په ۱۵۹۲ – ۱۵۹۸ ز کلونو کې په کوریا د جاپانیانو یرغلونه یا د ایمجین جګړه دوه جلا ،خو په یو بل پورې تړل شوي یرغلونه وو: لومړی برید (د ایمجین ګډوډي) په ۱۵۹۲ ز کال کې پېښ شو، په ۱۵۹۶ ز کال کې یو لنډ اوربند وشو او په ۱۵۹۷ ز کال کې بیا دویم برید (چونګیو جګړه) ترسره شو. دا جګړه په ۱۵۹۸ ز کال کې د کوریا په سویلي ولایتونو کې له پوځي کړکېچ وروسته د کوریا له شبه جزیرې نه د جاپاني ځواکونو په وتلو سره پای ته ورسېده.[۱][۲][۳]
دا بریدونه د تویوتومي هیدیوشي په وسیله د کوریا شبه الجزیرې او چین د فتح کولو په موخه پیل شول، چې په ترتیب سره د جوزون او مینګ سلطنتونو په وسیله اداره کېدل. جاپان په چټکۍ سره د کوريا شبه الجزیرې د لويې برخې په نيولو کې بريالی شو، خو د مينګ د تقویتي مرستې او دغه راز د چوسون سمندري ځواکونو (د یيسونسین په مشرۍ) له خوا د لوېديځو او جنوبي ساحلونو په اوږدو کې د جاپاني اکمالاتي بېړيو ګډوډول د دې لامل شو، چې جاپاني ځواکونه دې ته اړ کړي، ترڅو له پیونګ یانګ او شمالي ولایتونو نه جنوب ته د بوسان او شاوخوا سیمو ته ووځي. تر دې وروسته د نیکو لښکرو (د چوسون ملکي ملیشو) په وسیله د جاپانیانو په وړاندې چریکي جګړه پیل شوه او د اکمالاتو ستونزې، چې دواړو خواوې يې له ستونزو سره مخ کړې هېڅ یو یې هم په دې و نه توانېد، چې بریالي برید وکړي او یا کومه اضافي سیمه ترلاسه کړي، چې په پایله کې د پوځي خنډ رامنځته کېدو لامل شو. د یرغل لومړي پړاو له ۱۵۹۲ ز کال نه تر ۱۵۹۶ ز کاله پورې دوام وکړ او په پایله کې د ۱۵۹۶ او ۱۵۹۷ ز کلونو ترمنځ د جاپان او مینګ ترمنځ د سولې ناکام مذاکرات ترسره شول.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په ۱۵۹۷ ز کال کې جاپان د دویم ځل لپاره پر کوریا برید وکړ. د دویم یرغل بېلګه په پراخه کچه د لومړي برید منعکسونکې بېلګه وه. جاپانيانو په ځمکه کې لومړني برياليتوبونه درلودل، څو ښارونه او کلاګانې يې ونيولې، خو د شبه الجزیرې جنوبي ساحلي سيمو کې شاتګ ته اړ شول. په دې توګه د مینګ او جوسون تعقیبي ځواکونه ونه توانیدل، چې په سویلي ساحلي سیمو کې ځای په ځای شوي جاپانیان له خپلو پاتې کلاګانو نه وباسي او په دې توګه دواړه خواوې دې سیمو بیا په لس میاشتنۍ پوځي کړکېچ کې بندې شوې.[۱۲][۱۳][۱۴]
په ۱۵۹۸ ز کال کې د تویوتومي هیدیوشي له مړینې سره، په ځمکه کې محدود پرمختګ او د جوسون سمندریزو ځواکونو له خوا د اکمالاتو اړوند لاینونو کې دوامداره ګډوډۍ په اساس د جاپان نوي پنځه کسیزه حاکمانو له خوا په کوریا کې جاپاني ځواکونو ته امر وشو، چې بېرته جاپان ته شاتګ وکړي. تر دې وروسته د دواړو خواوو تر منځ د سولې وروستي مذاکرات ترسره شول او څو کاله یې دوام وکړ چې بالاخره د اړیکو د عادي کېدو لامل شو.[۱۵]
په ۱۳۹۲ ز کال کې جنرال یي سیونګي د یوې بریالۍ کودتا په مشري کولو سره کوریا کې له یوګوریو نه سیاسي واک ترلاسه کړ. د یي سیونګي پیروانو هغه دې ته اړ کړ، چې د جوسون تایجو (Taejo of Joseon) په توګه پاچهۍ تر لاسه کړي او په دې توګه یې یوه نوې سلسله رامنځته کړه. شاهي وینې نشتوالي له امله د خپلې واکمنۍ لپاره د توجیې موندلو په لټه کې، نوی رژیم د چین له خوا په رسمیت وپیژندل شو او د جنت قوماندې "Mandate Heaven" په شرایطو له مخې د چین سترواکي مالیاتي سیستم سره یو ځای شو له امپریالي چینایي سیسټم سره یوځای شول. د دې مرستندویه سیسټم په اوږدو کې، چین اصلي رول یا د لوی ورور "Big Brother" رول په غاړه واخیست او کوریا د وړو ایالتونو په منځ کې تر ټولو لوړ مقام ترلاسه کړ، چې د فرعي رول «کوچنی ورور» ونډه دی او د هغه په لړ کې د ریوکیو سلطنت، لان ژانګ، دای ویت، د ایوتیا سلطنت په څیر هېوادونه هم شاملېدل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
