د کاناډا اقتصاد خورا پرمختللی او د مخلوط بازار اقتصاد دی. د اسمي «جي ډي پي» له نظره په نړۍ کې اتم ستر هېواد او په نړۍ کې د PPP له مخې GDP کې پنځلسم ستر هېوا د دی. د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر، د دې هېواد په اقتصاد کې هم د خدماتو صنعت پياوړی دی چې نږدې درې برخې کاناډايان پکې په کار بوخت دي. کاناډا د نړۍ په کچه د طبيعي سرچينو مجموعي اټکل ارزښت په درېیمه درجه کې ځای لري چې په ۲۰۱۹ز کال کې ۳۳.۹۸ تريلیونه امريکايي ډالره اټکل شوي دي. په کاناډا کې د نړۍ درېيمه درجه د تېلو ثابتې زېرمې شته او په نړيواله کچه د خامو تيلو څلورم ستر صادرونکی هيواد دی. دا هېواد همدا راز د طبيعي ګازو پنځم ستر صادرونکی هېواد دی.[۱][۲][۳][۴]
د فساد موندلو شاخص تر مخې، کاناډا په نړۍ کې یو له کمو فاسدو هېوادونو څخه بلل شوی، همدا راز د نړۍ په لومړيو لسو سوداګريزو هېوادونو کې دی چې اقتصاد يې په لوړه کچه نړيوال دی. کاناډا له تاريخي پلوه د « The Heritage Foundation» د اقتصادي ازادۍ په شاخص کې له متحده ايالاتو او ډېرو لوېديځو اروپايي هېوادونو څخه لوړ ځای لري، په داسې حال کې چې په عايد کې د توپير په پرتليز ډول کمه کچه تجربه کوي. د دې هيواد د سړي سر کورني لګښت منځنی عاید له OECD «ډېر زيات» دی. د ټورنټو د ونډو بازار د بازار د ارزښت له نظره د نړۍ اتم ستر د ونډو بازار دی، په کوم کې چې د ۱۵۰۰ شرکتونو فهرست شته چې د بازار مجموعي ارزښت يې له ۳ ټريليونه امريکايي ډالرو څخه زياتېږي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په ۲۰۲۱ز کال کې، په توکو او خدماتو کې د کاناډا سوداګري ۲.۰۱۶ تريليونه کاناډايي ډالرو ته رسېده. د کاناډا مجموعي صادرات له ۶۳۷ میلیارده کاناډايي ډالرو څخه زيات دي، په داسې حال کې چې د دې هېواد د واردو شويو توکيو ارزښت له ۶۳۱ میلیارده کاناډايي ډالرو څخه زيات دی، د کوم له ډلې چې نږدې ۳۹۱ میلیارده کاناډايي ډالر له متحده ايالاتو څخه، ۲۱۶ میلیارده کاناډايي ډالر له غېر امريکايي سرچينو څخه تر لاسه شوي. په ۲۰۱۸ز کال کې، د کاناډا د سوداګريز کسر ۲۲ میلیارده کاناډايي ډالر او په خدماتو کې سوداګريز کسر ۲۵ میلیارده کاناډايي ډالر و.[۱۲]
د ابتدايي سکتور داهميت له اړخه په پرمختلليو هېوادونو کې کاناډا غېرمعمولي هېواد دی، په داسې حال کې چې د لرګيو او انرژۍ صنعتونه د کاناډا دوه مهم صنعتونه دي. په کاناډا کې د وسايلو جوړولو (توليد) يوه ستره برخه هم شته چې مرکز يې په مرکزي کاناډا کې دی، په داسې حال کې چې د موټر جوړولو او الوتکو جوړولو صنعتونه يې هم په ځانګړي ډول له اهميت څخه برخمن دي. په داسې حال کې چې کاناډا د نړۍ تر ټولو اوږدې ساحلي ليکې لري، دا هېواد په نړۍ کې په اتمه درجه سوداګريز کب نيونې او سمندري خوراکونو صنعت هم لري. کاناډا همدا راز د تفریحي سافټوير صنعت کې هم یو نړيوال