د هسپانیې بهرنۍ اړیکې

د هسپانیې بهرنۍ اړیکې د هسپانیې تاج د بهرنیو اړیکو پر بنسټ رامنځته کېدای شوې. د کاتولیک پاچاهانو له ګډ حکومت سره، د کاسټیل او اراګون شخصي یووالی هم رامنځته شو، چې د ګراناډا او د ناوارا سلطنتونو له ضمیمه کېدو سره تعقیب شو. په ۱۴۹۲ کال کې تاج نوې نړۍ ته د کولمبس له راتلو وروسته په امریکا کې یوه لویه استعماري امپراتورۍ رامنځته کړه.

د هابسبورګ هسپانیوي پاچاهانو په ټولې اروپا کې لویې شتمنۍ او جایدادونه درلودل چې دې جایدادونو د هابسبورګ پاچاهۍ د میراثي حکومت او د ایټالیا په ټاپو وزمه کې یې له اراګون ملکیتونو نه سرچینه اخیستې وه. د هابسبورګ کورنۍ په دې وچه کې د پروتستانت اصلاحاتو پر وړاندې جګړه وکړه او په ۱۵۸۰ کال کې د پرتګالي پاچاهانو په توګه د پاچاهۍ د ترلاسه کولو وروسته د ایبیریا ټاپو وزمې د سلطنت یووالي ته لاسرسی پیدا کړ. امریکایی استعمارګرانو د قیمتي فلزاتو لیږد پیل کړ، خو خپل پوځ یې په ایټالیا کې له فرانسې سره او په بل ځای کې یې له عثماني سترواکۍ، انګلستان سره د جګړې لپاره او په هسپانیوي هالنډ، پرتګال (تر ۱۶۴۰ وروسته له لاسه وتلی) او کاتالونیا کې د بغاوتونو لپاره مصروف کړي وو. د هسپانیې اصلي خاوره د هسپانیې د ځایناسې حکومت (۱۷۰۱-۱۷۱۴) د جګړې اصلي تیاتر و، هر هغه وروسته د بوربن کورنۍ حکومت پیل کړ، په داسې حال کې چې ایټالیا او هالنډ ته یې خپلې شتمنۍ وسپارلې.[۱][۲][۳]

د ۱۸ پیړۍ په اوږدو کې د بوربن کورنۍ پرلپسې تړونونه د فرانسې له پاچاهۍ سره د نږدې اړیکو د ټینګېدو لامل شو. د ناپولین د جګړو په بهیر کې، د هسپانیې اصلي خاوره د فرانسې سترواکۍ له خوا (چې د لاسبوڅي حکومت په توګه ګومارل شوی و) ونیول شوه، او د ۱۸۰۸ کال تر پاڅون وروسته د ټاپووزمې جګړې د نندارې په اصلي ځای باندې بدل شو. د ۱۹ پیړۍ په لومړیو کې تقریبا ټولو مستعمراتو یې د خپلواکۍ لپاره جګړه وکړه او بریالي هم شوو. چې تر هغه وروسته یې یوازې کیوبا، پورټو ریکو او فیلیپین وساتل یا یې حفظ کړل، که نه نو په ۱۸۹۸ کال کې د هسپانیې-امریکې تر جګړې وروسته له ماتې سره مخ شو، هسپانیې د نورو اروپایی ځواکونو د پراخو هڅو سره سم، د افریقا په وچه کې خپل استعماري شتون یا حضور ته په ځانګړې توګه په لویدیځې صحرا او استوایي ګینې کې دوام ورکړ. د فرانسې ترڅنګ یې د ویتنام په نګیوین کې او د پخوانۍ مستعمرې سانټو ډومینګو په چارو کې چې د لنډ وخت لپاره د هسپانیې په واک کې و، مداخله وکړه. په شمالي مراکش کې د هسپانیې تر ساتنې لاندې سیمې په رامنځته کېدو سره، د شلمې پیړۍ پیل د رافیان استعماري ضد مقاومت پر واړندې د سختې جګړې شاهد و. د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې هسپانیې د بې پلویتوب حالت غوره کړی و.

