هو چی مین | |
---|---|
(ويتنامي: Hồ Chí Minh) | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (ويتنامي: Nguyễn Sinh Cung) |
پيدايښت | ۱۹ مې ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
مړینه | 2 سپټمبر 1969 (79 کاله)[۱۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹] هانوی |
د مړینې لامل | زړه نابری |
استوګنځای | هانوی |
تابعیت | شمالي ويتنام ویتنام فرانسوي هند او چين |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال شاعر سياستوال خبريال پوځي ځواک |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي فرانسوي روسي |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه د هندوچین لومړۍ جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هو چی مین (۱۹ مۍ ۱۸۹۰ – ۲ سپټمبر ۱۹۶۹ زکال) ویتنامي انقلابي او دولت چلونکی و چې په زیږون کې یې نوم نګوین سین شانګ و او همدارنګه د نګوین تات نان، نګوین آی کوش، باش هو، Người cha dân tộc (د وګړو پلار) نومونو یا په ساده ډول د باش (کاکا) په نوم پېژندل کېده. نوموړي له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت د لومړي وزیر او له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې یې د یاد هېواد د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. له آیدیالوژیک پلوه مارکسېست – لینینست و، چې د ویتنام د کارګر ګوند د مشر او لومړي منشي په توګه یې خدمت وکړ.[۱۳][۱۴][۱۵]
هوچي مین د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې وزېږېد. نوموړي له ۱۹۴۱ ز کال وروسته د ویت مین خپلواکي غوښتونکی خوځښت رهبري کړ. په پیل کې دا د ټولو ګوندونو اړوند چترۍ ډوله ډله وه چې د ویتنام د خپلواکۍ لپاره یې جګړه کوله، خو کمونېست ګوند له ۱۹۴۵ زکال وروسته اکثریت ترلاسه کړ. هو چی مین په ۱۹۴۵ زکال کې د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت رهبري وکړه، په ۱۹۵۴ زکال کې یې په دین پین فو جګړه کې فرانسوي اتحادیې ته ماته ورکړه، د هندوچین لومړۍ جګړه یې پای ته ورسوله ،چې په پای کې یې ویتنام ووېشل شو چې له مخې یې شمالي ویتنام د کمونېستاتو ترواکمنۍ لاندې پاتې شو. هغه د ویتنام د جګړې پر مهال چې له ۱۹۵۵ زکال څخه یې تر ۱۹۷۵ زکال پورې دوام درلود، د ویتنام د خلکو د پوځ او وینت کانګ د ځواکونو له مخکښو څېرو و. هو په ۱۹۶۵ زکال کې په رسمي ډول د روغتیايي ستونزو له امله واک پرېښود او په ۱۹۶۹ زکال کې مړ شو.. شمالي ویتنام بالاخره د سویلي ویتنام او د هغو د متحدینو پر وړاندې بریالی شو او په رسمي ډول په ۱۹۷۶ زکال کې یو موټی شو. د سویلي ویتنام پخوانۍ پلازمېنه سایګون د هغه په ویاړ د هو چی مین په نوم ونومول شوه.
واک ته د نوموړي له رسېدو وړاندې، د هغه د ژوندانه جزئیات نامعلوم دي. هغه له ۵۰ څخه تر ۲۰۰ مستعارو نومونو څخه ګټنه کړې. د هغه د زیږون او د ژوندانه د لومړیو اړوند اطلاعات معلوم نه دي او د علمي بحثونو موضوع ګرځېدلي. لږ تر لږه د نومونو، تاریخونو، ځایونو او نورو حقایقو پر بنسټ د هغه څلور رسمي ژوند لیکونه شته دي، په داسې حال کې چې غیر رسمي ژوند لیکونه یې په پراخه کچه توپیر لري.[۱۶][۱۷][۱۸]
په سیاستوالۍ سربېره، نوموړی لیکوال، شاعر او خبریال هم و. هغه بې شمېره کتابونه، مقالې او اشعار په چینايي، ویتنامي او فرانسوي ژبو لیکلي دي.