مخکښ هېواد دی. دا هېواد د « APEC, G7, G20, OECD» او « WTO» غړی دی، له دې وړاندې د « NAFTA » غړی هېواد هم و، تر دې چې په ۲۰۲۰ز کال کې «USMCA» عملاً پلی شو. په کاناډا کې «USMCA» په رسمي ډول د کاناډا-متحده ايالاتو-مکسيکو د تړون په نوم پېژندل کېږي چې په انګريزي ژبه کې (CUSMA) او په فرانسوي ژبه کې د «Canada–États-Unis–Mexique » (ACEUM) په توګه پېژندل کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵]
په کارابين کې د څو ټاپوګانو له هېوادونو پرته، کاناډا يواځینی ستر شمالي امريکايي هېواد دی چې د حکومت پارلماني نظام کاروي. د پايلې په توګه کاناډا خپلې ټولنيزې او سياسي ادارې جوړې کړي چې په نړۍ کې د ډېرو نورو هېوادونو څخه توپير لري. که څه هم د کاناډا اقتصاد له امريکايي اقتصاد سره نژدې اړيکه لري، بيا يې هم بې ساري اقتصادي ادراې جوړې کړي.[۱۶]
د کاناډا په اقتصادي نظام کې عموماً د خصوصي او دولتي سوداګريو عناصر رايوځای شوي. د دولتي سوداګرۍ ډېر اړخونه، په ځانګړي ډول د ټولنيزې او اقتصادي نابرابرۍ د لرې کولو لپاره د ټولنيزې خېر ښېګڼې د يو پراخه نظام جوړول، په ۱۹۴۵ز کال کې د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته خپل کړي دي.[۱۶]
د کاناډا نږدې ۸۹٪ ځمکه «کراون لینډ یا شاهي ځمکه» ده. کاناډا په نړۍ کې يو له لوړې کچې سوداګریزې ازادۍ لرونکی هېواد دی. اوسمهال کاناډا د خپل بازار محوره اقتصادي نظام او توليد په طريقه کې له متحده ايالاتو سره ورته والی لري. تر ۲۰۱۹ز کال پورې، د کاناډا د « Forbes Global» په فهرست کې شپږ پنځوس شرکتونه شته، کوم چې له سويلي کوريا څخه وروسته او له سعودي عربستان څخه مخکې په نهم شمېره کې ځای لري.[۱۷][۱۸][۱۹]
نړیواله سوداګري د کاناډا د اقتصاد يوه ستره برخه جوړوي، په ځانګړي ډول د دې هېواد طبيعي زېرمې. په ۲۰۰۹ز کال کې، کرنه، انرژي، ځنګلونه او کان کيندنې صادرات د کاناډا د ټولو صادراتو نږدې ۵۸٪ برخه جوړوله. په ۲۰۰۹ز کال کې ماشینونه، سامان الات، د موټرو تولیدات او نورو تولیداتو صادراتو کې ۳۸٪ زياتوالی راغی. په ۲۰۰۹ز کال کې، صادرات د کاناډا د نږدې ۳۰٪ جي ډي پي و. متحده ايالات تراوسه د دې هېواد تر تولو لوی سوداګريز شريک دی، کوم چې تر ۲۰۰۹ز کال پورې نږدې ۷۳٪ صادرات او ۶۳٪ واردات رانغاړي. د کاناډا شريکو صادراتو او وارداتو په ۲۰۰۶ز کال کې په ټولو هېوادونو کې په اتم شمېره کې ځای درلود.[۲۰][۲۱][۲۲]
شا اوخوا ۴٪ کاناډايان د بنسټيزو سرچينو په څانګو کې نېغ په نېغه په کار ګومارل شوي او دوی په «جي ډي پي» کې ۶.