د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ | |
---|---|
د افغان زده کونکي انځور | |
سرکاري نوم | د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ |
اهميت | د ژبو پرمختګ او ساتنه |
نېټه | ۲۱ فبروری |
ټول وخت لګېدل | یوه کلنې ورځ |
مانځلې کيږي | کال کې یو ځل |
مورنۍ ژبه (په انگرېزي: Mother Tongue) هغه ژبه ده چې د لومړي ځل لپاره يې ماشوم د خپلې مور څخه زده کوي. دې ته لومړنۍ ژبه هم وايي.
لومړۍ ژبه، اصلي ژبه، مورنۍ/پلرنۍ/ د مور او پلار ژبه (د شرياني/بنسټيزې ژبې يا L1 په نوم هم پېژندل کېږي) هغه ژبه يا هغه لهجه ده چې يو انسان ورسره له زېږېدو سره سم يا په کړکېچن پړاو کې مخامخ وي. په ځينو هېوادونو کې، د اصلي ژبې يا مورنۍ ژبه اصطلاح ، د یوه کس توکميزې طبقې ته ويل کېږي، نه د هغه لومړۍ ژبې ته. [۱][۲]
د يوه ماشوم لومړۍ ژبه د هغه د شخصي، ټولنيزې او کلتوري پېژندګلوي برخه ده. د لومړۍ ژبې بل اغېز دا دی چې، هغه د عمل کولو او خبرو د برياليو نمونو د انځورولو او زده کولو لامل ګرځي. څېړونکي وايي: په داسې حال کې چې يو څوک له خپلې پرته په بله ټاکلې ژبه کې نږدې له دوو کلونو غوټو وهلو وروسته رواني پيدا کوي، نو د هماغه ماشوم لپاره ممکنه ده چې له پنځو نه تر اوو کلونو وخت واخلي، تر څو د کار هماغې کچې ته ورسېږي، په کومه کچه کې چې د هغه اصلي خبرې کوونکي سيالان دي. [۳]
د ۱۹۹۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه يونسکو، د فبرورۍ يو وېشتمه نېټه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړه.
د اصلي خبرې کوونکو يو منل شوی تعريف دا دی چې، دوی هغه څوک دي چې په يو ځانګړي هېواد کې زېږېدلي او هلته راستر شوي دي، تر څو د دوی د پرمختګ په نازک پړاو کې د هغه هېواد يا سيمې په ژبه وغږېږي. يو تن هغه مهال د يوې ژبې «اصلي خبرې کوونکی» بلل کېدای شي، چې د هماغې ژبې په سيمه کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې په همدې ژبه کې ښکېل شوی وي، په هغه کورنۍ کې، په کومه کې چې لويان له کوچني سره د ورته ژبې تجربه شریکوي. اصلي خبرې کوونکي وروسته د يوې بلې ژبې د زده کولو په پرتله، په خپلو ژبو ځکه واکمن بلل کېږي چې دوی د ژبې اړوند طبيعي زده کړه کوي. دا له ژبې او پر ژبه له خبرې کوونکو سره د شخصي تعامل له امله تر لاسه کېږي. اړينه نه ده چې اصلي خبرې کوونکي به د ژبې د هر ګرامري قانون په اړه معلومات ولري، خو دوی به له ژبې سره د خپلې تجربې پر بنسټ له قوانينو نه ښه «بصيرت» ولري.[۴][۵]
فکر کېږي چې د «اصلي ژبې» حيثيت په عمومي استعمال کې کره نه دی، ګڼ تفسيرونه لري ، چې د ژبې له اړخه په تعصب ولاړ دي، په ځآنګړي ډول د هغو کوچنيانو په اړوند چې د کوچنيو قومي لږه کيو نه او په دوو ژبو خبرې کوي. ډېرو پوهانو د اصلي ژبې تعريفونه، د عمومي استعمال، د ژبې په وړاندې د جذباتي اړيکې او ان پر چاپېريال د هغې د واکمنۍ پر بنسټ کړي دي، خو بيا هم ټول درې واړه معيارونه دقيق نه دي. د ډېرو هغو کوچنيانو لپاره چې کورنۍ ژبه يې د چاپيريال له ژبې نه بدله وي (يعنې رسمي ژبه)، دا د بحث وړ ده، چې د دوی «اصلي ژبه» کومه ده.
