دېـرش کلنه جګړه

دېرش کلنه جګړه د سپېڅلي روم سترواکي په اوږدو کې،  له ۱۶۱۸ ز کال څخه تر ۱۶۴۸ ز کال پورې یوه پراخه جګړه وه چې د اروپا په تاریخ کې یوه له خونړیو جګړو څخه ګڼل کېـږي. د دې جګړې له امله، کابو له  ۴.۵ څخه تر ۸ میلیونه  انسانان ووژل شول.  د جګړې له امله د  جرمني د ځینو سیمو د وګړیو شمېر تر ۵۰ سلنه راکم شو. [۱]

اتیا کلنه جګړه، د مانتوان د ځایناستي جګړه، د فرانسې ـ اسپانیا جګړه  او د پرتګال د بېرته جوړېدو جګړه  دې ته ورته جګړې وې.

تر شلمي پېړۍ پورې تاریخ پوهانو،  دغه  د جرمني د مذهبي هڅو دوام باله چې د اصلاحاتو له لارې  پیل او د اګسبورګ د ۱۵۵۵ ز کال د سولې په پایله کې پای ته ورسېد او امپراتوري يې پر دوو برخو یعني لوتران او کاتولیک ایالتونو باندې ووېشله ، خو تر ۵۰ کاله تېرېدو وروسته له دې پولو ورها خوا  د پروټسټنیزم پراختیا  ورو ورو د دغې امپراتورۍ واک بې ثباته کړ.

په داسې حال کې چې مذهب د جګړې په پیل کې مهم اصل و ، په ټوله کې څېـړونکي په دې برخه کې په یوه خوله دي چې د پراخېدو او خورېدو دلیل یې ، په اتریش، اسپانیا او د فرانسې په بوربن کې د هابسبورګانو سره د اروپایانو د نیولو پر سر سیالي روانه وه. [۲]2

جګړه په ۱۶۱۸ ز کال کې هغه وخت پیل شوه، کله چې فرډینانډ دوه د بوهیمیا د پاچا په توګه له دندې ګوښه شو او پر ځای یې د پالاتینټ پنځم فريډریک وټاکل شو. که څه هم د بوهیمیا پاڅون په چټکۍ سره وځپل شو، خو جګړه په پالاتینټ کې پسې پراخه شوه ]چې سټراتیژیک اهمیت یې د هالنډ په جمهوریت او اسپانیا کې و چې وروسته بیا په اتیا کلنې جګړه کې ښکـېـل شول.]

له هغه وخته چې هوښیارو بهرنیو واکمنانو، لکه: د ډنمارک څلورم کریستین او د سویډن ګووستاوس ادلفوس د دغې سترواکۍ دننه ځینې سیمي په لاس کې درلودي ، دا  د دې لامل شوه چې،  کورنۍ شخړې په یوه ډېره خونړۍ او ویجاړونکې اروپايي جګړه بدلې شي.  

د جګړې لومړی پـړاو له ۱۶۱۸ ز کال څخه تر ۱۶۳۵ ز کال پورې ، د روم د مقدسي امپراتورۍ د جرمني غړو تر منځ داخلي جګړه وه چې بهرنیو ځواکونو یوازې د ملاتړ رول لوبولی و.

له ۱۶۳۵ ز کال وروسته، امپراتوري د فرانسې په هڅو چې سویډن یې ملاتړ کاوه، د اسپانیا له امپراتور فرډاینډ درېیم سره  تر یو ځای کېدو  وروسته، د جګړې په تیاتر بدله شوه چې په ۱۶۴۸ ز کال کې د ویستیفالیا له سولې سره پای ته ورسېد. د سولې د دې تړون په مادو کې د باواریا او سوکزني په شان ايالتونو په امپراتورۍ کې دننه خپلواکۍ ته ورسېدل او د اسپانیا له خوا د هالنډ جمهوریت منل  په کې شامل و.

د فرانسې په پرتله د هابسیورګ له کمزوري کېدو سره د اروپا د ځواک توازن  بدل او د لویس ۱۴ جګړې لپاره یې لاره هواره کړه.  

