د ۱۸۱۵-۱۸۱۴ز ويانا کانګرس (فرانسوي: Congrès de Vienne ، جرمني: Wiener Kongress) د فرانسوي سترواک لومړي ناپيليون له ړنګېدلو څخه وروسته د اروپا د سياسي نظم د بيا برابرولو په موخه يو نړيوال سياسي کنفرانس و. دا د اتريش د سياستپوه Klemens von Metternich په مشرتابه د اروپايي دولتونو د استازو يوه ناسته وه، چې د ۱۸۱۴ زله سپټمبر څخه د ۱۸۱۵ ز تر جون پورې په ويانا کې وشوه.
ياد کانګرس يا غونډه د فرانسې د اوښتنيزو (انقلابي) جګړو او ناپيليوني جګړو څخه د راپورته کېدونکو مهمو مساېلو د حل کولو له مخې، اروپا لپاره د اوږد مهاله سولې د پلان چمتو کولو په موخه وه. موخه يوازې د پخوانيو پولو تر لاسه کول نه وه، مګر د اصلي واکونو تر لاسه کول وه، چې په دې د دوی تر منځ توازن رامنځته کړي او په سوله کې پاتې شي. په زيات بنسټيز ډول د کانګرس محافظه کار مشرانو د جمهوريت پالنې او اوښتون مخنيوی يا له مخې لرې کول غوښتل، چې د اروپا پخواني نظام د اساسي قانون نظم يې خراب نسکور کړی دی او ګواښلو ته يې ادامه ورکړې ده. په ناسته کې فرانسې خپلې ټولې وروستۍ تر لاسه کړې سيمې له لاسه ورکړې، په داسې حال کې چې پروس، اتريش او روسيې سترې ځمکنۍ لاسته راوړنې تر لاسه کړې. پروس په لويدیځ کې د المان کوچني دولتونه، د سويډن Pomerania، د Saxony پاچاهۍ ٪۶۰ او د وارسا د پخوانۍ Duchy لويديځه برخه ځان سره يو ځای کړه. اتريش Venice او د شمالي ايټاليا ډېره برخه تر لاسه کړه. روسيې د وارسا د Duchy مرکزي او ختیځه برخه تر لاسه کړه. دې کانګرس د نيدرلينډ نوې پاچاهي (Kingdom of Netherlands) تصويب کړه، چې دا له هغه پخوانۍ اتريشي سيمې څخه يوازې څو مياشتې رامنځته شو، چې په ۱۸۳۰ ز کال کې بلجيم شو.
ورپسې يا نږدې مخینه د ۱۸۱۴ ز کال په می کې د ناپيليوني فرانسې ماتې او غاړه ايښودنه وه، چې ۲۳ کلنه نږدې پرله پسې جګړه يې پای ته ورسوله. له تبعيد څخه د ناپيليون د ناڅاپي راستنېدلو او فرانسه کې د واک بيا پېلولو له امله، د ۱۸۱۵ ز کال له مارچ څخه تر جولای پورې د سلو ورځو (Hundred Days) پر مهال د جګړې د پيلېدلو تر څنګ، خبرو اترو دوام وکړ. د غونډې وروستۍ قانوني لايحه د ۱۸۱۵ ز کال د جون پر ۱۸ مه په واټرلو (Waterloo) کې د خپلې وروستۍ ماتې څخه نهه ورځې مخکې لاسليک شوه.
تاريخپوهانو پر کانګرس باندې نيوکه کړې ده، چې د راپورته کېدونکو ملي او خپلواک (ليبرال) خوځښتونو د مخنيوي لامل شوی دی او دا د دوديزو پاچایانو د ګټې لپاره د غبرګوني (ارتجاعي) خوځښت په توګه ګڼل شوی دی. [۱]
په تخنيکي ډول د ویانا کانګرس په مناسب ډول يو کانګرس ځکه نه و، چې هیڅکله په بشپړه (د ټولو غړو په ګډون) غونډه کې تر سره نه شو. پر ځای يې زياتره بحثونه د نورو استازو له لورې په هيڅ يا ټاکلي ګډون سره، د اطريش، انګليستان، فرانسې، روسيې او ځيني وختونه د پروس سترو ځواکونو تر منځ نارسمي يا مخامخ ناستو کې وشول. له بله پلوه نوموړې غونډه (کانګرس) په تاريخ کې لومړنۍ موکه وه، چې د لويې وچې په کچه ملي استازي په کې د څو پلازمېنو تر منځ زياتره پر پيغامونو باندې د اتکا پر ځای، د تړونونو د جوړولو په موخه سره يو ځای شول. د ويانا مېشت کانګرس په ۱۹۱۴ ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې تر پيل پورې د اورپا نړيوال سياست لپاره کارچوکاټ جوړ کړ.