هوچی مین د نګوین سین شانګ په اصلي نوم په ۱۸۹۰ زکال کې د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې د خپلې مور په کلي هوانګ ترو کې (لانګ سن ته د نږدې سیمه ئیز معبد نوم و) وزېږید. په داسې حال کې چې په ۱۸۹۰ زکال په بشپړه توګه د هغه د زیږون د کال په توګه منل شوې، خو په بېلابېلو مهالونو کې هغه د زېږون له څلورو نورو کلونو هم ګټنه کړې: ۱۸۹۱، ۱۸۹۲، ۱۸۹۴، ۱۸۹۵ زکال. له ۱۸۹۵ زکال وروسته، هغه د خپل پلار په کلي نګوین سین ساش (نګین سین های)، لانګ سن، کیم لین، نام دان او نا آن ولایت کې را لوی شو. هغه درې وروڼه او خویندې لرلې: خور یې باش لین (نګوین تی تان) د فرانسې د پوځ کارکوونکې وه، ورور یې نګوین سین خیم (نګوین تات دات) بوټی پېژندونکی او دودیز یوناني حکیم و، بل ورور یې (نګوین سین نهوآن) په ماشومتوب کې مړ شو. د یو نوي رالوی شوي ماشوم په توګه شان (هو) د خپل پلار او د نام وونګ توش دو په نوم ښوونکي سره درس ولوست. هغه په چټکی سره د چیني خط لیکل چې د کنفوشیونېزم د لوستلو په موخه اړین و، زده کړل او همدارنګه یې د ویتنامي لیکل هم ورسره زده کړل. هغه په زده کړو سربېره د کاغذ باد د پورته کولو او کب نیولو سره مینه لرله. د کنفوشیونېزم له عنعنو څخه په پیروي، پلار یې په ۱۰ کلنۍ کې په هغه نوی نوم نګوین تات تان (تربیه شوی نګوین) کېښود.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د هغه پلار د کنفوشیوزم عالم او ښوونکی و چې وروسته د بین خه په نامه په لرې پرتې کوچنۍ سیمه کې سلطنتي قاضي وټاکل شو. هغه له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له امله هغه مهال یوه رتبه را ښکته کړای شو، کله چې یو سیمه ییز بانفوذه مشر د ده له خوا د سرغړونو له امله ۱۰۲ قمچینې وخوړې او بیا اووه ورځې وروسته مړ شو. د هغه پلار د سترواکي په اداري تشریفاتو کې د خدمت وړ و، خو له دې امله چې نه یې غوښتل، فرانسویانو ته خدمت وکړي، له هغو یې ډډه وکړه. دغې چارې تان (هو) په کم عمر کې بغاوت ته وهڅاوه او داسې ښکارېده چې دا د دغه ایالت لپاره یوه عادي موضوع وه. په دې سره هغه د فرانسوي زده کړې وکړې او د هوئه په کوش هوش کالج (لیسې یا عالي لیسې) کې زده کړې وکړې. د هغه ملګري فام وان دونګ او وو ګوین جیاپ و. همدارنګه په دغه ښوونځي کې د سویلي ویتنام راتلونکي ولسمشر او دهغه سیاسي سیال نګو دین دیم هم زده کړې کولې. [۲۵][۲۶]
د جینوا هوکړه په ۱۹۵۴ زکال د فرانسې او ویت مین ترمنځ وشوه او دویم ځواک ته یې اجازه ورکړه څو په شمال کې راغونډ شي په داسې حال کې چې کمونېزم ضد ډلې په سویل کې ځای پر ځای شوې وې. د هغه د ویتنام دیموکراتیک جموریت هانوي ته ولېږدول شو او د شمالي ویتنام په نامه د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې په یو ګوندي دولت واوښت. د جینوا له توافقاتو وروسته په پام کې وه یوه ۳۰۰ ورځنۍ دوره شتون ولري او وګړي وکولای شي په آزادنه توګه د ویتنام د دوه سیمو ترمنځ چې وروسته د شمالي او جنوبي ویتنام په نومونو وپېژندل شوې، تګ راتګ وکړي. په دغو ۳۰۰ ورځو کې دیم او د امریکا د استخباراتي ادارې سلاکار ډګروال ادوارد لنزدیل یو کمپاین پیل کړ او خلک یې هڅول سویلي ویتنام ته کډه وکړي. دغه کمپاین په ځانګړي ډول په ویتنامي کاتولیکانو تمرکز درلود او هڅه یې کوله د دیم د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې په دغه شعار چې «خدای سوېل ته تللی» د هغه د واک ځایګی وساتي. له ۸۰۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰۰ وګړي سوېل ته کډه شول چې ډېری یې کاتولیک و. د ۱۹۵۵ زکال په پیل کې د فرانسي هندوچین منحل شول او په سوېل کې د دیم لنډ مهالی کنټرول پاتې شو. [۲۷][۲۸]
په جینوا کې ټولو ګوندونو د بیاځلي یوځای کېدو په موخه د ټاکنو غوښتنه وکړه، خو وه یې نشو کولای د جزئیاتو پر سر هوکړې ته ورسېږي. فام وان دونګ چې په وروستیو کې په ویت مین کې د بهرنیو چارو وزارت د واکیال په توګه ټاکل شوی و، وړاندیز یې وکړ چې ټاکنې د «یو سیمه ېیز کمیسیون» تر واکمنۍ لاندې ترسره شي. متحده ایالاتو د بریتانیا او ویتنام ته د اړوندو هېوادونو لاوس او کمبودیا پر ملاتړ د ملګرو ملتونو د څارنې وړاندېز وکړ. دغه طرح د شوروي اتحاد د استازي ویاچسلاو مولوتوف له خوا چې د داسې کمیسیون د جوړېدو وړاندېز یې کړی و چې په مساوي توګه کمونیستي او غیر کمونیستي غړي یې لرل؛ رد شو. مذاکره کوونکو ونشو کولای د بیاځلي یووالي په موخه د ټاکنو د ترسره کېدو د کره نېټې پر سر هوکړې ته ورسېږي. شمالي ویتنام استدلال وکړ چې ټاکنې باید له اوربند وروسته شپږو میاشتو په اوږدو کې ترسره شي، په داسې حال کې چې لویدیځ متحدین د دې په لټه کې و چې ټاکنو ته ضرب الاجل وټاکل شي. مولوتوف د ۱۹۵۵ زکال د جون میاشتې وړاندیز وکړ، وروسته یې د دغه کار لپاره د ۱۹۵۵ زکال هر مهال غوره باله، خو په پای کې د ۱۹۵۶ زکال په جولای میاشت کې هوکړې ته ورسېدل. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)