پاکستان او د ډله ييزو وژنو وسلې

پاکستان د هستوي وسلو درلودونکو نهو هېوادونو څخه يو دی. پاکستان د لمړي وزير ذولفقار علي بهټو په مشرۍ د 1972ز کال د جنورۍ په مياشت کې د هستوي وسلو په جوړولو پيل وکړ، چا چې دا پروګرام د پاکستان د اتومي انرژۍ د کميسیون (PAEC) رئیس منير احمد خان ته له دې ژمنتيا سره سپارلی و چې د 1976ز کال تر پايه پورې دا وسيله چمتو کړي. له دې امله چې PAEC، کوم چې د ريکټر د فيزيکپوه منير احمد خان تر مشرۍ لاندې له شلو زياتو لابراتوارونو او پروژو څخه جوړ و، له دې جدول څخه وروسته پاتې کېدو او د ټوټه کېدونکو موادو (انشطاري مواد) په تولید کې د پام وړ ستونزو سره مخ و، یو ميټالرجست (د فلزاتو متخصص) عبدالقدير خان، چې د Urenco لپاره يې د «سينټريفيوج» (centrifuge  د مايعاتو او ګازاتو جلا کونکې يوه وسيله يا لابراتوار دی) پر غني کولو کار کاوه، د 1974ز کال تر پای پورې د بهټو د ادارې په حکم له دې پروګرام سره یوځای شو. لکه چې «هيوسټن ووډ» يې يادونه کړې، "د هستوي وسلو په جوړولو کې تر ټولو ستونزمن پړاو د ټوټه کېدونکو موادو جوړول دي"؛ د کهوټه د پروژې د مشر په توګه د ټوټه کېدونکو موادو په چمتو کولو کې دا کار د پاکستان لپاره ډېر مهم و، تر څو د 1984ز کال تر پای پورې د هستوي وسلو د چاودنې تر سره کولو وړتيا پيدا کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د کهوټه پروژې د همغږۍ د يو پلاوي تر څارنې لاندې پيل شوه، چې د KRL او PAEC د فعاليتونو څارنه يې کوله. دا پلاوی له افتاب غلام نبي قاضي (عمومي منشي، ماليه)، غلام اسحاق خان (عمومي منشي، دفاع)، او اغا شاهي (عمومي منشي، بهرنۍ چارې) څخه جوړ و، او نېغ په نېغه يې بهوټو ته راپور ورکاوه. غلام اسحاق خان او جنرال ټکا خان تورن جنرال علي نواب پر دې پروګرام د درجه بندۍ د انجنير په توګه وټاکه. د 1978ز کال د اپريل تر مياشتې، په KRL کې د ټوټه کېدونکو موادو د توليد لپاره د منځنۍ کچې یورانيمو غني کولو هدف تر لاسه شو. بالاخره، د ولشمسر جنرال محمد ضياء الحق په اداره کې د څارنې دنده ډګر جنرال زاهد علي اکبر خان ته وسپارل شوه.[۸][۹][۱۰]

د پاکستان له خوا د هستوي وسلو جوړول، په 1971ز کال کې د بنګله دېش د ازادۍ په جګړه کې د ختيځ پاکستان له لاسه ورکولو ته غبرګون و. بهوټو د 1972ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه د لوړ پوړو ساينسپوهانو او انجنيرانو ناسته راوغوښته. بهوټو د دې پروګرام بنسټيز جوړونکی و، او همدا ځای و چې بهوټو د هستوي وسلو پروګرام ترتيب کړ او د پاکستان علمي ساينسپوهان يې د ملي بقا په موخه په درې کلونو کې د اتومي بم د جوړولو لپاره سره راغوند کړل.[۱۱][۱۲][۱۳]

په دې ناسته کې، بهوټو همدا راز منير احمد خان د PAEC د رئيس په توګه وټاکه، چا چې تر هغه وخته د اتريش په ويانا کې د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې (IAEA) د هستوي انرژۍ او ريکټر برخه کې د رئيس په توګه کار کاوه. د 1972ز کال د ديسمبر په مياشت کې، عبدالسلام د نظري فيزيک د ډلې (TPG) د جوړولو مشري وکړه، په دې ډول چې په ICTP کې کار کونکي ساينسپوهان يې منير احمد خان ته د راپور ورکولو لپاره راوغوښتل. دا د پاکستان د هستوي وېرولو د وړتيا تر لاسه کولو پيل وګرځېد. د هندوستان د ناڅاپي هستوي ازموينې څخه وروسته، کومې ته چې په 1974ز کال کې د «خنديدونکی بودا» کوډ نوم ورکړل شوی و، او کوم چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي پنځو غړيو څخه دباندې لومړی هېواد و چې لومړۍ تايید شوې هستوي تجربه يې کړې وه، په دې سره د هستوي وسلو د جوړولو موخه کې د پام وړ انګېزه پیدا شوه.[۱۴]

