د روم د سترواکۍ په وخت کې، د عصري کروشیا سیمه د دوو رومي سترواکیو د ولایتونو، پنونونیا او الماتیا څخه جوړه وه. له میلاد وروسته په پنځمه پېړۍ کې د لوېدیځ روم د سترواکۍ له سقوط څخه وروسته، دغه سیمه پنځوس کاله د اوسټروګوټانو په لاس کې وه ، وړاندې تر دې چې د بیزنطین په سترواکۍ کې شامله شي.
کروشیا د یوه حکومت په توګه، لومړۍ ځل په اوومه پېړۍ کې په وچه کې راڅرګنده شوه. د کروشیا د وچی او د ښکـته پنونونیا نژدې پاچهۍ سره یو ځای شوې او د کورشیا پاچهۍ ته لوړه شوه چې له ۹۲۵ ز څخه تر ۱۹۱۸ز کال پورې یې دوام وکړ.[۱]
له ۱۲مې پېړۍ څخه د کورشیا پاچهي د هنګري له پاچهۍ سره په یوه شخصي اتحاديه کې د هغوی له واکمنان ( بان صبور) سره ګډه شوه چې یو جلا ایالت پاتې شو، خو د پاچهۍ لړۍ یې له ګاونډیو ځواکونو څخه ټاکله، په ځانګړې توګه هنګري، ناپل او د هاسبورګ پاچهي.
له ۱۵ پېــړۍ څخه تر ۱۷ مې پېړۍ پورې دوره، په سویل کې د عثماني سترواکۍ او په شمال کې د هابسبورګ تر منځ د سختو مبارزو شاهده وه.
د لومړۍ نړیوالې جګړې او د اطریش – هنګري له ړنګېدو ( ۱۹۱۸ز کال ) وروسته، د کروشیا ځمکې د یوګوسلاویا په پاچهۍ کې شاملې شوې چې سربیا پرې واکمنه وه. د ۱۹۴۱ ز کال په اپرېل کې پر یوګوسلاویا د جرمني له یرغل وروسته، د کروشیا خپلواک ایالت له مرکزي ځواکونو سره یو ځای او جوړ شو چې د ۱۹۴۵ ز کال په مې کې یې د جرمني له تسلیمۍ یوه اونۍ وروسته ماتې وخوړه.
د کروشیا سوسیالیست جمهوریت، یو ګډ جمهوریت و چې یوګوسلاویا جمهوریت هم په کې شامل و. په ۱۹۹۱ ز کال کې د کروشیا مشرتابه، له یوګوسلاویا سره خپلې اړیکې پرې کړې او د یوګوسلاویا د ړنګېــدو په وخت کې یې خپلواکۍ اعلان کړه.
هغه سیمه چې نن ورځ د کروشیا په نامه پېـژندل کېـږي، له تاریخ څخه د وړاندې دورې په اوږدو کې موجوده وه. د نیندر تالس فوسیلونه چې د منځنۍ پیالوتیک دورې پورې اړوند دي ، په شمالي کروشیا کې کشف شوي دي چې په کرپینا کې تر ټولو غوره او خورا مشهور ځای دی. د هېواد په ټولو سیمو کې د ځینو نیولیتیک او چلکولیتیک کلتورونو پاتې شوني موندل شوي. د دې ځایونو تر ټولو لوی تناسب د کروشیا په شمال کې د سمندرونو دښتې دي او خورا ارزښتناک کلتورونه چې نښې یې موندل شوې، د سټارشیوو واکسیدل او د بدین کلتورونه په کې شامل دي.[۲][۳][۴][۵][۶]
د اوسپنې دورې د الیرین هالیسټاټ کلتور او سیلیټیک لا تینی کلتور نښې او آثار هم هلته پیدا شوي دي.
ډېر وروسته په دغه سیمه کې لیبورنیان او ایلیرینان مېشت شول، په داسې حال کې چې لومړنی یوناني استعمار په ویس او هوار ټاپو وزمو کې رامنځ ته شو. [۷][۸]
دالماتیا له میلاد څخه دمخه او د څلورمې پېړۍ تر منځ د ایلیرین پاچهۍ شمالي برخه وه. د ايلیرن جګړو، چې تر میلاد ۲۲۰ کاله او تر میلاد ۱۶۸ کاله دمخه پېښي شوې، کله چې د روم جمهوریت د نیرتوا سویلي سیمې تر څارلاندې ونیولې. د نیرتوا شمالي سیمي ورو ورو د روم په ملکیت کې شاملي شوې، ترهغه چې د ایلیرکیم ولایت په رسمي ډول له ۳۲ – ۲۷ له میلاد څخه مخکې جوړ شو. [۹]
د دالماتیا سیمه بیا د روم د ولایت ایلیرکیم برخه شوه. له میلاد وروسته د ۶ او ۹ کالو په منځ کې دالماتیانو وروستي پاڅون، له پنونونیانو سره یو ځای کړ ، په پای کې له منځه لاړ او له میلاد څخه ۱۰ کاله وروسته ایلیرکیم، په دوو ولایتونو ووېشل شو، پنونونیا او دالماتیا ولیت .