په ۱۴۰۲ ز کال کې، جاپاني شوګون اشیکاګایوشیمیتسو (سره له دې چې د جاپان سترواک نه و) د چین سترواک له خوا د «جاپان پاچا» لقب ترلاسه کړ او د دې لقب له لارې یې په ۱۴۰۴ز کال کې په مشابه توګه د امپراطورۍ په تربیوي سیستم کې یو موقف ومانه. دا اړیکې په ۱۴۰۸ز کال کې پای ته ورسېدې. کله چې جاپان د کوریا په ضد داسې پرېکړه وکړه، چې د چین د سیمه ایز تسلط په رسمیت پېژندل پای ته ورسوي او نور د هر ډول احترام کولو ماموریتونه لغوه کړل. له چین سره د هر ډول اقتصادي تبادلې لپاره د مرستو په سیستم کې غړیتوب یو شرط و، جاپان له دې سیستم نه په وتلو سره له چین هېواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې. [۲۵][۲۶]
زر کاله مخکې د چین د سوی او تانګ سترواکیو د کوریا له درېیو سلطنتونو سره پېچلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لرلې. له بلې خوا د چین مينګ له جوسون سره نږدې سوداګريزې او ډيپلوماټيکې اړيکې درلودې، چې د سترواکۍ د رياست په سيستم کې مدغم پاتې شو، خو له جاپان نه يې هم باج او سوداګري ترلاسه کړه. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
د چین مینګ او د کوریا جوسون له یو بل سره ډېر مشترکات لري. دواړه د یوان کورنۍ له پای ته رسېدو وروسته د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې راڅرګند شول، په ټولنه کې د کنفوسیوس ارمانونه یې ومنل او دواړه له ورته ګواښونو (د ژورچن او ووکو بریدګرو) سره مخ شول. دواړو د داخلي سیاسي ډلو سیالي درلوده، چې د جګړې نه مخکې او د جګړې په لړ کې د دوی په پریکړو یې اغېزه کاوه. د نږدې سوداګرۍ او مشترکو دښمنانو له امله، جوسون او مینګ په خپل منځ کې یو دوستانه ائتلاف درلود. [۳۱][۳۲][۳۳]
تویوتومي هیدیوشي خپله اردو په ناګویا کلا کې بسیج او راټوله کړه، دا کلا د کیوشو په زاړه هیزین ولایت کې موقعیت لري، چې یوازې د اشغالګرو ځواکونو او اړوند زېرمو د استوګنې په موخه نوې جوړه شوې وه،چې اوس هېڅ اصلي جوړښت یې نه دی پاتې، خو د کلا ویجاړ شوي بنسټونه د چینزي په پخواني ښارګوټي کې پاتې دي او اوس د ساګا پریفیکچر کې د کاراتسو ښار یوه برخه ده. په لومړي برید کې نهه فرقې شاملې وې او په ټولیزه توګه ۱۵۸،۸۰۰ نفره په کې شامل و. جاپانیانو په ټوله جګړه کې ۳۲۰۰۰۰ سرتیرو نه کار واخیست. [۳۴][۳۵][۳۶]
له بلې خوا، جوسون یوازې یو څو پوځي واحدونه لری، چې هېڅ ډول ساحوي اردو یې نه لره او دفاع یې په بېړني حالت کې د ملکي سرتیرو په بسیج کولو پورې تړاو درلود. چوسون د لومړي یرغل په لړ کې ټولیزه توګه ۸۴۵۰۰ عادي او منظم سرتیري په ټول هېواد کې ځای پر ځای کړل، چې د ۲۲۰۰۰ نامنظمه رضاکارانو په وسیله یې مرسته کېدله. په کوریا کې د جګړې په وخت د مینګ پوځیانو شمېر هیڅکله په هېڅ ځای کې له ۶۰.۰۰۰ نه ډېر سرتیري نه و. د جګړې په لړ کې مینګ په ټولیزه توګه ۱۶۶،۷۰۰ پوځیان واستول او ۱۷ میلیونه لیانګ (چې د مینګ سترواکۍ د نیم کال عواید کېږي) په ارزښت سپین زر او تجهیزات یې کوریا ته واستول. [۳۷][۳۸][۳۹]