بالاخره، د 1998ز کال د مۍ د مياشتې په اته ويشتمه نېټه، د هندوستان د دويمې هستوي تجربې (شکتي عمليات) څخه څو اونۍ وروسته، پاکستان د بلوچستان ايالت د چاغي ولسوالۍ په «راس کوه» غرونو کې پنځه هستوي وسلې وچاودولې. پاکستان دې ته د چاغي-1 نوم ورکړ، دا ځای تر ځمکې لاندې د وسپنې-فولادو تونل و چې د 1980ز لسيزې په اوږدو کې ايالتي پوځي واکمن جنرال رحيم الدین خان له اوږدې مودې راهيسې جوړ کړی و. د پاکستان د اتومي انرژۍ کميسیون راپور ورکړ چې د مۍ په اته ويشتمه نېټه پنځه هستوي ازموينو د ريختر په درجه 5.0 درجې زلزلزله يي اشارې توليد کړې، چې د هغې ټولټال توليد 40 KT (له TNT سره برابر) پورې و. ډاکټر عبدالقدير خان ادعا وکړه چې دې پنځو وسيلو کې يوه يې د چاودنې پياوړې شوې وسيله وه، او پاتې څلور يې له کيلو ټن څخه کمې وسيلې وې. د پاکستان وروستۍ تجربه په شګلن خاران سارا کې د چاغي- II تر کوډ نوم لاندې تر سره شوه، دا هم په بلوچستان کې وه، چې د 1998ز کال د مۍ په دېرشمه تر سره شوه. د پاکستان د ټوټه کېدونکو موادو (چاودېدونکو توکو) توليد په نيلور، کهوټه او خوشاب هستوي کمپلکسونو کې تر سره کېږي، چېرته چې د وسلو د درجې پلاټونیم تصفيه شوي دي. په دې ډول پاکستان د نړۍ اوم هېواد وګرځېد چې په بريالیتوب سره يې هستوي وسلې چمتو او وازمايلې، سره له دې چې د عبدالقدير خان له خوا جنرال ضياء ته يو استول شوي ليک تر مخې، لا دمخه په 1984ز کال کې KRL د ډېرو غني شويو يورانيمو په استعمال سره د هستوي بم د چاودولو وړتيا تر لاسه کړې وه، ځکه چې په KRL کې هماغه مهال ټوټه کېدونکي توکي توليد شوي و.[۱۵][۱۶][۱۷]

تاريخ

په 1947ز کال کې د هندوستان له وېش وروسته، پاکستان او هندوستان د جمو او کشمير د لانجمنې سيمې په ګډون په ګڼو موضوعاتو کې اختلاف لري. له هندوستان، افغانستان او پخواني شوروي اتحاد سره کړکېچنې اړيکې، د خپل دفاعي او انرژۍ د ستراتيژيو د برخې په توګه د هستوي ځواک د ګرځېدو لپاره د پاکستان انګېزه تشريح کوي.[۱۸][۱۹]

د وسلې نه درلودلو ابتدايي تګلاره

د 1953ز کال د ديسمبر په اتمه نېټه، پاکستانيو رسنيو د متحده ايالاتو اتومونه د سولې لپاره د نوښتونو هرکلی وکړ، له کوم څخه وروسته چې په 1956ز کال کې د پاکستان د اتومي انرژۍ د کميسيون (PAEC) د جوړېدو پروسه پيل شوه. په 1953ز کال کې، د بهرنيو چارو وزير محمد ظفر الله خان په څرګند ډول وويل چې "پاکستان د اتومي بمونو په اړوند کومه تګلاره نه لري". له دې اعلان وروسته، د 1955ز کال د اګست د مياشتې په يوولسمه نېټه، متحده ايالات او پاکستان د هستوي انرژۍ د سوله ييزو موخو او صنعت لپاره کارولو په اړوند يو تفاهم ته ورسېدل، په کوم کې چې د 350000 امريکايي ډالرو په لګښت د حوض په بڼه يو ريکټر هم شامل و. له 1971ز کال مخکې، د پاکستان هستوي پرمختګ سوله ييز و، خو په عين حال کې د هندوستان په وړاندې یو اغېزناک خنډ هم و، ځکه خو په 1995ز کال کې بی نظير بهټو هم دوام ورکړ. د پاکستان د هستوي انرژۍ پروګرام د PAEC له جوړېدو وروسته په 1956ز کال کې جوړ او پيل شوی و. پاکستان د امريکا ولسمشر «ايزنهاور» د سولې لپاره اتومونو په پروګرام کې ګډونوال شو. د PAEC لومړی رئیس ډاکټر نذير احمد و. که څه هم په 1960ز لسيزه کې ګڼو چارواکو او لوړ پوړو ساينسپوهانو د هستوي وسلو د جوړولو وړانديزونه کړي وو، پاکستان له 1956 څخه تر 1971ز کال پورې د هستوي وسلو د نه شتون جدي تګلاره تعقيب کړه، لکه چې د عشرت حسين عثماني تر مشرۍ لاندې PAEC هېڅ داسې هڅې ونه کړې چې د هستوي وسلې د فعال پروګرام د موخو لپاره د هستوي سون توکو جريان ټيکنالوژي تر لاسه کړي.[۲۰][۲۱]

