افغان ډیاسپورا ؛ هغو افغان وګړو ته ویل کېږي چې له افغانستان څخه بهر ژوند او کار کوي. په دغو کې هغه افغان وګړي شاملېږي چې نورو هېوادونو ته کډوال شوي. د دغو ډیاسپورا ډېره کچه په ۱۹۷۹ ز کال کې د افغان ـ شوروي جګړې له پیل وروسته، د افغان کډوالو د شمېر په زیاتوالي رامنځته شوه، چې ګڼ شمېر یې د لنډ مهال لپاره په پاکستان او ایران کې مېشت شول. [۱][۲][۳]
افغانستان ته د نږدې سیمو څخه هاخوا، د افغان وګړو لویې او پخوانۍ ټولنې په جرمني کې شتون لري، نورې لویې ټولنې یې په متحده ایالاتو، عربي متحده اماراتو، روسیې، ترکیې، کاناډا، بریتانیا، سویډن، هالنډ، اسټرالیا او اطریش کې هم شته. یو شمېر یې ان د هغو هېوادونو وګړي ګرځېدلي، چېرې چې دوی مېشت دي، په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو، کاناډا، جرمني، اسټرالیا او نیوزلنډ کې. په متحده ایالاتو کې هغه افغانان چې لا د متحده ایالاتو وګړي شوي نه دي (تابعیت نه لري)، د متحده ایالاتو د وګړو سره یوشان قانوني خونديتوب لري. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
په ۱۹۷۹ ز کال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له برید وروسته، افغان ملکي وګړو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته مخه کړه، چېرې چې د هغو هېوادونو د دولتونو له خوا یې هرکلی وشو. له دغه ځایه ډېر یې شمالي امریکا، اروپا او اقیانوسیې ته ولاړل. ډېر لږ شمېر یې شمال لوري ته ولاړل او د شوروي اتحاد په یو شمېر ښارونو کې یې ژوند پیل کړ. یو شمېر هند، سعودي عربستان او د آسیا لویې وچې نورو برخو ته ولاړل.[۱۰]
د ۱۹۸۹ ز کال د فبروري په میاشت کې د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته ګڼ شمېر افغانانو بېرته خپل وطن ته په راګرځېدو پیل وکړ، خو وروسته له هغه چې مجاهدینو په ۱۹۹۲ ز کال کې واک خپل کړ، دوی بېرته ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر داسې ځایونه شته چې په کې د ګڼ شمېر افغانانو د مېشت والي له امله د «کوچني کابل» په نوم یادېږي؛ په دغو ځایونو کې د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالات په فرمونټ کې سنټرویل سیمه، د جرمني په هامبورګ کې سټینډام، د هند په ډهلي کې لاچپت نګر او د روسیې په مسکو کې سواستپوپل هوټل سیمه شاملېږي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ تر ملاتړ لاندې نږدې۰۰۰ ۷۸۰ ثبت شوي افغان وګړي، د لنډ مهال لپاره په ایران کې مېشت دي. دغه کمیشنري په ۲۰۲۰ ز کال کې څرګنده کړه چې، نږدې څه باندې دوه میلیونه بې سندونو افغان وګړي، د دغه هېواد په ګڼ شمېر برخو کې ژوند کوي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
په پام وړ کچه افغان وګړي په ترکیه او عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي. د راپورونو له مخې: نږدې ۳۰۰۰۰۰ افغان وګړي، په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، چې ډېری یې په ساختماني او کرنیزو برخو کې کار کوي او یو شمېر نور یې هم په دوبۍ او ابوظبۍ کې په سوداګرۍ بوخت دي. یو شمېر له دغو هم ایرانیان او پاکستانیان دي، چې په جعلي ډول له افغان پاسپورت ګټنه کوي. نږدې ۱۰۰۰۰ افغان وګړي په اسرائیلو کې ژوند کوي او دوی د اسرائیلو تابعیت لري. له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ افغان وګړي په قطر کې مېشت دي.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]
څه باندې ۱.۴ میلیونه افغان ثبت شوي وګړي، په لنډ مهالي ډول په پاکستان کې ژوند کوي. له دغو څخه ۵۸.۱٪ یې په خیبر پښتونخوا، ۲۲.۸٪ په بلوچستان، ۱۱.۷٪ په پنجاب، ۴.۶٪ په سند، ۲.۴٪ په پلازمېنه اسلام آباد او ۰.۳٪ هم په آزاد کشمیر کې مېشت دي.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]
نږدې ۱۵،۸۰۶ تنه افغان وګړي، په هند تر ډېره د دغه هېواد په پلازمېنه ډیلي کې میشت دي. په دې سربېره، په دغه هېواد کې ۳.۲ میلیونه په خټه پښتانه وګړي ژوند کوي چې رېښه یې افغانستان او معاصر پاکستان ته اړوندېږي. دغه وګړي تر ډېره د اتراپردیش په روهیلکنډ او ممبۍ او کلکتې ښارونو کې مېشت دي. دوی نه هم د افغانستان او نه هم د پاکستان وګړي دي. په دغه هېواد کې یو شمېر مخکښې څېرې، لکه: عامر خان، سلمان خان، سیف علي خان، فیروز خان، قادر خان، مدهوبالا، ذاکر حسین او محمد یونس، دغې هندي ډلې ته اړونديږي.[۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰]
