د چيچنيا دويمه جګړه چې روسي ژبه کې ورته (Втора́я чече́нская война́) او چيچني ژبه کې ورته (ШолгIа оьрсийн-нохчийн тIом) وايي، په لفظي ډول «د روسيې او چيچنيا تر منځ دويمه جګړه» معنا لري. دا جګړه د ۱۹۹۹ ز کال اګسټ څخه د ۲۰۰۹ ز کال اپرېل پورې د روسي فدراسيون او د چين د Ichkeria جمهوريت تر منځ په چيچنيا او د شمالي قفقاز (Caucasus) په سرحدي سيمو کې وشوه. د ۱۹۹۹ په اګسټ مياشت کې د چيچنيا اسلامپالو جنګياليو د روسيې په داغستان (Dagestan) سيمه کې نفوذ وکړ، دا سيمه يې د خپلواک دولت په توګه اعلان کړه او د جهاد ادعا يې وکړه. د لومړنيو هلو ځلو پر مهال روسي فوځ او روسي پلويو پوځي وزمه چيچني ځواکونو په پرانيستې جګړه کې د چيچنيا له بېلتون غوښتونو سره مخامخ شول او د ژمي له کلابندۍ څخه وروسته يې، چې د ۱۹۹۹ ز کال د ډسمبر څخه يې د ۲۰۰۰ تر فبروري دوام وکړ؛ د چيچنيا پلازمېنه (Grozny) ونيوله. روسيې د ۲۰۰۰ ز کال په می کې پر چيچنيا باندې سيد حاکميت رامنځته کړ، که څه هم د شمالي قفقاز (North Caucasus) سيمې په اوږدو کې د چيچين نظامي ټينګار يا مقاومت د روسيې د درنو تلفاتو او د څو کلونو لپاره پر چيچنيا باندې د روسيې د سياسي واک د ننګولو تر بريده دوام وکړ. دواړو اړخونو د ملکيانو پر وړاندې بريدونه تر سره کړل. ياد بريدونه د نړيوالو له لورې وغندل شول. [۱]
د ۲۰۰۰ ز کال نيمايي کې د روسيې حکومت روسي پلويو چيچني ځواکونو ته ټاکلي پوځي ځواب وينې ولېږدولې. د پوځ د عملياتو دوره د ۲۰۰۲ ز کال په اپرېل کې پای ته ورسېده او د ساحوي عملياتو همغږي لومړی فدرالي امنيتي خدماتو او وروسته د ۲۰۰۳ ز کال اوړي کې د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
په ۲۰۰۹ ز کال کې روسيې د چيچن بېلتون غوښتونکی خوځښت په سخت ډول کمزوری کړی و او په پراخه کچه جګړه ودرول شوه. روسي لښکر او د کورنيو چارو وزارت پوځيانو پيره (ګزمه) بنده کړه. Grozny د بيارغونې هڅې وګاللې او د ښار ډېره برخه او ګردچاپېر سيمې په چټکۍ سره بيا ورغول شوې. په ټول شمالي قفقاز کې ځای ځای تاوتريخوالي دوام وکړ. په ياده سيمه کې اوس هم کله ناکله بم ايښودنې او مورچلونه يا کمينونه پېښېږي، چې فدرالي ځواکونه او د سيمه یيزو حکومتونو ځواکونه په نښه کوي. [۲][۳]
د ۲۰۰۹ ز کال په اپرېل کې په چيچنيا کې حکومتي عمليات په رسمي ډول پای ته ورسېدل. دا چې د لښکر ډېره برخه اېستل شوې وه، د ټيټې کچې سرکښۍ سره د راکړې ورکړې ځواب وينه سيمه یيز پوليس ځواک ته وسپارل شوه. درې مياشتې وروسته د بېلتون غوښتونکي خوځښت شړل شوی (تبعيد) مشر Akhmed Zakayev له اګسټ مياشتې څخه د چينچنيا د پوليس ځواک پر وړاندې د وسله وال ټينګار (مقاومت) د درولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې نوموړی هيله لري چې «د همدې ورځې په پيل سره به، چيچنيان هيڅکله پر يو بل ډزې ونه کړي». دې چارې د چيچنيا د جګړې بشپړ پای په نښه کړ. [۴][۵]
د جګړې د ټولې مړينې کره شمېر نه دی معلوم. روسي زيانونه نږدې ۷۵۰۰ (د روسيې د زيان رسمي شمېرې) يا د سرتېرو د ميندو د کمېټې (Committee of Soldiers’ Mothers) د معلوماتو له مخې نږدې ۱۴۰۰۰ تنه دي. نارسمي سرچينې له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ پورې مړينې يا ورکېدنې اټکل کوي، چې ډېری يې چيچني ملکي وګړي دي. [۶][۷][۸]
د چيچنيا دويمه جګړه، د چيچنيا د دويمې مبارزې (روسي: Втора́я чече́нская кампа́ния) يا د چيچنيا د سرکښانو له نظره پر چيچنيا باندې د دويم روسي يرغل په نوم هم پېژندل کېږي. [۹]