ابتدایي
په ۱۸۱۴ کې د چاومونټ تړون (Treaty of Chaumont) هغه پرېکړې بيا تصويب کړې، چې وار له مخه شوې وې او ښايي د ۱۸۱۵-۱۸۱۴ ز کال ويانا د خورا مهمې غونډې يا کانګرس له لورې هم ومنل شي. دوی د متحد جرمني رامنځته کول، پر خپلواکو دولتونو باندې د ايټاليا وېش، د هسپانيا د Bourbon پاچایانو بيا رامنځته کول او د هغه سيمې په ګډون د نيدرلينډ پراخول راونغاړل، چې په ۱۸۳۰ ز کال کې معاصر بلجيم شو. د Chaumont تړون د اروپايي اتحاد د بنسټ ډبره شوه، چې د لسيزو لپاره يې د ځواک توازن رامنځته کړ. نور جزوي جوړجاړي وار له مخې د فرانسې او شپږم يووالي (Sixth Coalition) تر منځ د پاريس تړون او Kiel تړون کې وشول، چې د سکندناويا (Scandinavia) اړوند راپورته شوي مسائل يې تر پوښښ لاندې ونيول. د پاريس تړون پرېکړه کړې وه، چې بايد په ويانا کې يوه «عمومي غونډه» وشي او دا ټولو هغو ځواکونو ته په کې بلنې ورکول شي، چې په اوسنۍ جګړه کې ښکېل دي. د غونډې پرانيسته د ۱۸۱۴ ز کال جولای کې ټاکل شوې وه. [۲][۳][۴]
ګډونوال
کانګرس د رسمي ناستو لکه کاري ډلو او رسمي سياسي دندو له لارې عمل وکړ، که څه هم ډېره برخه يې په نارسمي ډول سالونونو، مېلمستياوو او نڅا ځايونو کې تر سره شوه. [۵]
تزار لوموړي اکساندر (Alexander I) د روسيې استازولي اداره کړه، چې په رسمي ډول يې د باندينيو چارو وزير (Count Kalr Robert Nesselrode) له لورې مشري کېده. تزار دوه اصلي موخې لرلې، چې د پولينډ واک تر لاسه او د اروپايي ملتونو سوله یيز ګډ شتون ته پرمختګ ورکړي. نوموړی د ۲۰۱۵ ز کال سپېڅلي تړون (Holy Alliance) په جوړولو بريالی شو، چې د شاهي اصالت او بې دينۍ ضد (Anti-secularism) پر بنسټ و او ياد تړون يې د اوښتون يا جمهوريت پالنې پر وړاندې د هر ډول ګواښ سره د مبارزې لپاره جوړ کړ. [۹]
د پروس استازيتوب د شهزاده Karl August von Hardenberg او ديپلومات او پوهWilhelm von Humboldt له لورې وشو. د پروس پاچا درېيم Frederick William III هم په ويانا کې و، چې د پردې تر شا يې خپله ونډه لوبوله. [۱۰]
د پينځم ځواک يعنې فرانسې استازيتوب د دې هېواد د باندينيو چارو وزير Talleyrand او د مختار وزير د Dalberg د Duke له لورې وشو. Talleyrand وار له مخه د فرانسې د څوارلسم لويي په اړه د ۱۸۱۴ ز کال پاريس تړون خبرې اترې کړې وې، که څه هم پاچا پرې باور نه درلود او د برېښنالیک له لارې يې له Metternich سره په پټه خبرې کولې. [۱۱]
د پاريس تړون نور لاسليک
د پاريس تړون نور لاسليک کوونکي هېوادونه ۱۸۱۴ز کال، دا هېوادونه د Chaumont تړون برخه نه وو، مګر د پاريس تړون کې يې ګډون کړی و:
هسپانيه: Pedro Gómez de Labrador د Labrador لومړی مارکس[۱۲]
پرتګال، مختار وزيران: د Palmela مخور Pedro de Sousa، د Porto Santo مخور Antonio de Saldanha da Gama او مخور [۱۳][۱۴]Carl Lowenhielm
د سيسلي پاچهي: او [۲۷]Fabrizio Ruffo de Castelcicala
د المان د مسئلو په اړه:
Maximilian Graf von Montgelas
Georg Ernst Levin von Wintzingerode
او وروسته له بریتانوي شاه Ernst zu Munster. (پاچا درېيم جورج George III په ۱۹۰۶ کې د روم د سپېڅلې سترواکۍ ړنګېدل په رسميت پېژندنه رد کړه او د Duchy of Brunswick-په نوم يې د کورني دولت د چارو پر مخ وړلو په موخه د Hanover ټاکونکې په توګه يو بېله سياسي ډله (staff) ته پاملرنه وکړه، چې د کانګرس د پايلې په توګه د Hanover پاچاهۍ (Kingdom of Hanover) تر رامنځته کېدلو پورې يې دوام وکړ).
↑King, David (2008). Vienna 1814: How the Conquerors of Napoleon Made Love, War, and Peace at the Congress of Vienna. Crown Publishing Group. د کتاب پاڼې 334. د کتاب نړيواله کره شمېره978-0-307-33716-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑Rösch, Felix (2020-10-26). "Affect, practice, and change: Dancing world politics at the Congress of Vienna". Cooperation and Conflict (په انګلیسي ژبه کي). 56 (2): 123–140. doi:10.1177/0010836720954467. ISSN0010-8367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑Freksa, Frederick (1919). A peace congress of intrigue. trans. Harry Hansen (1919). New York: The Century Co. د کتاب پاڼې 116. the congress of vienna.الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑Couvée, D.H.; G. Pikkemaat (1963). 1813–15, ons koninkrijk geboren. Alphen aan den Rijn: N. Samsom nv. د کتاب پاڼي 123–124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑" induced the Dutch to leave their interests entirely in British hands" (Nicolson 1946, p. 65).
↑Fritz Apian-Bennewitz: Leopold von Plessen und die Verfassungspolitik der deutschen Kleinstaaten auf dem Wiener Kongress 1814/15. Eutin: Ivens 1933; Hochschulschrift: Rostock, Univ., Diss., 1933
↑According to King 2008, p. کينډۍ:Page needed, it was Prince de Ligne, an attendee at the conference, who wryly quipped, "the congress does not move forward, it dances". ("Le congrès danse beaucoup, mais il ne marche pas.")