په ۱۹۹۹ ز کال کې نږدې ۱۰۰۰۰ افغان وګړي، په اوزبیکستان کې مېشت وو. ګڼ شمېر یې بېرته افغانستان او یا هم نورو هېوادونو ته ولاړل. په ۲۰۰۵ ز کال کې یې ټولیز شمېر ۲۵۰۰ تنه وو. په ۲۰۱۷ ز کال کې په تاشکند کې د افغان وګړو شمېر ۱۰۰۰ کسه وو. په ۲۰۲۱ ز کال کې په تاجیکستان کې د افغان وګړو شمېر، نږدې ۶۷۷۵ تنه ښوول شوی. په سلګونو نورهم په نورو برخو کې اوسېږي. باور دا دی چې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغان وګړي په قزاقستان کې مېشت دي.[۷۱][۷۲][۷۳][۷۴]
د ۲۰۲۰ ز کال تر ډسمبر میاشتې پورې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ تر ملاتړ لاندې ۷۶۲۹ تنه ثبت شوي افغان کډوال په اندونیزیا کې مېشت دي. د جاپاني دولت د راپور له مخې، ۳۵۰۹ کسه اصلي افغان وګړي، په دغه هېواد کې ژوند کوي. په مالیزیا کې نږدې ۱۱۰۰ افغان وګړي مېشت دي. د چین په نړیوال سوداګریز ښار ییوو کې هم نامعلوم شمېر افغان سوداګر اوسېږي. په کم شمېر افغان وګړي، په تایلنډ، سویلي کوریا، هانګ کانګ او فلیپین کې ژوند کوي. [۷۵][۷۶][۷۷][۷۸][۷۹][۸۰][۸۱]
د افغانستان اصلي وګړي، په ټوله اروپا کې شته. په دغه لویه وچه کې د افغانانو تر ټولو لویې ټولنې په جرمني کې دي. د ۲۰۲۰ ز کال په وروستیو کې د شمېرو له مخې، په ټولیز ډول ۲۷۱۸۰۵ تنه افغان وګړي، چې کډوال او پناه غوښتونکي دي په جرمني کې ژوند کوي. په هامبورګ کې افغانان له هالنډیانو او ترکانو وروسته، د بهرنیو وګړو درېیمه لویه ډله جوړوي، چې په دغه ښار کې ژوند او کار کوي.[۸۲][۸۳][۸۴]
څه باندې ۱۵۰۰۰۰ افغان کډوال، په روسیه کې مېشت دي، چې د دغو دریمه برخه یې په مسکو کې ژوند او کار کوي.[۸۵][۸۶]
د اروپا په نورو هېوادونو، لکه: بریتانیا، سویډن، اطریش، هالنډ، ډنمارک، ناروې، بلجیم، سویس، فرانسې، یونان، ایټالیا، فنلنډ، آیرلنډ او نورو کې په بېلابېلو کچو افغان ټولنې شتون لري. یو شمېر یې د دغو هېوادونو وګړي شوي او یو شمېر نورو یې هم په هغو هېوادونو کې پناه غوښتې ده. هغه کسان چې له دغه ډول ملاتړ بې برخې کېږي، هغوی بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. په ۲۰۰۱ ز کال کې راپور ورکړل شوی دی چې، نږدې ۲۰۰۰۰ افغان وګړي په اوکراین کې ژوند کوي. له دغو څخه ۱۵۰۰۰ یې کیف او پاتې نور دنیپر کې مېشت دي.[۸۷][۸۸][۸۹][۹۰][۹۱][۹۲][۹۳][۹۴][۹۵]
په امریکا لویه وچه کې متحده ایالات له اوږد مهال څخه د تر ټولو زیاتې کچې افغان وګړو کوربه دی، چې په ۲۰۲۲ ز کال کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان وګړو شمېر نږدې ۲۵۰۰۰۰ تنو ته رسېږي. دوی د متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو، لکه: کالیفورنیا، نیویارک، اریزونا، تکزاس، جورجیا، مشیګان، ایداهو، میسوري، ایلینوی، پنسلوانیا، فلوریډا، شمالي کارولینا، ماساچوستس، واشنګټن، مریلنډ، کانتیکات، کولراډو، اوهایو، یوتا، نیومکسیکو، اوریګان او تنیسیس کې مېشت او کار کوي.[۹۶][۹۷][۹۸][۹۹][۱۰۰][۱۰۱][۱۰۲][۱۰۳][۱۰۴][۱۰۵][۱۰۶]
په شمالي امریکا کې افغان کاناډایان، له افغان امریکایانو وروسته دویمه لویه افغان ټولنه جوړوي. څه باندې ۸۳۹۹۵ افغان وګړي، په کاناډا کې مېشت دي او د دغه هېواد وګړي شوي. د دغو افغانانو ډېری په ټورنټو ښار او د هغه په شاوخوا کې میشت دي. پاتې نور هم په ونکوور، اوتاوا، مونټریال، وینیپګ، ادمنټون، کلګری او نورو کې ژوند کوي.[۱۰۷][۱۰۸]
په اکوادور، برازیل، کیوبا، چلي، ارجنټاین، ونزویلا، کلمبیا، دومنیکن جمهوریت، یوروګوای، پاناما، کوستاریکا، مکسیکو، کیمن ټاپوګانو او ترینداد او توباګو هېوادونو کې په لږ کچه افغان وګړو د ژوند او کار کولو راپورونه ورکړل شوي دي.[۱۰۹]
افغانانو د ۱۹ مې پېړۍ له نیمايي څخه اسټرالیا ته کډه کړې. په سويل کې له ادلاید څخه د شمال تر داروین پورې د غان په نامه مسافر وړوونکی رېل پټلۍ هم د افغانانو په نوم نومول شوې. په اسټرالیا کې ۴۷۴۸۴ افغان اسټرالیایان ژوند کوي چې تر ډېره په ملبرون، سیډني، ادلاید، پرث او برزبن کې ژوند کوي. نږدې ۳۴۱۴ افغانان هم په نیوزلنډ کې ژوند کوي. ه د پاپونیوګینه، نائورو او فیجي په ټاپوګانو کې هم په لږ کچه، د افغانانو د ژوند او کار کولو راپور ورکړل شوی.[۱۱۰][۱۱۱][۱۱۲][۱۱۳]
په مصر، کینیا، ماداګاسکار، سویلي افریقا، موراکو، الجزایر، چاد، ایتوپیا او نایجریا کې په لږ شمېر اصلي افغانانو د ژوند کولو او کار کولو راپور ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۱ ز کال له اګست میاشتې وروسته، یوګاناډا ۲۰۰۰ او روانډا هم ۲۵۰ افغان کډوال منلي.[۱۱۴]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)The Child Citizenship Act of 2000, Pub.L. No. 106-395, 114 Stat. 1631, revised the manner in which children of non-citizens born outside the United States are eligible to become U.S. citizens.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