چيچنيا په شمالي قفقاز کې يوه سيمه ده، چې په ۱۵ پېړۍ کې د عثماني ترکانو په ګډون يې د بانديني حاکميت پر وړاندې په پر له پسې ډول جګړه کړې ده. د روسيې Terek Cossack Host د هغو خپلواکو Cossacks له لورې په ۱۵۷۷ز کال کې د چيچنيا په هواره ځمکه کې رامنځته شوه، له Voga څخه Terek سيند هستوګن شوي وو. په ۱۷۸۳ ز کال کې روسي سترواکۍ او د ګرجستان د Kartli-Kakheti پاچهۍ د Georgievsk تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې Kartli-Kakheti د روسيې تر څار يا قيموميت لاندې سيمه شوه. له ګرجستان او د Transcaucasia د نورو سيمو سره د اړيکو د خوندي کولو په موخه، روسي سترواکۍ په قفقاز سيمه کې په ۱۸۱۷ ز کال د قفقاز جګړې (Caucasus War) په پيلولو سره د خپل نفوذ خپرول پيل کړل. روسي ځواکونو په ۱۸۳۰ ز کال کې لومړی د چيچنيا لوړې سيمې ته حرکت وکړ او په ياده سيمه کې جګړې تر ۱۸۵۹ ز کال پورې هغه مهال پورې دوام وکړ، چې د جنرال Aleksandr Baryatinsky په مشرۍ ۲۵۰۰۰ کسيز پياوړي لښکر د نوموړي سيمې ټينګار (مقاومت) مات کړ. د روسيې او ترکيې تر منځ د ۷۸-۱۸۷۷ ز کلونو جګړې پر مهال په قفقاز کې پرله پسې پاڅونونه هم وشول. [۱۰]
د ۱۹۱۷ ز کال روسي اوښتون څخه وروسته چيچنيانو د قفقاز يوه لنډ مهالې امامتي رامنځته کړه، چې د چيچنيا، داغستان او Ingushetia برخې يې راونغاړلې. په سيمه کې د شمالي قفقاز غرني جمهوريت په نوم يو بې دينه او د ټول قفقاز هم و. د روسيې د کورنۍ جګړې دواړو اړخونو د چيچنيا د دولتونو مخالف وو او په ۱۹۲۲ ز کې زياتره ټينګار (مقاومت) د بلشويک سرتېرو له لورې له منځه تللی و. وروسته د شوروي اتحاد له رامنځته کېدنې څخه مياشتې مخکې د روسي SFSR د چیچين خپلواک Oblast جوړ شو، چې د پخواني Terek Cossack Host سيمې يوه برخه يې په ځان پورې وتړله. چيچنيا او ګاونډ Ingushetia په ۱۹۳۶ ز کال کې د چيچن او انګوش خپلواک شوروي سوسياليست جمهوريت جوړ کړ. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په ۱۹۴۱ ز کال کې د حسن اسرايلوف (Hasan Israilov) په مشرۍ يو چيچني پاڅون پيل شو. چيچنيان په ۱۹۴۴ز کال کې د توکميزې پاکونې له مخې Kazakh SSR او Karghiz SSR ته وشړل شول. دا کړنه له نازي المان سره د چيچنيا د ډله یيزې مرستې د ناسمې پلمې له مخې تر سره شوه. يو پر درې يا يو پر څلور برخه چيچنيان د سختو حالاتو له امله مړه شول. زيات پوهان ياده شړنه د نسل وژنې د عمل په توګه پېژني؛ لکه څرنګه چې په ۲۰۰۴ کې اروپايي پارلمان همداسې وکړل. په ۱۹۹۲ ز کې بېلتون غوښتونکي حکومت د ۱۹۴۴ ز کال د کړنو قربانيانو ته يو ځانګړی څلی ودان کړ. د روسيې پلوي حکومت وروسته ياد څلی ړنګ کړ. د قبر ځينې تيږې چې د څلي يوه بشپړونکې برخه وه، د احمد قادروف (Akhmad Kadyrov) څلور لارې کې د ګرانيټ لوحې تر څنګ ښخې شوې وموندل شوې، چې د سيمه یيز روسي پلوي ځواک د زيانونو درناوی کوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد د ړنګېدلو پر مهال چيچنيا خپله خپلواکي اعلان کړه. په ۱۹۹۲ ز کال کې د چيچن او Ingush مشرانو يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې د چيچن او Ingush ګډ جمهوريت په دوو برخو وېشنه يعنې Ingushetia له روسي فدراسيون سره پاتې کېدله او چيچنيا د خپلواک دولت په توګه. په چيچنيا کې د خپلواکۍ په اړه مناظرې په وروستي ډول له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې د کوچنۍ کچې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړې ده، چې روسيه په کې په پټ ډول د Dzhokhar Dudayev حکومت د غورځولو هڅه وکړه. د چيچن لومړۍ جګړه په ۱۹۹۴ز کال کې هغه مهال پيل شوه، چې روسي ځواکونه د اساسي قانون د بېرته جوړولو په موخه چيچنيا ته ننوتل. د ځينو اټکلونو له مخې له ۱۰۰۰۰۰ څخه د زياتې مرګ ژوبلې په لرلو سره، له نږدې دوه کلنې بې رحمه جګړې څخه وروسته د ۱۹۹۶ Khasavyurt اوربند تړون لاسليک شو او روسي سرتيري له جمهوريت څخه ووتل. [۲۱]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)