تاریخ

رومیانو په ۲۱۸ مخکې له میلاد کال کې پر ایبیریا ټاپو وزمې یرغل وکړ، چې وروسته د هسپانیې په روم ولایت بدل شو. لاتيني ژبه د روميانو په وسیله معرفي شوه. د لویدیځې رومي سترواکۍ تر ړنګیدو پورې د ایبیریا ټاپو وزمه د ۶۰۰ کلونو په مودې د روم تر واکمنۍ لاندې پاتې شوه.

د عصري دورې په لومړیو کې، تر ۱۸ پیړۍ پورې، سویل او د ایټالیا ټاپو د هسپانیې تر کنټرول لاندې راغله، چې مخکې د اراګون د تاج سیمه وه.

پنځم چارلس

پنځم چارلس (۱۵۰۰- ۱۵۵۸) په ټولې لویدیځې اروپا او امریکا کې ډېرې ځمکې ترلاسه کړې او په پرلپسې جګړو یې دا ځمکې لا هم پراخې کړې. د ډریو نورو واکمنیو ترڅنک هغه له ۱۵۱۶ نه د هسپانې پاچا، د سپېڅلي روم سترواک او له ۱۵۱۹ نه د اتریش شهزاده و. د ۱۶ پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې د هابسبورګ ماڼۍ د مشر په توګه پاتې شو، په اروپا کې د هغه واکمنۍ له المان نه شمالي ایټالیا ته، او همدارنګه د اتریش په میراثي ځمکو او پر برګونډي هیوادونو مستقیمه واکمني، او متحده هسپانیه د جنوبي ایټالیې له نیپلز، سیسلي او سارډینیا پاچاهیو پورې وغځول شوه. په ځمکه کې د هغه لوی دښمن فرانسه وه، عثماني سترواکۍ به د مدیترانې په سمندر کې ځینې وختونه له فرانسې سره ملګرې وه. ځینې وختونه انګلستان او پاپي به د هغه پر ​​​​وړاندې د یوه ایتلاف په توګه څرګندېدل. د هغه ډیر پام د ایټالیا جګړو ته و. هغه د اګسبرګ په رژیم (۱۵۴۷) کې دا په رسمیت وپېژندل چې هالنډ د هاپسبورګ تر نفوذ لاندې ده. په هرحال، چارلس کاتولیک و او شمالي هالنډ پروتستانت و. د هالنډ د خپلواکۍ پر وړاندې هغه او د هغه هسپانیوي وارثانو یوه پیړۍ جګړه وکړه. د لوی لګښت یا تاوان سره سره دوی ماتې وخوړه. [۴][۵]

سیمه ییزې اړیکې

لاتیني امریکا

هسپانیې له هسپانیوي ژبو هیوادونو سره خپل ځانګړی هویت په سمه توګه ساتلی و. ددوی سیاست د ایبري-امریکایی ټولنې پر مفهوم چې په اصل کې له تاریخي پلوه د لیبرال مفهوم "Hispano-Americanismo"   (یا هغه هسپانیوي چې ډیری په انګلیسي ژبې کې یادېږي) په نوي کېدو ټینګار کاوه، او ددې په لټه کې و چې ترڅو د ایبریا ټاپو وزمه په مرکزي او جنوبي امریکا کې له هسپانیوي ژبو هېوادونو سره چې د ژبې، سوداګرۍ، تاریخ او کلتور له پلوه ورته دي، سره ونښلوي. هسپانیه له دیکتاتورۍ نه د ډیموکراسۍ خواته د لیږد یوه اغیزمنه بیلګه ده، چې سیمې ته د هسپانیې د پاچا او لومړیو وزیرانو په ډېریو سفرونو کې دا هرڅه له ورایه ښکاري. [۶]

