عمومي معلومات | |
---|---|
د پېښې نېټه | |
ځای |
برخې | |
---|---|
برخه د | |
د پيل موده | |
ګډونوال |
د ۲۰۱۴ زکال د جون په ۱۵مه نېټه د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د عراق په شمالي برخې باندې د اسلامي دولت یا داعش د برید (جون ۲۰۱۴ زکال) په غبرګون کې د ټینګ هوډ د عملیاتو (Operation Inherent Resolve) د برخې په توګه د امریکايي سرتېرو د لېږلو امر وکړ. دغه امریکايي سرتېري د عراق د دولت په غوښتنه د عراقي ځواکونو د وړتیاوو او د داعش ډلې د ګواښونو د ارزونې په موخه عراق ته ولاړل. [۱][۲]
د ۲۰۱۴ زکال د اګست میاشتې په لومړیو کې داعش د عراق په شمال باندې بریدونه پیل کړل. د اګست په پنځمه نېټه متحده ایالاتو د کردي پیشمرګو ځواکونو لپاره د وسلو په چمتو کولو لاس پورې کړ. د اګست په اتمه نېټه متحده ایالاتو په عراق کې د داعش په پټن ځایونو هوايي بریدونه پیل کړل. ورته مهال شاوخوا نهو نورو هېوادونو هم له ځمکنیو کردي او عراقي ځواکونو سره په همغږۍ د داعش ډلې پر ضد هوايي بریدونه پیل کړل. د ۲۰۱۷ زکال د لویدیځ عراق له عملیاتو وروسته د ۲۰۱۷ زکال تر ډسمبر میاشتې پورې داعش نور په دغه هېواد کې کوم قلمرو نه درلود.[۳][۴][۵][۶][۷]
د مستقیمې پوځي مداخلې سربېره، د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د روزنو، اطلاعاتو او پرسونل له مخې د عراق له امنیتي ځواکونو څخه پام وړ ملاتړ وکړ. له عراقي ځواکونو څخه د ائتلافي ځواکونو د ملاتړیزو چارو لګښت له مستقیمو پوځي عملیاتو پرته د ۲۰۱۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې په رسمي توګه ۳.۵ میلیارده ډالر اعلان شو. په دغه موده کې ۱۸۹۰۰۰ زره عراقي سرتېري او پولیس افسران د ائتلافي ځواکونو له خوا وروزل شول. [۸][۹]
د امریکا د مخالفت سربېره د ۲۰۲۰ زکال په جنوري میاشت کې د عراق پارلمان د امریکا د هوايي ځواکونو په برید کې د حشد شعبي پوځي واحدونو د قومندان او د ایران د قدس ځواکونو د مشهور مشر قاسم سلیماني له وژنې وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. ورته مهال بریتانیا او جرمني هم څرګنده کړه چې په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي؛ د یو شمېر پوځیانو له ویستلو سربېره بریتانیا ژمنه وکړه چې د عراق د دولت د غوښتنې په صورت کې به په بشپړه توګه خپل ځواکونه له عراق څخه وباسي. سربېره پر دې جرمني په بغداد او تاجي کمپ کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړ. کاناډا هم له عراق څخه کویټ ته د خپلو ځواکونو په ویستلو د ائتلافي ځواکونو د وتو په بهیر کې شامله شوه. په دغه هېواد کې مېشتو فرانسوي او اسټرالیايي ځواکونو بیا د پوځونو په وتلو اعتراض وکړ. د ملګرو ملتونو سازمان بیا د ۲۰۲۰ زکال په اګست میاشت کې اټکل وکړ چې په سوریه او عراق کې د داعش د پاتې جنګیالیو شمېر له ۱۰ زرو تنو څخه زیات دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
ائتلافي ځواکونو په عراق کې خپل جنګي ماموریت په رسمي ډول د ۲۰۲۱ زکال په ډسمبر میاشت کې پای ته ورساوه، خو یو شمېر امریکايي ځواکونه د داعش پر وړاندې په روانه مبارزه کې د عراق امنیتي ځواکونو ته د مشورې، روزنې او مرستې په موخه پاتې شول چې سربېره پر دې یې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه او نورې پوځي مرستې یې هم ورسره کولې.
