سامويل تيلور کالريج

سامويل تيلور کالريج
سامويل تيلور کالريج
سامويل تيلور کالريج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ اکتوبر ۱۷۷۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 25 جولای 1834 (62 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۶][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] 
لندن  
د مړینې لامل زړه نابری  
هديره
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي

د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  

رکن
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
استاد
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انگليسي  
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۱][۲۲] 
د کړنې څانګه فلسفه  
ځانګړي کړنې
لاسليک
سامويل تيلور کالريج
سامويل تيلور کالريج

 

سامويل تيلور کالريج (۱۷۷۲ اکتوبر ۲۱ – ۱۸۳۴ ز کال د جولای ۲۵) يو انګرېز شاعر، ادبي کره کتونکی، فيلسوف او ديني پوه و، چې له خپل ملګري ويليم ورډسوورت (William Wordsworth) سره په انګليستان کې د افراطي خوځښت (Romantic Movement) بنسټګر او د د جهيل شاعرانو (Lake Poets) غړی و. نوموړي له Charles Lamb، Robert Southey او Charles Lioyd سره خپل ټوکونه ګډ او مرسته وکړه. نوموړي «د لرغوني ماڼو قافيه او کوبلا خان:The Rime of the Ancient mariner and Kubla Khan» شعرونه او همدارنګه د “Biographia Literaria” په نوم نثري کتاب وليکه. د نوموړي کره کتنيز يا انتقادي کار په ځانګړي ډول د ويليم شکسپير په اړه ستر اغېزناک درلود او انګليسي ژبي کلتور ته د المان نظرياتي فلسفې په ورپېژندنه کې يې مرسته وکړه. کالريج «د نه باور ځنډ» په ګډون زيات اشنا ويي او نيمګړې غونډلې (عبارتونه) رامنځته کړل. هغه پر رالف والډو ايمرسن (Ralph Waldo Emerson او امريکايي ټرانسينډينټليزم (Transcendentalism) باندې ستر اغېز درلود. [۲۳][۲۴]

کالريج د خپلې ځوانۍ په عمر کې د اندېښنې او زړه تنګون عيبي ... درلود. فکر کېږي چې دوه قطبي ګډودۍ درلوده، چې د نوموړي د ژوند پر مهال نه وه پېژندل شوې. هغه په فزيکي ډول ناروغ و، چې ښايي د بادي تبې له يوې چپې او د کوچنيوالي له نورو ناروغيو څخه يې سرچينه اخيستي وي. د يادو حالتونو درملنه يې په هغه دوا سره وشوه چې ترياک یا اپين ورسره ګډوي، چې پر اپين د ژوندمهاله روږدېدنې لامل شوه. [۲۵]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې

کالريج د ۱۷۷۲ ز کال د اکتوبر پر ۲۱ مه د انګليستان د Devon په Ottery St Mary ښارګوټي کې وزېږېد. د سامويل پلار ښاغلی جان کالريج (Reverend John Coleridge) (۱۷۸۱ – ز کلونه و، چې د St Mary د کليسا Ottery St mary يو د درنښت وړ مرستيال او د پاچا ښوونځي “King’s School” سرښوونکی و. ياد ښوونځي د ګرامر يو وړيا ښوونخی و، چې (۱۵۴۷ – ۱۵۰۹ز کلونه) کې د پاچا درېيم هنري “King Henry III” له لورې جوړ شوی و. نوموړی وار له مخه د Devon په سويلي مولټون (South Molton) کې د Hugh Squier د ښوونځي ماهر ښوونکی او د نږدې Molland استاد و. جان کالريج له خپلې لومړۍ مېرمنې څخه درې ماشومان درلودل. سامويل د نوموړي د دويمې مېرمنې د لسو تر ټولو کشری ماشوم و. د سامويل مور Anne Bowden (۱۸۰۹ – ۱۷۲۶) نومېده، چې ښايي په ۱۷۲۶ کې د Devon د سويلي Molton د ښاروال John Bowden لور وه. کالريج وړاندېز کوي، چې هغه له هلکانه لوبو څخه هيڅ خوښي تر لاسه نه کړه، مګر پر ځای يې په پرله پسې ډول لوستل او له ځان سره لوبې وکړې. وروسته له هغې چې په ۱۷۸۱ ز کال کې جان کالريج (John Coleridge) ومړ، اته کلن سامويل د حضرت عيسي عليه السلام روغتون (Christ’s Hospital) ته واستول شو، چې يو خيريه ښوونځی و چې د لندن په Grefriars کې په ۱۶ پېړۍ کې رامنځته شوی و او سامويل په کې د خپل کوچنيوالي په ټوله موده کې د زده کړو او شعرونو په ليکلو سره پاتې شو. کالريج په ياد ښوونځي کې له چارلس لمب (Charles Lamb) سره ملګری شو، چې د ښوونځي ملګری يې و او د Virgil او William Lisle Bowles کتابونه يې ولوستل. توماس پوول (Thomas Poole) ته د خپل ژوند ليکنيز ليکونو په يوه لړۍ کې کالريج وليکل: «زما يادېږي چې د شپږ کلنۍ په عمر مې Belisarius، Robinson Crusoe او Philip QuarII لوستلي دي او بيا مې د عربي شپو وخت تېرۍ (Arabian Nights’ Entertainments) وموند، چې پر ما يې خورا اغېز وکړ. دا په اصل کې د يو شخص نکل يا کيسه وه، چې د سوچه پاک لمنې پلتلو ته اړ و، چې ماښام کې مې ولوست، په داسې حال کې چې مور به مې جرابې پيوندولې. کله به چې په تياره کې وم، نو زيات وهم او خيال به راتله او زما په ځانګړي ډول له اندېښنې او وېرې ډکه هغه لېوالتيا په ياده ده، چې په شتون کې به يې ما کړکۍ ته کتل؛ کړکۍ کې به کتابونه پراته وو او هر کله به چې پرې لمر پېښ و (راغی)، نو ما به ټينګ ونيول، دېواله پورې به مې ويوړل، پيتاوی به مې کاوه او لوستل به مې». [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