ساختماني رېښې

د ۱۵۵۲ ز کال د پاساو د سولې تړون د روم په مقدسي سترواکۍ کې د پروټیسټنټ او کاتولیکانو ترمنځ د شمالمکلدیک جګړه پای ته ورسوله.  په داسې حال کې چې ۱۵۵۵ ز کال د اګسبرګ سولې هڅه وکړه چې د موجوده پولو په ټاکلو سره د راتلونکو جګړو مخنیوي وکړي. د بنسټ په توګه  د کویس ریجو او ییوس ریلیجو ایالتونه لوتران ول او بیا د پروټسټینزم او کاتولیک یوه عادي بڼه وه چې د دوی د واکمن له مذهب سره یې تړاو درلود.

په نورو امرونو کې یې، په ښارونو کې د پام وړمذهبي اقلیتونو څخه ملاتړ وکړ، لکه دوناوورت او د پاساو راهېسي د لوتران مالکیت چې له کاتولیک کلیسا څخه اخیستل شوی و، ومنل شو.[۳]

دا تړون د پولې هاخوا په هغو سیمو چې پخوا د کاتولیکانو له خوا اداره کېدې، د پروټسټینیزم له پراختیا سره کمزروی شو.

د جګړې یوه بله سرچینه د اصلاح شويو عقیدو وده وه  چې د اګسبرګ له خوا  پیژندل شوې وي ، په ځانګړې توګه کالوینیزم. یو الهیات و چې لوترانو او کاتولیکانو ورته  د دښمنۍ په سترګه  کتل. په اخېـر کې دین په زیاتېـدونکي توګه د اقتصاد او سیاسي موخو ځای ونیو. لوتراني سکزوني، ډنمارک – ناروي ، سویډن  او د  کلورینسټ براڼد برګ، د بالتیک سوداګرۍ  پر سر له یو بل سره سیالي وکړه. [۴][۵]

د دغو مسایلو اداره کول، د امپراتورۍ د ټوټه ټوټه شوي طبیعت له امله پېچلي و چې شاوخوا ۳۰۰ سیمي یې درلودي ( د امپراتورۍ ملکیتونه، پرته له ۱۵۰۰ شوالیه پیپاونو ) چې د جرمني شاوخوا، کمزوري هېوادونو، شمالي ايټالیا او الساس کې  فراینچ کامټ په عصري فرانسه کې کې وېشل شوي و.

د دوی اندازه او اهمیت له  اووه  ټاکونکو شهزداګانو څخه و چا چې د سپېڅلي روم امپراتورۍ ته رایه ورکړه، ترڅو اسقفی شاهزاده او د امپراتورۍ ښارونه  لکه هامبورګ بدل کړي. هر غړي د سیمه ییزي شورا یا داېري سره اړیکه لرله چې په دفاع او مالیاتو یې ډېر تمرکز کاوه او ډېـری وختونه به یې د خپلواکو ادارو په توګه کار کاوه چې د دغي امپراتورۍ څخه پورته له ۱۶۶۳ ز کال څخه وړاندې، د یوې نامنظمي شورا په توګه سره یوځای شول او د قانون پرځای یې د بحث لپاره د یوه  لومړني بنسټ په توګه کار کاوه. [۶]

که څه هم امپراتوران ټاکل کېدل ، له ۱۴۴۰ ز کال وروسته دا مقام د هابسبورګ کورنۍ د یوه غړي له خوا ساتل کیده. هغوی چې په امپراتورۍ کې د ډېرو ځمکو خاوندان ول، دومره سیمې یې تر ولکې لاندې وي چې تر اته میلیونه زیات رعایت یې په کې اوسېده چې د اطریش  پاچهي ، بوهمیا  او هنګري په کې شامل و.

د هابسبورګ امپراتورانو هم  تر ۱۵۵۶ ز کال پورې په اسپانیا حکومت کاوه ، کله چې اسپانیا یو جلا بنسټ شو، اسپانیا د امپراتورۍ ګټي وساتلي چې د هغه له جملې میلان دوچي شامل و.

په داسې حال کې چې دغو دوو څانګو له یو بل سره مرسته کوله، خو د دوی موخې سره بېلې وي. د اسپانیا امپراتورۍ یو نړیوال سمندري سوپرځواک و ، د چا په شتمني کې چې اسپانیايي هالنډ، میلان، د ناپل پاچهۍ، فیلیپین او د امریکا ډېره برخه شامله وه .