د کينيا، هندوستان او د ختیځې او مرکزي اسيا ډېری نورو هېوادونو کې، د لومړۍ ژبې پر ځای «مورنۍ ژبه» يا «اصلي ژبه» هغې ته ويل کېږي چې د يوه تن د توکميزې طبقې د ژبې ښودنه کوي، هم په دودیزه ژبه او هم د ژورنالیزم په طريقه کې کار ځينې اخستل کېږي (د مورنۍ ژبې د نه زده کولو لپاره هېڅ عذر نه لرم)، دوی د «لومړۍ ژبې» اصطلاح نه کاروي. په سینګاپور کې، «مورنۍ ژبه» د يوه تن د توکميزې طبقې ژبې ته ويل کېږي، بې له دې چې حقيقي مهارت په نظر کې ونيول شي، او «لومړۍ ژبه» انګليسي ژبې ته ويل کېږي، کومه ژبه چې د بریتانيې سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې تاسيس شوې وه، دا ژبه د زده کړې او دولتي ښوونځيو د ژبې په توګه او د کار ژبې له امله، له خپلواکۍ وروسته د ډېريو سنګاپوريانو ژبه ده.
په کاناډايي نفوس تر سره شوې د سرشمېرنې له نظره، د کاناډا د سرشمېرنې اداره مورنۍ ژبه هغه بولي، کومه ژبه چې په ماشومتوب کې په کور کې زده شوې او د سرشمېرنې پر مهال هم دا شخص په دې ژبه پوهېږي. دا هم شونې ده چې لومړۍ زده کړې ژبه نوره د خبرې کوونکي مسلطه ژبه نه ده. په دوی کې کشران کډوال ماشومان هم شامل دي، د چا کورنۍ چې نوي ژبني چاپيريال ته کډه کړې، همدا راز هغه خلک چې مورنۍ ژبه يې په کور کې د ماشومتوب پر مهال زده کړې (د ټولنې د اکثريت ژبې پر ځای)، چې شونې ده، دوی ټوله يا يوه برخه، د هغې ژبې هېره کړې وي، چې دوی لومړی زده کړې وه. د ايوان ايليچ په وينا، د «مورنۍ ژبې» اصطلاح په لومړي ځل کاتوليکو راهبانو کارولې وه، تر څو هغه ځانګړې ژبه په ګوته کړي چې دوی د لاتيني ژبې پر ځای کاروله، کله به چې دوی له منبر نه خبرې کولې. دا د «سپېڅلې مور کليسا» ده، چې دا اصطلاح يې وړاندې کړې او مستعمرو له مسيحيت نه د استعمار د يوې برخې په توګه په ميراث يووړه. جی. ار. ار تالکين په ۱۹۵۵ز کال کې د خپلې وينا «انګليسي او ويلزي» پر مهال، «اصلي ژبه» د «زانګو له ژبې» جلا کوي. د زانګو ژبه، هغه ده چې يو تن يې په کوچنيوالي کې زده کوي او شونې ده چې، د يوه کس ريښتينې «اصلي ژبه» له دې نه جلا وي، ممکنه ده چې د ميراثي ژبني غوراوي پر بنسټ ټاکل شوې وي او شونې ده چې په وروسته ژوند کې له يوې ځانګړې لهجې سره د پیاوړي عاطفي پړاو له امله وموندل شي (تالکين خپله مني چې، په ځانګړي ډول د لويديځ ميډلينډ له انګليسي لهجې سره تړاو لري). [۶][۷][۸]
هغه ماشومان چې له يوې نه په زياتو ژبو خبرې کوي، کېدای شي، له يوې نه زياتې مورنۍ ژبې ولري او په دې ډول دوه ژبي يا څو ژبي وي. د دې په مقابل کې دويمه ژبه هغه ژبه ده، چې يو څوک پرې له خپلې لومړۍ ژبې پرته خبرې کوي.
دې ته ورته مفهوم دوه ژبيزتوب دی. يو تعريف يې دا دی چې يو څوک هغه مهال دوه ژبيز دی ،کله چې دوی په دوو ژبو کې په برابر ډول واکمن وي. هغه څوک چې په هسپانوي ژبه خبرې کوي او ستر شي او بيا په څلورو کلونو کې انګليسي ژبه زده کوي، دوی دوه ژبي دي، خو يوازې هغه مهال کله چې دوی په دواړو ژبو کې مساوي رواني ولري. پرل او لمبرت لومړي هغه څوک و چې، يوازې «برابر/مساوي» دوه ژبي يې ازمېښت کړل، دا معنا چې يو ماشوم په بشپړ ډول په دوو ژبو کې روان دی او احساس کوي چې، يوه يې هم «اصلي» ژبه نه ده، ځکه په دواړو بشپړ پوهېږي. په دې څېړنه کې موندل شوې ده چې:
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Page needed
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)