نازي المان له لورې د جګړې پر مهال د تر سره شویو جرمونو د پلټلو په موخه نړيواله نظامي محکمه جوړه کړه؛ د متحدو ځواکونو د کړنو هيڅ پلټنه نه وه او د ځواکونو پر وړاندې يې هيڅ تورونه د يو نامات داسې ځواک د شتون له امله رانه وړل شول، چې وروسته يې د سوبمن عدالت په برخه کې د محکمې د فعاليت د تاريخي واک په کمزوري کولو سره اروپا تر خپلې نظامي نيونې لاندې ونيوله. [۲]
نن ورځ روسي حکومت د تاريخي نفې پلوۍ کې بوخت دی. روسي رسنۍ جنګي جرمونه د لويدځ افسانه يادوي. د روسيې په تاريخي درسي کتابونو کې ظلمونه يا وحشتونه يا په مثبت ډول د شورويانو د بيانولو لپاره بدل شوي دي او يا په بشپړ ډول له منځه تللي دي. په ۲۰۱۷ ز کال کې روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د سټالين پلوۍ کرکه ومنله، مګر د روسيې د دښمنانو له لورې يې د سټالين پر خورا زيات demonization باندې هم نيوکه وکړه. [۳][۴][۵][۶]
شوروي اتحاد د سترواکې روسيې له لورې د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ ز کلونو د Hague تړونونو لاسليکول په رسميت ونه پېژندل او په پايله کې يې تر ۱۹۵۵ز کال پورې د يادو تړونونو په رسميت پېژندل رد کړل. دې چارې يو داسې حالت رامنځته کړ، چې د شوروي وسله والو ځواکونو له لوري جنګي جرمونه په کې بالاخره په دلايلو سره ثابتېدلی شول. د شوروي له لورې د Hague تړونونو نه منلو نازي المان ته هم د نيول شويو شوروي نظامي غړو له لورې د ناانساني چال چلند دليل ورکړ. [۷][۸]
د شوروي لومړنيو مشرانو په عام ډول د سامي اصالت (لکه عرب او يهود) پر وړاندې مخالفې ويناوې وکړې، William Korey وليکل: «د يهودو پر وړاندې توپيري چلند د وروستيو دېرشو کلونو راهيسې د شوروي دولت د کړنلارې يوه جامع برخه جوړه شوې وه». د شوروي واکمنانو له لوري د يهودو خلاف خرافاتو درلودلو په موخه هڅې په Baranovichi کې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۰ز کلونو پورې د شوروي او پولينډ تر منځ جګړې پر مهال او په تېره بیا د روسيې د کورنۍ جګړې پر مهال هر هغه وخت وشوې، چې سور لښکر پر خپرونو لاس پورې کړ. په ياده دوره کې د کمونيزم د مخالفينو او ملت پالو ځواکونو له لوري په تر سره کېدونکو پراخه ډله یيزو تيريو يا ظلمونو تر څنګ، يوازې د لږ شمېر پېښو نسبت سور لښکر ته ورکړل شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
يادې خپرونې د سور لښکر د لوړ فرمان په واسطه محکومې شوې او ګنهګار واحدونه بې وسلې شول، په داسې حال کې چې د عامې وژنې انفرادي پلويان پوځي محکمه شول. ګنهګار ثابت شوي وګړي اعدام کړای شول. که څه هم د سور پوځ د اوکرايني واحدونو له لوري عامه وژنې له دې وروسته هم پېښې شوې. يهودانو سور لښکر ته د يوازيني داسې پوځ په توګه کتل، چې د دوی د ساتنې اراده يې لرله. د اټکل له مخې ۳۴۵۰ تنه يهودان يا د روسيې د کورنۍ جګړې پر مهال د وژل کېدونکو يهودي قربانيانو ۲،۳ سلنه يې د بلشويک ځواکونو له لوري وژل شوي وو. د Morgenthau Report له مخې په يوه پرتلنه کې نږدې ۳۰۰ تنو يهودانو د پولينډيانو له لورې تر سره شويو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ياد کميسيون همدارنګه وموندل، چې پولينډي لښکر او کورنيو واکمنانو د دې پېښو او په راتلونکې کې يې د بيا پېښېدنې د مخنيوي په موخه خپله زياته هڅه وکړه. د Morgenthau راپور څرګنده کړه، چې د يهودانو پر وړاندې د توپيري چلند ځينې بڼې د «سامي خلاف» خاصيت په پرتله، سياسي وې او په مشخص ډول يې د «عامه وژنې» اصطلاح د کارونې مخنيوی وکړ، چې دا د هغه څه په پرتله هيڅ وو، چې د ذکر شوې اصطلاح کارونه د تېريو يوې پراخې لړۍ په اړه پلي شوه او مشخصه پېژندنه يې هم نه درلوده. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د ۱۹۲۲ ز کال د فبروري پر ۶ Cheka د دولت د سياسي ادارې يا OGPU ځايناستی شو، چې د NKVD يوه برخه وه. د NKVD بيان شوې دنده د شوروي اتحاد د دولت خونديتوب ساتل وو، چې د «ټولګي دښمنانو» پراخې کچې سياسې اعدام په واسطه تر لاسه شوه. سور لښکر زياتره وختونه د سياسي فشارونو په پلي کولو کې د NKVD ملاتړ وکړ. کورنيو ځواکونو د کورني امنيتي ځواک او د Gulag بندخونې د يو ساتونکي په توګه پر سياسي مخالفانو باندې فشار راووړ او د شوروي تاريخ په ټوله موده کې د نظامي دښمنيو د دورو پر مهال په جنګي جرمونو کې بوخت شول. دوی په مشخص ډول په Gulag کې د سياسي نظام د ساتلو او د ډله یيزو تبعيدونو او په زور بيا استوګن کولو ځواب ويونکي وو. وروستۍ کړنو يې د چيچيني، کريميايي، تاتاري او کوريايي په ګډون يو شمېر توکميزې ډلې په نښه کړې، چې شوروي چارواکو د خپلو کړنلارو دښمن ګڼلې او يا يې له دښمن سره د مرستې شونتيا وه. [۲۰][۲۱]
له ۱۹۴۴ څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې جنګي جرمونو تر څنګ د لويديځ اوکراين، بالتيک دولتونو او رومانيا کې د Bessarabia په ګډون سيمو کې د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۱ز کلونو تر منځ د USSR له لوري په نيول شويو سيمو کې د ملکيانو او د جګړې د بنديانو پر وړاندې د شوروي وسله والو ځواکونو له لوري جنګي جرمونه، په يادو هېوادونو کې روانې مسئلې دي. د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهيسې د ذکر شويو پېښو په سيمه یيز ډول اداره کېدونکی يو څه منظم بحث وشو. [۲۲]
دا چې سور لښکر د ۱۹۴۱ ز کال جرمني بريد څخه وروسته شاتګ وکړ، چې د Operation Barbarossa په نوم يادېږي، د نيول شويو جرمني Wehrmacht او Luftwaffe وګړو پر وړاندې د دښمنيو د پيل له لومړيو څخه د شوروي وسله والو ځواکونو له لوري د ګڼو جرمونو راپورنه د Wehrmacht جنګي جرمونو اداره کې په زرګونو دوسيو کې مستند شول. د جنګي جرمونو ياده اداره يا Bureau د ۱۹۳۹ ز کال سپټمبر کې د نازي المان له لوري د المان د دښمنانو له لوري د Hague او Geneva تړونونو د ظلمونو پلټلو په موخه رامنځته شوې وه. نښو له جرمني سره مرسته کوونکي او د کمونيست خلاف ټينګار خوځښتونو غړي راونغاړل. لکه: په اوکراين کې اوکرايني سرغړونکی لښکر (UPA)، په استونيا، لتويا او ليتوانيا کې Forest Brothers او پولنډي Armia Krajowa. NKVD د ۱۹۴۰ز کال می او اپرېل کې د پولينډ د نظامي عسکرو په بيړه له ۲۰۰۰۰ څخه د زياتو بنديانو په وژنې سره د Katyn عامه وژنه هم تنظيم کړه. [۲۳]
شورويانو د Xinjiang شوروي بريد پر مهال، د اورۍ ګاز بمونه خپاره کړل، د بريد پر مهال د معمولي بمونو په واسطه ملکيان ووژل شول. [۲۴][۲۵]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Soviet terror Poland 1940.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)