ښکاري چې کالريج د خپل ښوونکي درناوی کړی دی، ځکه چې نوموړي په Biographia Literaria کې د خپل ښوونځي د ورځو په يادښتونو کې وليکل:

ما د يو خورا حساس او په ورته وخت کې د يو خورا سخت ماهر ښوونکي له خورا ښه (فوق العاده) غوره والي يا ګټې څخه خوند واخيست. په ورته وخت کې چې موږ د يونان غمجن شعرونه (Greek Tragic Poets) لوستل، د لوستونو په توګه يې موږ د شکسپير او ميلټن (Milton) په اړه لوستلو ته اړ کړو او دا هم لوستونه (درسونه) وو؛ د استاد له رټنې څخه د ځان ساتلو لپاره مو بايد لوستی و، چې زيات وخت او زيار ته يې اړتيا درلوده. ما له هغه څه زده کړل چې شاعري ان د تر ټولو لوړ يا ستر شاعر او په ښکاره ډول د تر ټولو ژوي قصيدو، ان د پوهې په اندازه يو سخت او جدي منطق درلود او ډېر ستوزمن و؛ ځکه چې زيات نازک يا ژور فکره، زيات پېچلی او پر خورا زيات ژر تېرېدونکو يا عارضي حالتونو باندي تکيه دی. زموږ د خپلې انګيسي جوړښتونو کې (لږ تر لږه زموږ د ښوونځي د زده کړې د وروستيو درې کالونو لپاره) يې هيڅکله نېمګړې غونډلې، د الفاظو مجازي کارونې يا انځور ته زړه سوی ونه ښوده، چې د غږ په يو حس سره نه وي پياوړې شوې يا دا چې ورته حس په کې ښايي په يو څه ساده ويوکو کې له برابر ځواک او درنښت سره لېږدول شوی وي. زه زياتره غه په مينه اوس اورېدلی او دا چيغې وهلی شم: «Harp?، Harp?،Lyre?  ، قلم او رنګه، هلکه، ته معنا لرې، Muse ، Oh Aye!، هلکه، Muse?، ستا د نرس/نرسې لور، ته معنا لرې، څپه ماتونکي پسرليه، Oh aye!، د صومې پمپ، زه ګومان کوم». داسې اوسه لکه څنګه چې ښايي؛ زموږ د استاد يو دود و، چې زه ورڅخه په چوپتيا کې ځکه نه شم تېرېدلی، چې زه يې د پېروۍ يا تقليد وړ ګڼم (فکر کوم). هغه به زیاتره زموږ د سروکو تمرينونو ته اجازه ورکوله ... چې سره راټول يې کړو، تر هغې چې هر زلمي د کتنې لپاره څلور يا پينځه درلودل. بيا به مو ټوله ګڼه په يوه لي:ه د هغه پر مېز کېښوده او هغه به يې له ليکوال څخه وپوښتل، چې دې يا هغې غونډلې ولې تر دې يا هغې بل تيزس لاندې يو مناسب ځای نه دی موندلی: که چېرې به کوم راضي کوونکی ځواب ورنه کړل شو او په يو تمرين کې به دوه ورته ناسمۍ وموندل شوې؛ نه راستنېدونکی پرېکون (قضاوت) به يې کاوه، تمرين به يې څيرې کړ او د ورځنۍ کورنۍ دندې تر څنګ به يې د ورته موضوع په اړه د بل تمرين ليکنې وويل. [۳۲]