منځنی ختیځ

هسپانیه په منځني ختیځ کې، د ځواکونو یا قدرتونو ترمنځ د دلال یا د یوې واسطې په توګه پیژندل کیږي. هسپانیې له عربي نړۍ سره په خپلو اړیکو کې، تل د منځني ختیځ په مسایلو کې د عربو له دریځونو ملاتړ کړی. عربي هېوادونه د هسپانیې لپاره د تیلو او ګازو د وارداتو او همدارنګه په هسپانیې کې د یو شمیر عربي هیوادونه د پانګونو له کبله لومړیتوب لري.[۷]

اروپا

هسپانیه له خپلو درېیو نږدې اروپايي ګاونډیو هېوادونو فرانسه، اندورا او پرتګال سره د خپلو اړیکو په ساتلو کې بریالۍ پاتې شوې. په ۱۹۸۶ کال کې له اروپايي اتحادیې سره د هسپانیې او پرتګال تړون د دوی د ځینو دوره يي سوداګریزو شخړو په کمولو کې مرسته وکړه. له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د جلايي غوښتونکې باسکايي ETA ډلې د پرلپسې تاوتریخوالي پر وړاندې فرانسې او هسپانیې خپلو دوه اړخیزو همکاریو ته وده ورکړې. په عمومي توګه له بریټانيې سره اړیکې ښې دي، که څه هم د جبل الطارق مسئله لا هماغسې حساسه پاتې ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې بریټانیې د بریکسټ په اړه رایه ورکړه.[۸]

اسیا

هسپانیه نن ورځ ددې په هڅه کې دی چې د ختیځې اسیا هیوادونو، چین، جاپان او سویلي کوریا سره په سیمه کې د خپلې خوښې د اصلي برخو په توګه خپلې محدودې اړیکې پراخې کړي. په ASEAN سیمې کې د هسپانیې اصلي متحدین تایلینډ او اندونیزیا دي، چې په خپل منځ کې د پام وړ تړونونه او خورا ښې اړیکې لري. هسپانیې په وروستیو کلونو کې په نورو اسیایي هېوادونو، په ځانګړې توګه په ویتنام او مالیزیا کې خپلو اړیکو او پانګونو ته وده ورکړې ده. د تېرې اوږدې استعماري دورې په درلودلو سره، د هسپانیې اړیکې له فلیپین سره د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله خورا کمزورې دي، چې ډیری یې د کلتوري او بشري مرستو له پروګرامونو پورې محدودې دي.[۹][۱۰]

شخړې

ځمکنۍ شخړې

په داسې حال کې چې له بريټانیې سره د جبل الطارق پر سر شخړه د هسپانیې تر ټولو مشهوره سیمه ییزه شخړه ده، دې هېواد له پرتګال او مراکش سره هم شخړې درلودې.[۱۱]

سرچينې

  1. Viñas, Ángel (1986). "Soberanía nacional y pactos militares: El caso de España" (PDF). Revista de Estudios Internacionales: 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Viñas 1986، صص. 10–11.
  3. Viñas 1986، ص. 12.
  4. Geoffrey Parker, Emperor: A New Life of Charles V (2019) excerpt
  5. Karl Brandi, The Emperor Charles V: the growth and destiny of a man and of a world-empire (1971) online
  6. Richard Youngs, "Spain, Latin America and Europe: the complex interaction of regionalism and cultural identification." Mediterranean Politics 5.2 (2000): 107–128.
  7. Richard Gillespie, "Spain and the Mediterranean: Southern sensitivity, European aspirations." Mediterranean Politics 1.2 (1996): 193-211.
  8. "Third enlargement: Spain and Portugal". cvce.eu. 8 August 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۱. On 1 January 1986, Spain and Portugal acceded to the European Economic Community, which thus became the ‘Europe of the Twelve’. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Política exterior española, un balance de futuro. José María Beneyto, 2011, p 425, ch 11 by Florentino Rodao
  10. Ramón Pacheco Pardo, "Spain and Asia: harnessing trade, soft power and the EU in the Asia-Pacific Century." (ARI #61, 2017) online.
  11. Gareth Stockey, and Chris Grocott, Gibraltar: A Modern History (U of Wales Press, 2012).