په ۲۰۰۳ زکال کې متحده ایالاتو په عراق باندې د یو بحث پاروونکي برید مشري وکړه؛ دغه برید یې د هغو ناقصو اطلاعاتو پر مټ وکړ چې ګویا د عراق بعثي حکومت د ټولیزې وژنې وسلې او همدارنګه له القاعدې ډلې سره اړیکې لري. په ۲۰۰۷ زکال کې په عراق کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷۰ زرو تنو ته ورسېد. په ۲۰۱۱ زکال متحده ایالاتو خپل ګڼ شمېر سرتېري له عراق څخه وویستل، خو وروسته یې په خپل سفارت او قونسلیو کې ۲۰ زره کسان وساتل چې په دغو کې د سفارت په لسګونو وسله وال ساتونکي او همدارنګه شاوخوا ۴۵۰۰ قراردادي شخصي پوځيان شامل وو. له وتلو وروسته یې د څارونکو الوتکو عملیات پیل کړل څو د هغو اسلام پالو جنګیالیو اړوند اطلاعات راغونډ کړي چې عراقي دولت یې په نښه کاوه. [۱۸][۱۹][۲۰]
په عراق باندې له برید وروسته، د داعش مخکنیو ځای ناستو (جماعت التوحید والجهاد، مجلس شورای المجاهدین او په عراق کې د القاعدې ډله) د متحده ایالاتو په مشرۍ د عراق د اشغال پر وړاندې غبرګون وښود. جماعت التوحید او د مجاهدینو شورا د مقاومت د قومندان ابو محمد له څرګندونو وروسته چې دغه اشغال یې عراقي وګړو ته د سپکاوي او همدارنګه د هغوی د تړلو په توګه توصیف کړ، په ترهګریزو بریدونو لاس پورې کړ. جماعت التوحید او د مجاهدیونو شورا په خپلو بریدونو کې په سلګونو عراقي مسلمانان، څو امریکايي سرتېري او همدارنګه په ۲۰۱۰ زکال کې له عیسویانو څخه ډکه یوه کلیسا په نښه کړه. اټکل دا دی چې دوی د ۲۰۰۴ زکال پر مهال خپل بریدونه پیل کړل چې په نورو فعالیتونو کې یې د دریو امریکايي ملکي وګړو، یو بریتانوي، د سویلي کوریا د یو وګړي او یو جاپاني ملکي وګړي څخه د سرونو غوڅول شاملېږي. [۲۱][۲۲]
د ۲۰۱۱ زکال په ډسمبر میاشت کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د عراق د دولت پر ضد تر ډېره د سني اسلام پالو له خوا له تاوتریخوالي څخه ډکو چارو دوام وموند؛ چې دغه چارې د عراقي یاغیتوبونو په نوم هم بلل کېږي.
د ۲۰۱۴ زکال د جون له ۵مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې سني اسلام پالو مجاهدینو (داعش) چې وړاندې د سوریې په کورنۍ جګړه کې بریالي شوي و؛ د عراق سامرا، موصل او تکریت ښارونه یې ونیول؛ همدارنګه یې ګواښ وکړ چې د موصل بند او کرکوک به هم ونیسي، هغه سیمې چې کنټرول یې د عراق له دولت څخه د عراق کردي پیشمرګو ځواکونو په لاس کې اخیستی و. [۲۳][۲۴]
د ۲۰۱۴ زکال د اګست په ۱۲مه نېټه داعش د لویدیځوالو او جاپاني بندي شوو ملکي وګړو د سرغوڅولو عملیات پیل کړل (اعلان یې د اګست په ۱۲مه وکړ، خو له جیمز فولي څخه یې د اګست په ۱۹مه، له سټیون سوتلوف څخه یې د سپټمبر په ۲مه، له ډېوېډ هاینس څخه یې د سپټمبر په ۱۳مه، د سپټمبر په ۲۴مه یې له هروه ګوردل، د اکتوبر په ۳مه یې له آلن هنینګ، د نومبر په ۱۶مه یې له پیټر کاسیګ، د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې یې له هارونا یوکاوا او د ۲۰۱۵ زکال د جنوري په ۳۰مه نېټه یې له کنجی ګوتو سرونه غوڅ کړل) او د هغوی ویډیوګانې یې د انټرنټ له لارې خپرې کړې. [۲۵][۲۶]
د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په پنځمه، د سپټمبر په پنځلسمه او د ډسمبر په دریمه نېټه بېلابېلو هېوادونو غونډې وکړې څو د داعش پر وړاندې د همغږي اقدام اړوند خبرې وکړي. په دریو واړو ناستو کې متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، کاناډا، ترکیې او ډنمارک ګډون درلود.
د سپټمبر د پنځمې نېټې د ائتلاف په ناسته کې لسو هېوادونو پرېکړه وکړه چې په عراق او سوریه کې به د داعش ضد ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.[۲۷]
د سپټمبر د پنځلسمې نېټې د ائتلاف په ناسته کې ۲۶ هېوادونو پرېکړه وکړه چې له عراقي دولت څخه به په پوځي ډګر کې ملاتړ وکړي.[۲۸]
د ډسمبر د دریمې نېټې ائتلاف (۵۹ هېوادونو) بیا د څو اړخیزو ستراتیژیو اړوند خبرې وکړې چې په دغو کې د داعش د مالي او بودیجوي منابعو قطع کول او همدارنګه د داعش د واقعي ماهیت افشا کول شامل وو. [۲۹]
وروسته له هغه چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۴ زکال په جون میاشت کې عراق ته د خپلو ګټو د خوندیتوب او عراقي ځواکونو ته د مشورې ورکولو په موخه د ځواکونو د لېږلو هوډ وکړ، ولسمشر باراک اوباما د سپټمبر په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې ۱۶۰۰ سرتېري به د عراق د پوځ او کردي ځواکونو د مشاورینو په توګه عراق ته ولېږي. له دغه شمېر سرتېرو څخه ۸۰۰ سرتېرو د خپلو نورو همکارانو د ساتنې مسئولیت پر غاړه درلود او همدارنګه ۱۰۰ تنو یې بیا د عراقي او کردي ځواکونو د روزنې مسئولیت واخیست؛ همدارنګه یې ورته لارښوونه کوله چې څه ډول له داعش سره جګړه وکړي. ولسمشر اوباما د نومبر تر اتمې یا نهمې نېټې پورې په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر دوه چنده کړ چې په دې سره په عراق کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۳۱۰۰ تنو ته ورسېد. د سرتېرو شمېر د ۲۰۱۵ زکال تر فبروري میاشتې پورې ۴۵۰۰ تنو ته زیات شو. د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې یې ۴۵۰ نور اضافي سرتېري هم عراق ته ولېږل چې په دې سره په دغه هېواد کې د شته سرتېرو شمېر لږ تر لږه ۴۸۵۰ تنو ته ورسېد. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)