۲٪ ونډه لري. دوی لا هم د هېواد په ډېرو برخو کې خورا مهم دي. په کاناډا کې که اکثريت نه وي، خو ډيری ښارونه، چېرته چې کرنه ستونزمنه ده، د نژدې کانونو او لرګيو له امله شتون لري. کاناډا د سرو زرو، نکل، يورانيمو، الماسو او سرپو په تولید کې په نړيواله کچه مخکښ هېواد دی، همدا راز په وروستيو کلونو کې د خامو نفتو له اړخه هم چې په نړیواله کچه د تيلو زېرمو ته په کتنې سره دويمه درجه ځای لري، دا هېواد په چټکتيا سره د طبيعي سرچينو په استخراج کې څرګند مقام لري. د کاناډا ډېر ستر شرکتونه د طبيعي سرچينو صنعت کې ځای پر ځای شوي دي، لکه « Encana, Cameco, Goldcorp» او «Barrick Gold». د دې تولیداتو غوڅ اکثريت يې صادريږي او صادرات يې په بنسټيز ډول متحده ايالتو ته دي. په کاناډا کې ډيری د دويمې درجې او خدماتي صنعتونه هم شته، کوم چې نېغ په نېغه له بنسټيزو صنعتونو سره تړلي دي. د بېلګې په ډول، د کاناډا د تر ټولو سترو سامان جوړونکو صنعتونو څخه يو يې د کاغذ جوړولو مواد او کاغذ سکتور دی، کوم چې نېغ په نېغه د لرګي له سوداګرۍ سره تړلی دی.[۲۳]
په طبيعي سرچينو تکيه د کاناډا په اقتصاد او کاناډايي ټولنې يو لړ اغېزې لري. په داسې حال کې چې د توليد او خدماتو صنعتونه په اسانۍ سره معیاري کېږي، طبيعي سرچيني يې د سيمې له پلوه يو له بل سره توپير لري. دې چارې د کاناډا په هره سیمه کې مختلف اقتصادي جوړښتونو جوړېدل ډاډمن کړي دي او د کاناډا په پیاوړي سیمه ييز والي کې خپله ونډه لري. په یو وخت کې د دې سرچينو غوڅ اکثريت صادريږي او کاناډا ته له نړيوال اقتصاد سره نږدې تړاو ورکوي. «هاوليټ» او «رميش» په دې باور دي چې د دا ډول صنعتونو ميراثي بې ثباتي هم په اقتصاد کې د حکومت د زياتې مداخلې لامل ګرځي، تر څو وکولای شي د بازار د بدولون اغېزې کمې کړي.[۲۴]
د طبيعي سرچينو صنعتونو هم د پايښت په اړوند مهمې پوښتنې راپورته کوي. سره له دې چې د څو لسيزو لپاره يو مخکښ تولیدونکی دی، د منابعو کمښت ګواښ يې بيا هم کم دی. په پرله پسې ډول سترې موندنې تر سره کېږي، لکه په «وايسي بي» کې په ستره پیمانه د نکل موندل. سربېره پر دې، لرې شمال يې تر ډېره بريده پرمختللی نه دی، ځکه چې توليدونکي د لوړو قيمتونو يا نويو ټيکنالوژيو انتظار باسي، دا ځکه چې په دې سيمه کې ډېری فعالیتونه تر اوسه د لګښتونو تر اغېز لاندې نه دي راغلي. په وروستیو لسيزو کې کاناډايان د طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخستنې سره اړوند چاپيرياليزو ويجاړيو منلو ته ډېر کم چمتو شوي دي. لوړ مزد او د دې سيمو د اصلي اوسېدونکو پر ځمکه ادعاوو هم دا پراختيا درولې ده. د دې پر ځای، ډېرو کاناډايي شرکتونو خپلې لټونې، ګټه اخستل او پر پراختيايي چارو توجه له هيواده بهر متمرکزه کړې، چېرته چې نرخونه ښکته دي او حکومتونه زیات ځواب ویونکي دي. کاناډايي شرکتونه په لاتيني امریکا، سويل ختيځه اسيا او افريقا کې په چټکۍ سره مهم کردار تر سره کوي.
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)له نومبر ۲۰۱۸ څخه[سمونه]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) PDF version
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)