په 1961ز کال کې، PAEC په لاهور کې یو معدني مرکز جوړ کړ، او په همدې ډول يې يو کثير الرشتوي مرکز د ختيځ پاکستان په ډاکه کې جوړ کړ. اساسي څېړنيز کار په دې دوه مرکزونو کې پيل شوی و.

تر ټولو لومړی کار د يورانیمو لټون و. دا له 1960 څخه تر 1963ز کال پورې نږدې د درې کلونو پورې روانه چاره وه. د یورانیم زېرمې وموندل شوې، او PAEC ته لومړۍ ملي جايزه ورکړل شوه. همدا کال د يورانيمو د را ايستلو کار پیل شو. ډاکټر عبدالسلام او ډاکتر عشرت حسين عثماني هم ډېر ساينسپوهان د هستوي ټيکنالوژۍ او هستوي ريکټر ټيکنالوژۍ په برخه کې د دوکتورا د سندونو تر لاسه کولو لپاره واستول. د 1965ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير ذولفقار علي بهوټو ويانا ته سفر وکړ، چېرته چې هغه د IAEA له هستوي انجنير منير احمد خان سره وليدل، او خان بهوټو ته د هندوستان د هستوي پروګرام د وضعيت په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې

  1. Weissman, Steve R. and Herbert Krosney, The Islamic Bomb. New York: Times Book). 1981: page 45.
  2. Chakma, Bhumitra, pg 42, The Politics of Nuclear Weapons in South Asia, Ashgate Publishing Company, Burlington, VT, USA, 2011
  3. A. Q. Khan (January 19, 2015). "An indomitable man". The News International. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Chaudhry, MA (10 June 2006) . "Pakistan's Nuclear History: Separating Myth from Reality". Posted by A. Gill. مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۳ – عبر Owl's Tree. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wood, Houston; Glasser, Alexander; Kemp, Scott (September 2008). "The gas centrifuge and nuclear weapons proliferation". Physics Today. 61 (9): 40–45. Bibcode:2008PhT....61i..40W. doi:10.1063/1.2982121. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Levy, Adrian and Catherine Scott-Clark, Deception: Pakistan, the United States, and the Secret Trade in Nuclear Weapons. New York. Walker Publishing Company. 1977: page 112. Print.
  7. A. Q. Khan (May 26, 2014). "A historic day (Part - I)". The News International. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. A. Q. Khan (January 26, 2015). "An indomitable man (Part - II)". The News International. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. A. Q. Khan (July 11, 2011). "Defenders of Pakistan". The News International. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 4 August 2014 باندې). Unsung heroes. The News International.
  11. کينډۍ:Harvtxt
  12. کينډۍ:Harvtxt
  13. "Bhutto was father of Pakistan's nuclear weapons programme". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ahmad, Mansoor; Shabbir, Usman; Khan, Syed Ahmad H (2006). "Multan Conference January 1972: The Birth of Pakistan's Nuclear Weapons Program". Pakistan Military Consortium. Islamabad, Pakistan. 1 (1): 16. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Pakistan Nuclear Weapons". مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Levy, Adrian and Catherine Scott-Clark, Deception: Pakistan, the United States, and the Secret Trade in Nuclear Weapons. New York. Walker Publishing Company. 1977: page 112. Print.
  17. A. Q. Khan (May 26, 2014). "A historic day (Part - I)". The News International. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 20 April 1995 باندې). N-deterrent vital to security, says PM Benazir Bhutto.
  19. Ganguly, Šumit; Kapur, S. Paul (2010). India, Pakistan, and the bomb debating nuclear stability in South Asia. New York: Columbia University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231512824. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Kapur, Ashok; U.N. Media release (8 December 1953). "Origins and Early history of Pakistan's cover nuclear development" (PDF). Atom for Peace: Eisenhowever's UN Speech. New York, United States: New York: Croom Helm, 1987). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . . Resources obtained from Shahid-ur-Rehman, "Z.A. Bhutto, A Man in Hurry for the Bomb," Long Road to Chagai, (Islamabad: 1999, Print Wise Publication), p. 22.. NTI Pakistan Overview (1950s activities)