کالريج وروسته د Frost at Midnight:په نيمه شپه کې شبنم» شعر کې په ښوونځي کې د يوازېتوب په اړه وليکل: «له خلاصو پوښونو سره، چې ما يې وار له مخه د خپلې زېږېدنې د خوږ ځای په اړه خوب ليدلی و».

کالريج له ۱۷۹۱ زڅخه تر ۱۷۹۴ز کال پورې د کمبرېج پوهنتون په Jesus College کې ګډون وکړ. نوموړي په ۱۷۹۲ ز کې د يوې بدلې (قصيدې) له امله د براون د سرو زرو نښان (Browne Gold Medal) وګټه، چې د غلامۍ سوداګرۍ د غندلو په موخه يې ليکلی و. د ۱۷۹۳ ز کال په ډسمبر کې يې ياد پوهنځی پرېښود او د ناسم نوم “Silas Tomkyn Comberbache” په کارونې سره، د پينځلسم (د پاچا) Light Dragoons کې شامل شو. ښايي ياد کار يې د پور يا د Mary Evans په نوم هغې نجلۍ له امله کړی وي، چې کالريج ورسره مينه درلوده او هغې ونه منله. وروڼو يې څو مياشتې وروسته د لېونتوب لامل له مخې ورته څو مياشتې رخصت برابر کړ او يو ځل بيا په Jesus College کې شامل شو، که څه هم هیڅکله ښايي هيڅکله له پوهنتونه درجه يا بریليک تر لاسه نه کړي. [۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118521500  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11897247f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Samuel-Taylor-Coleridge — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64q7spf — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/112822 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/215 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Samuel Taylor Coleridge — IMSLP ID: https://imslp.orghttps://wikious.com/ps/Category:Coleridge,_Samuel_Taylor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  8. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?22140 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-47379-BD-.html — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/coleridge-samuel-taylor — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0018590.xml — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2832 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/112878 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15716 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/130602 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p24381.htm#i243807 — subject named as: Samuel Taylor Coleridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ ۱۷٫۴ سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  18. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p24381.htm#i243807 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11897247f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/22733923
  23. "Coleridgean Morsels | Sundry | Coleridge Corner". inamidst.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. See J C McKusick '"Living Words": Samuel Taylor Coleridge and the Genesis of the OED', Modern Philology, 90.1 (1992), which notes that the OED first edition (1884–1928) cites Coleridge for 3,569 words, many of which he coins.
  25. Jamison, Kay Redfield. Touched with Fire: Manic-Depressive Illness and the Artistic Temperament. Free Press (1994), 219–224.
  26. Radley, 13
  27. Unsworth, John, The Early Background of S.T. Coleridge, published in The Coleridge Bulletin, No 1, Summer 1988, pp 16–25 "Lecturer of Molland" was an office established and funded by a member of the Courtenay family, lords of the manor of Molland, and involved preaching sermons in Molland Church, possibly also in Knowstone Church adjoining
  28. Morley, Henry. Table Talk of Samuel Taylor Coleridge and The Rime of the Ancient Mariner, Christabel, &c. New York: Routledge (1884) pp.i-iv
  29. Coleridge, Samuel Taylor, Joseph Noel Paton, Katharine Lee Bates.Coleridge's Ancient Mariner Ed Katharine Lee Bates. Shewell, & Sanborn (1889) p.2
  30. Unsworth, John, The Early Background of S.T. Coleridge, published in The Coleridge Bulletin, No 1, Summer 1988, pp 16–25
  31. James Gillman (2008) The Life of Samuel Taylor Coleridge. Bastion Books
  32. Coleridge, Samuel Taylor. Biographia Literaria. Princeton UP, 1985, p. 10.
  33. کينډۍ:Acad
  34. Radley, 14
  35. Holmes, 4