د دالماتیا ولایت دننه پسې خپور شو، تر څو د ډیناریک الپس ټول غرونه او د ختیځ اډریاټیک ساحل ډېرې برخه وپوښي. دالماتیا د رومي امپراتور ډیوکلیټین د زېـږون ځای و، چا چې ترمیلاد وروسته په ۳۰۵ ز کال کې له سترواکۍ څخه له تقاعد وروسته له سلونا سره نژدې یوه لویه ماڼۍ جوړه کړه چې وروسته بیا د اسپلیټ ښار له هغې ماڼۍ نه په پراخېدو شو. [۱۰][۱۱]
تاریخ پوهان، لکه: ټیوډورمومسن او برنارډ باونټ داسې استدلال کوي چې دالماتیا په څلورمه پېـړۍ کې په پوره ډول رومن شوې وه او په لاتیني ژبه یې خبرې کولې. نور بیا، لکه: الکساندر سټیپيویچ دا استدلال کوي چې د رومانیزم پروسه انتخابي وه او زیاتره ښاري مرکزونه په کې شامل و، نه کلي ، چېرې چې د پخواني ایلیرین ټولنیز- سیاسي جوړښتونه د روم ادراې او سیاسي جوړښت یې یوازې د ځینو اړتیاوو پروخت کې کاراوه. [۱۲][۱۳][۱۴]
سټانکو ګلډیسکو داسې استدلال وکړ چې ولاچ یا مورلاچ د لاتیني ژبي خبرې کوونکي او د څړځایونو خلک و، څوک چې له روم څخه په پخوا دوره کې د بالکان په غرونو کې اوسېدل او د کروشیا په پخوانیو تاریخونو کې د دوی یادونه شوې ده.[۱۵]
په ۴۷۶ ز کال کې د لوېدیځ روم سترواکي تر سقوط وروسته، د مهاجرت د دورې له پیل سره جولیوس نیپوس له ايټالیا څخه په ۴۷۶ ز کال کې له تګ وروسته، د ډیوکلیټین له ماڼۍ څخه د لنډي مودې لپاره په خپله کوچنۍ سیمه واکمنۍ کوله.
دا سیمه تر ۵۳۵ زکال پورې د اوسټروګوتانو له خوا اداره کېده، چې بیا لومړي جسټینین دغه سیمه د ختیځ روم په سترواکۍ کې شامله کړه. وروسته بیا بازنطینیانو په دغه سیمه کې د دالماتیا موضوع رامنځ ته کړه.
د روم دوره، په شپـږمه او اوومه پېـړۍ کې د اوار او کروات له یرغلونو او کابو د ټول روم د ښارونو تر ویجاړېدو وروسته پای ته ورسېده. د روم ژوندي پاتې شوي خلک د ساحلونو ، غرونو او ټاپوګانو مناسبو ځایونه ته ولاړل چې د راګوسا ښار ، د ایپیډاورم څخه ، له پاتې شويو خلکو جوړ شو. [۱۶][۱۷][۱۸]
د لسمې پېړۍ د ختیځ روم سترواک د اووم کنسټانټین په خپل اثـر ډای اډمینسټرایو امپریو کې لیکلي چې: کرواتان د اوومې پېړۍ په لومړيو کې له سویلي پولنډ، سویلي کراکو څخه د نن ورځې کروشیا ته رسېدلي وو. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
دا ادعا جنجالي ده او له شپـږمې څخه تر نهمي پېړۍ پورې د سیالۍ ډکې نظریې رامنځ ته شوې. په پای کې یې د واک یوه سیمه جوړه کړه. د کروشیا دوچي د بورنا له خوا اداره کېده ،لکه څنګه چې د اینهار تاریخ له ۸۱۸ ز کال څخه پیل شو. د کروشیا د قلمرو لومړنۍ لاس ته راغلې نښې دا ښيي چې، د فرانسیا تر امر لاتدې ایالتونه وو.
د فرانک واکمني دوې لسیزې وروسته د مسلاو د واکمنۍ پر مهال پای ته ورسېده. د اووم کنسټانټین په وینا: د کرواتانو عیسوي کېدل، په اوومه پېړۍ کې پیل شول، خو دا ادعا اختلافي ده او په ټوله کې عیسوي کېدل، په نهمې پېړۍ پورې اړوند دي.
په ۸۷۹ ز کال کې، د برانمیر واکمن په دوره کې د کرواتانو تر واک لاندې سیمه، د کروشیا دالماتیا د یو ایالت په توګه د اتم پاپ جان له خوا وپېژندل شوه. [۲۴][۲۵][۲۶]
تومیسلاو د کروشیا لومړنۍ واکمن و چې د لسم پاپ جان له خوا، په یوه لیک سره پاچا ټاکل شوی و چې پر کروشیا یې تر ۹۲۵ ز کال پورې واکمني وکړه. تومیسلاو د هنګري او بلغاریا یرغلونو ته ماتې ورکړه او د کروشیا د واکمنانو واک یې وغځاوه. [۲۷]
د منځنیو پېړیو د کروشیا پاچاهي په ۱۱ مه پېړۍ کې د څلورم پيټر کریسیمر ( ۱۰۵۸ ـــ ۱۰۷۴ ز کلونه) او دمیتار زوونیمیر ( ۱۰۷۵ـــ ۱۰۸۹ ز کلونه) د واکمنۍ په وخت کې خپل اوج ته ورسېده. کله چې دویم سټیپین په ۱۰۹۱ ز کال کې مړ شو ، د ترپیمیروویچ سلسلي ته یې د پای ټکی کېښود. [۲۸]
د هنګري اول لادیسلاس د کروشیا د تاج او تخت دعوه وکړه . په ۱۱۰۲ ز کال کې له دې دعوې سره مخالفت، د کروشیا او هنګري د جګړې او شخصي اتحاد لامل شو چې دکولمن یې واکمن و. [۲۹][۳۰]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
... in the early history of the colony settled in 385 BC on the island Pharos (Hvar) from the Aegean island Paros, famed for its marble. In traditional fashion they accepted the guidance of an oracle, ...الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)