A child acquires derivative citizenship by operation of law, not by adjudication.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)A person who claims to have derived United States citizenship by naturalization of a parent may apply to the Attorney General for a certificate, but a certificate is not required.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)The Immigration and Nationality Act defines naturalization as 'conferring of nationality of a state upon a person after birth, by any means whatsoever.'الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)A person naturalized under § 1433(a) need not meet many of the requirements for naturalization—such as language, residence, and physical presence requirements—imposed upon those who seek naturalization under other provisions.... Thus, qualifying for naturalization under § 1433(a) can be of substantial importance to applicants for naturalization.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The Child Citizenship Act of 2000, Pub.L. No. 106-395, 114 Stat. 1631, revised the manner in which children of non-citizens born outside the United States are eligible to become U.S. citizens.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
A child acquires derivative citizenship by operation of law, not by adjudication.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)A person who claims to have derived United States citizenship by naturalization of a parent may apply to the Attorney General for a certificate, but a certificate is not required.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)The Immigration and Nationality Act defines naturalization as 'conferring of nationality of a state upon a person after birth, by any means whatsoever.'الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)A person naturalized under § 1433(a) need not meet many of the requirements for naturalization—such as language, residence, and physical presence requirements—imposed upon those who seek naturalization under other provisions.... Thus, qualifying for naturalization under § 1433(a) can be of substantial importance to applicants for naturalization.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)It is well established that the Fifth Amendment entitles aliens to due process of law in deportation proceedings.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Since 2002, in what has become the world's largest assisted return programme, UNHCR has been facilitating voluntary repatriation of millions of Afghan refugees from Pakistan. Ten years after programme began, UNHCR has directly helped around 4.4 million Afghans to return home.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Italy has agreed to take in 270 people who worked with its soldiers and may accept another 400, the defence ministry said last week.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
refugees (country of origin): 2.6 million undocumented Afghans, 780,000 Afghan refugee card holdersالوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
refugees (country of origin): 2.6 million undocumented Afghans, 780,000 Afghan refugee card holdersالوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
refugees (country of origin): 2.58-2.68 million (1.4 million registered, 1.18-1.28 million undocumented) (Afghanistan) (2017)الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Italy has agreed to take in 270 people who worked with its soldiers and may accept another 400, the defence ministry said last week.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Nasruddin Saljuqi had to flee from Afghanistan when war broke out. Now he lives in Ireland and is a writer and an advocate for integration of asylum seekers and refugees.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)