په وچه کې د جاپانيانو د مخکښوالي برعکس کوریایانو په سمندر کې ډېره برتري درلوده. د توپخانې او د کښتۍ جوړولو اړوند پرمختللې ټیکنالوژۍ له امله او د پراخ سمندري تاریخ په اساس د جاپاني سمندري غلو په وړاندې د کوریا سمندري ځواکونو خورا پرمختللې او قوي کښتۍ ځای په ځای کړې. د جاپان د یرغل په وخت کې کوریا د پانوکسین په توګه کار کاوه او له یوې پیاوړې خټین ډوله بېړۍ نه یې کار واخیست، چې په توپ سمباله وه او ډېرې جاپاني کښتۍ یې له منځه یووړلې. د کوریا سمندري ځواک د کوریا اړوند شبه الجزیرې په لوېدیځ ساحل کې د جاپاني لوجستیکي شبکې د ګډوډولو لپاره خپله دا سمندري برتري وکاروله. په دې توګه دې ګټې د جاپان په وړتیا اغېزه ونه کړه، چې د جاپان له سوشیما نه د کوریا په بوسان کې د اکمالاتي لارې په وسیله خپل پوځونه په دوامداره توګه پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه کله چې په نږدې سیمه کې د کوریا سمندري اډې د جاپاني ځمکنیو ځواکونو له خوا خنثی شوې. د یيسنسین په مشرۍ د کوریا سمندري ځواکونه به شاتګ وکړ او د جیولا ولایت په شمالي پولو کې بېرته ځای پرځای شول. په داسې حال کې چې کوریایي ځواکونه نه شي کولای په بشپړ ډول د جاپانیانو د پیاوړتیا مخه ونیسي، د کوریا سمندري ځواکونو د جګړې په ټوله موده کې د جاپاني اکمالاتي بېړیو ځورولو او زیان اړولو ته دوام ورکړ.
لکه څنګه چې په حقیقت کې د جګړې په لومړي پړاو کې ټولو جاپاني کښتیو توپخانې نه درلودې، کوریایي کښتیو د جاپاني توپکونو، تیرونو او منجنیقونو له برخې نه بهر معافیت سره د جاپاني کښتیو په شاوخوا بمباري وکړه.کله چې جاپانیانو هڅه کوله، چې خپلې کښتۍ په توپونو سمبال کړي د دوی د سپک وزن کښتۍ اړوند ډیزاین په هره کښتۍ کې د څو فرونده توپونو نه ډېرو کارول منع و او دې کښتیو معمولاً د خپلو کوریایی سیالانو د اور وژنې ځواک نه درلود. جاپانیانو د خپلو بیړیو د پیاوړې کولو لپاره په دې یرغل کې د پرتګالي دوه ګیلون کارولو په فکر و. د اغیزمنو سمندري وسلو نشتوالي سربېره، زیاتره جاپاني کښتۍ هغه ترمیم شوې سوداګریزه کښتۍ وې، چې د توپخانې اړوند وسلو په پرتله د سرتیرو او تجهیزاتو د لېږد لپاره ډېرې مناسبې وې.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) "Korean and Chinese forces were able to hold off the Japanese troops and confine the fighting to the southern provinces."
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه] "His naval victories were to prove decisive in the Japanese defeat, although Yi was to die during his final battle in 1598."
Just as a complete Japanese victory appeared imminent, Admiral Yi entered the war and quickly turned the tide.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) "The righteous armies that appeared in 1592 smashed the local rule distributed across Korea's eight provinces by the Japanese military. The righteous army activities were one of the most important factors for the frustration of the Toyotomi regime's ambition to subjugate Ming China and extend dominion over Korea."
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) "Tribute trade was the oldest and most important component of the trade structure, not for its volume or content, but for its symbolism. Japanese brought items to "offer" to Korea and received in exchange "gifts" of higher value, since Korea was a greater land receiving supplicants. Koreans viewed tribute trade as a "burden" and a favor extended to needy islanders; the significance was diplomatic not economic."
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)