اطریش یو پیاوړی ځواک و چې سټراتیژیک تمرکز یې په دې و چې په جرمني  خپل واک وساتي او د عثماني سترواکۍ پر خلاف خپلې ختیځي پولي وساتي.  [۷]

د اګسبورګ څخه وړاندې د مذهب یووالي د یوه مرکزي ځواکمن حکومت د نه شتون تشه ډکوله. تر ختمېدو وروسته یې د هغو لپاره چانسونه برابر کړل، چا چې کوښښ کاوه چې نور یې هم پسې کمزوري کړي دي.

په دې لوړهمته امپراتورۍ کې د لوتران، سوکزنی او کاتولیکه باوریا ایالتونه شامل و.  فرانسه د هابسبورګ په شمالي، سویلي پولو او پیرانیس سره مخامخ شوه. یو بله پېچیلي موضوع دا وه چې ډېری بهرني واکمنان هم امپراتورايي شاهزداه ګان وو چې دوی یې په داخلي شخړو کې ښکېل کړل.  د ډنمارک څلورم کریسټین په ۱۶۲۵ ز کال کې د هولسټین ډیوک په توګه په جګړه کې شامل شو. [۸]

مخینه : له ۱۵۵۶ څخه تر ۱۶۱۸ز کال پورې

کله ناکله شخړي د لویې کچې جګړې سبب شي، لکه:  له  ۱۵۸۳ څخه تر ۱۵۸۸ز کال پورې د کولون جګړه چې هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې د هغه واکمن کالوینیزم ته بدل شو. نوري عامي پېښي: لکه: په ډوناوورت کې د ۱۶۰۶ ز کال د بيـرغونو پرسر جګړه، هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې د لوتران اکثریت د کاتولیک مذهبي بهیر مخه ونیوله.

امپراتور رودلف د باوریا د کاتولیک مکسیملیانو له خوا لاسوهنه ومنله. په بدل کې یې هغه ته اجازه ورکړل شوه چې ښار تر کنټرول لاندې راولي . لکه څنګه چې په اګسبورګ کې منل شوي و، د ښار رسمي دین له لوتران څخه کاتولیک ته بدل شو.  [۹]

کله چې د ۱۸۰۶ ز کال په فبرورۍ کې امپراتوري رژیم پرانیستل شو، دواړو لوترانانو او کالوینیسټانو سره یو شول، تر څو په رسمي بڼه یو ځل بیا د اکسبورګ ښار غوښتنه راپورته کړي.  په هر حال په بدل کې یې د هابسبورګ وارث ارچدوک فرډینند له ۱۵۵۵ ز کال راهیسې، له کاتولیک کلیسا څخه اخیستل شوی مالکیت سملاسي بیا رغونې ته اړتیا درلوده.

د تېرو کړنو پر ځای چې محکمې یې له مخي قدم په قدم پرېکړه کوله، دغه کار ټول پروټیسټان ګواښل، رژیم یې فلج کړ او دسترواکي د بې طرفۍ تصور یې لرې کړ. [۱۰]

په مرکزي واک کې د ایمان نه شتون دا معنا درلوده چې ښارونو او واکمنانو د خپلو پوځونو او ځواکونو پیاوړي کول پیل کړي.  بهرنیو مسافرو په دغه دوره کې ډېـری وختونه د جرمني د مخ پر ودې نظامي کېدلو په موضوع بحث کاوه. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې

  1. Parker 1984، ص. 189.
  2. Sutherland 1992، صص. 589–590.
  3. Parker 1984، صص. 17–18.
  4. Wedgwood 1938، صص. 22–24.
  5. Sutherland 1992، صص. 602–603.
  6. Wilson 2009، صص. 17–22.
  7. Wedgwood 1938، صص. 159–161.
  8. Hayden 1973، صص. 1–23.
  9. Wilson 2009، ص. 222.
  10. Wilson 2009، ص. 224.
  11. Parker 1984، ص. 11.
  12. Wedgwood 1938، صص. 47–49.
  13. Wilson 2008، ص. 557.