ریښتینی سیاست (په آلماني کې: ؛ یعنې ریښتینی، واقعي، عملي سیاست) د معینو شرطونو او عواملو په پام کې نیولو سره په ډیپلوماټیکو یا سیاسي پالیسي ګانو کې ښکېل کېدو ته اشاره کوي، نه دا چې خپل ځان په ښکاره ډول آیډیولوژیکو مفهومونو او اخلاقي مقدمو ته اړ کړي. له دې نظره، د خپلو فلسفي کړنو له اړخه خپل ځان له واقع بینه او عملي اړخونو سره شریکوي. په ساده ډول په سیاست کې دا ډول کړنو ته پراګماتیزم ویل کېږي. د بېلګې په ډول «د پراګماتیکو یا ریښتینو سیاستونو تعقیب او څارنه».
په داسې حال کې چې ډېری وخت د یوې مثبتې او بې طرفه اصطلاح په توګه کارول کېږي، د Realpolitik یا ریښتیني سیاست اصطلاح ځینې وختونه د سپکاوي په ډول د هغو سیاسي پالیسي ګانو لپاره چې اجباري، غیر اخلاقي یا ماکیاولیستي ګڼل کېږي، هم کارول کېږي. په شلمه پېړۍ کې د ریښتیني سیاست له مخکښو پلویانو څخه کولی شو د هنري کسینجر، جورج اف کنان، زبیګنیو برژزنسکی او هانس دیتریش ګنشر او همدارنګه ځینو سیاستوالو لکه چارلس دوګل او لي کوان یو ته اشاره وکړو.[۱][۲]
د ریښتیني سیاست اصطلاح د لودویګ وون روچاو له خوا، چې یو آلمانی سیاستوال او لیکونکی وو په نولسمه پېړۍ کې جوړه شوه. په ۱۸۵۳ کال کې د هغه کتاب Grundsätze der Realpolitik angewendet auf die staatlichen Zustände Deutschlands «د ریښتیني سیاست اصول چې د آلمان ملي دولت کې ترسره کېږي» د دې اصطلاح معنا داسې بیانوي:[۳][۴]
د هغو قوتونو مطالعه چې دولتونه جوړوي، ساتي یې او دولتونو ته تغییر ورکوي، ټول د سیاسي لیدلوري اصل دی او دا خبره جوته کوي چې د زور یا ځواک قانون د نړۍ پر دولتونو داسې حاکمیت کوي، لکه د فزیک په نړۍ چې د جاذبې قانون حاکمیت کوي. پخواني سیاسي علوم په بشپړه توګه له دې حقیقت څخه خبر وو، خو غلطه او زیان رسوونکې پایله یې ترلاسه کړه – د ډېر ځواکمن حق. اوسني عصر دا غیراخلاقي غلطي اصلاح کړې ده، خو په داسې حال کې چې د ډېر ځواکمن حق ادعا یې ماته کړه، اوسني عصر له حد څخه ډېر دې ته متوجه وه چې د ځواکمنانو ریښتینی ځواک او دا چې د هغوی سیاسي نفوذ نه ماتېدونکی دی، له پامه وغورځوي.
تاریخ پوه جان بیو، سپارښتنه کوي چې هر هغه څه چې نن ورځ د عصري ریښتیني سیاست په معنا دی، د دې اصطلاح له اصلي معنا څخه یې انحراف کړی. ریښتینی سیاست د اروپا ۱۹مې پېړۍ په منځ کې له روښانتیا سره د دولت جوړونې او ځواکمن سیاست له ټکر سره سم راڅرګند شو. په دې موضوع کې بیو داسې استدلال کوي؛ چې دا په یوې داسې نړۍ کې چې د لیبرالي روښانتیا له قوانینو څخه پیروي نه کوي د لیبرالي روښانتیا موخو ته د رسېدو د معما په ځواب کې لمړنۍ هڅه وه.
خپرونکي، خبریال او د لیبرالي سیاست اصلاح کوونکي، فون روشاو دا اصطلاح په ۱۸۵۳م کال کې جوړه کړه او په ۱۸۶۹م کال کې یې دویم جلد ور زیات کړ چې د هغه مخکېني استدلالونه یې لا اصلاح کړل. روشاو په پاریس کې د ۱۸۴۸م کال تر پاڅون پورې جلاوطنی وو، د انقلاب په ترڅ کې بېرته راوګرځېد او د د لېبرال ملي ګوند په یوې پېژندل شوې څېرې بدل شو. کله چې د ۱۸۴۸م کال د لېبرالي انقلابونو لاسته راوړنې د جبري دولتونو قرباني شوې یا هم د ځواکمنو ټولنیزو قوتونو لکه طبقه، مذهب او ملتپالنې له خوا وخوړل شوې، د بیو په وینا: روشاو په دې فکر پیل وکړ چې څنګه کېدای شي، داسې یو کار چې په دومره مینې او لېوالتیا سره پیل شوی وو، د دوامدارې پایلې له لاسته راوړلو پرته ماته وخوړه.
هغه وویل چې د روښانتیا لویه لاسته راوړنه دا وه ترڅو ښکاره کړي چې ښایي اړینه نه وي چې سمه وي. هغه غلطي چې لېبرالانو ترسره کړه دا وه چې هغوی فرض کاوه چې د ډېر ځواکمن قانون له منځه تللی، یوازې له دې امله چې د هغه قانون ناعادلانه توب ښکاره شوی وو. روشاو ولیکل چې « ریښتینی سیاستوال پوهېږي چې د جریکو د دیوالونو نړولو لپاره عادي کولنګ له زورور مارتول څخه ګټور دی». د روشاو مفهوم د آلماني مفکرینو له خوا د نولسمې پېړۍ په منځ او وروستیو کې واخیستل شو او د نولسمې پېړۍ په منځ کې د اوتو وان بیسمارک له دولت دارۍ سره د آلمان متحد کولو پورې وتړل شو. تر ۱۸۹۰ز کال پورې، د ریښتیني سیاست اصطلاح کارونه ډېره پراخه وه، خو په زیاتېدونکې توګه له خپل اصلي معنا څخه جلا شوه. [۵]
په داسې حال کې چې ریښتینی سیاست، سیاسي تمرین ته اشاره کوي، په نړیوالو اړیکو کې د سیاسي ریالیزم مفهوم هغه نظري چوکاټ ته اشاره کوي چې د هغه موخه د نړیوالو اړیکو په حوزه کې د پېښو په اړه وضاحت ورکول دي. د سیاسي ریالیزم نظریه له دې ځایه سرچینه اخلي چې دولتونه د نړیوالو اړیکو د لوبوونکو په توګه د ریښتیني سیاست په تمرین سره د خپلو ګټو په لټه کې دي. برعکس، ریښتینی سیاست کولی شو د هغو پالیسيو د تمرین په توګه تعریف کړو چې د سیاسي ریالیزم له منل شوو پالیسیو سره همغږی دی. په هرحال، ټولیزه کاري فرضیه دا ده چې سیاست په ټوله کې د ځواک پر تعقیب، مالکیت او د ځواک پر کارولو پورې تړلی دی (همدارنګه د ځواک سیاست هم وګورئ). په هرحال، د نړیوالو اړیکو ځینې واقع بینان لکه کنت والتز، د دولت پالیسي ته د امنیت او پایښت له اړخه ګوري نه د دې لپاره چې خپل ځان ته ځواک ترلاسه کړي.
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)