په یونان کې د سختو اقداماتو ضد غورځنګ

په یونان کې د سختو اقداماتوضد غورځنګ په ټول هېواد کې یو لړ لاریونونه او اعتصابونه ترسره کړل. دغه پیښې چې د ۲۰۱۰ز کال د مې په ۵مه پیل شوې وې لامل یې د دولت له خوا د عامه لګښتونو کمولو او د مالیاتو لوړول وو او د دولت له خوا د دغو اقداماتو موخه د یونان حکومت د پورونو ناورین حلول وو. چې په یونان کې له ۱۹۷۳ز کال راهیسې د مې په پنځمه چې سترې مظاهرې بلل کېدې درې کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۱ز کال د مې په ۲۵مه د اقتصادي محدودیتونو ضد فعالین د مستقیمې ډیموکراسۍ له خوا تنظیم شوي. یاد غورځنګ چې د ناراضي اتباعو د غورځنګ په هم نوم یادیږي د یونان په لویو ښارونو کې لاريونونو پیل کړې. همدارنګه د یادو لاريونونو دويمه څپه له تېرو کلونو سره توپير درلوده ځکه لاريونکونکي ګوندي نه وو او لاريونونو په سوله ييزه توګه پيل شول، خو ځینې ​​پیښې په ځانګړې توګه د یونان پلازمینې اتن ښار کې په تاوتریخوالی واوښتې، چې یادو لاریونونو د هسپانیې اقتصادي محدودیتونو ضد لاریونونو نه الهام اخیستې وو. دغه راز دا لاريونونو په بشپړه توګه د ټولنیزو شبکو په کارولو سره تنظیم شوې.  یاد لاریونونه په رسمي ډول د ۲۰۱۱ز کال د اګسټ په ۷مه  د پولیسو له خوا د تیسالونیکي د سپین برج له چوک نه د مظاهره کوونکو په ایستلو سره پای ته ورسېدل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ۲۰۱۱ز کال د جون په ۲۹مه هغه مهال د بلواګرو پولیسو او فعالانو ترمنځ تاوتریخوالی پیل شو کله چې د یونان پارلمان د اروپايي ټولنې د لګښتونو د منلو لپاره رایه ورکړه، چې د پولیسو له خوا توند چلند د نړیوالو رسنیو لکه BBC، The Guardian، CNN iReport ، نیویارک ټایمز، اکادمیک څیړنو او د بخښنې نړیوال سازمان له خوا راپور شوي. وروسته د اتن څارنوالانو موافقه وکړه چې د پولیسو له خوا د اوښکې بهونکي ګاز د زیاتې کارونې تورونه او د سرطاني کیمیاوي موادو کارول به وڅېړي او په دې ډول له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې تحقیقات روان وو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د حکومت له خوا د سخته اقداماتو ترسره کول

د مې په لومړۍ نېټه لومړي وزیر جورج پاپاندریو د یونان حکومت له خوا سختو اقداماتو څلورم پړاو اعلان کړ، چې د «بې ساري» تدبیرونو په توګه وګڼل شو، په کې د عامه سکټور معاشونو کې کمښت، د تقاعد کمول، د شرکت په ګټو باندې نوي مالیات وضع کول، د عیش او ګناه مالیاتو کې زیاتوالی او د ارزښت اضافه مالیاتو زیاتوالی شامل وو. د یادو وړاندیز شوو بدلونونه موخه  تر ۲۰۱۲ز کال پورې د ۳۰ میلیارد یورو سپما کول وو. دا کمښت د اروپایی ټولنې او د پیسو نړیوال صندوق د پور وړاندیزونو سره سمون درلود کوم چې یونان نه یې غوښتل چې خپل اقتصاد ازاد کړي او په دې ډول دوی له یونان سره د مې په ۲مه د پور تړون لاسلیک کړ، چې دې تړون کې ۴۵ میلیارده یورو بیړني پور (د ۵سلنه سود سره چې د اروپایي ټولنې له خوا چمتو کېده) او په راتلونکي کې اضافي تمویل هم شامل وو.  دغه راز د پورونو ټولیز ارزښت د ۱۱۰ میلیارد یورو په حد کې تمه کېده، چې پاپاندریو دغه قانون د مې په ۴ مه پارلمان ته وړاندې کړ.[۱۹]

تمه کیده چې د یونان پارلمان به د مې په ۶مه د حکومت له خوا د وړاندیز شوو سختو اقداماتو په اړه رایه اچونه وکړي، خو نوې ډیموکراسي ګوند او د اقلیت محافظه کار ګوند ژمنه وکړه چې د دغه لایحې په وړاندې به منفي رایه ورکړي، هاخو بیا تمه کېده چې په پارلمان کې د Panhellenic سوسیالیست غورځنګ د ۱۶۰ څوکیو اکثریت له امله به تصویب شي. حکومت د زیانمنونکو کارګرانو تقاعد نه غوښتل ځکه د دې وېره شتون درلوده چې د ګټو په غوښتنو کې زیاتوالی به د خلکو خزانې وچې کړي په دې توګه د جون په ۲۹مه او ۳۰مه په جلا رایو اچونو کې پارلمان د سختو اقدامات لایحه تصویب کړه.[۲۰][۲۱]

په یونان کې د ۲۰۰۸ز کال له پاڅون سره تړاو

په یونان کې پاڅونونه د ۲۰۰۸ز کال د ډسمبر په ۶مه هغه مهال پیل شو کله چې الکساندروس ګریګوروپولوس (یوناني: Αλέξανδρος Γρηγορόπουλος) یو ۱۵ کلن زده کوونکی د اتن مرکزي سیمه(Exarchia) کې د دوو پولیسو له خوا ووژل شو. په داسې حال کې چې غبرګونونه د ډزو په پایله له امله رامنځته شوو، خو مبصرینو بیا د دغو غبرګونونه  ژور لاملونو هېواد کې د اقتصادي ستونزو په اړه د ځوان نسل په منځ کې پراخې مایوسۍ احساس (چې زیاتره د نړیوالو اقتصادي ناورینونه په پایله کې وو) د ځوانانو د بیکارۍ زیاتوالی او د یونان په دولتي ادارو کې د عمومي بې کفایتۍ او فساد څرګندیدل په توګه بیان کړل، چې په ۲۰۱۱ز کال او تر هغې وروسته اړونده لاریونونه دوام لري.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۱ز کال د لاریونونو مخینه

د یونان او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ترمنځ لاسلیک شوی تفاهم لیک په یونان کې د خلکو ترمنځ ډېره غبرګونونه رامنځته کړه. دغه راز ځینې ټول پوښتنې ښيي چې ۶۲ سلنه په دې باور وو چې دا یوه ناسمه پرېکړه وه. دغه تفاهم لیک د ۲۰۱۱ ز کال د اکټوبر په ۷ نافذ شو. د دې تورونو سر بېره چې د یونان حکومت د IMF تفاهم لیک لاندې خپل موخې نه دي پوره کړي د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو لکه هالنډ ، جرمني او سویډن ویلي چې دوی به یونان ته پور ورکول بند کړي. دغه راز ځینو اروپايي چارواکو وویلي چې یونان باید د پورونو ترلاسه کولو لپاره نورو اروپايي هېوادونو ته د خپلو شتمنیو پلور پیل کړي. همدارنګه یونان کې د بیکارۍ کچه له ۱۵ سلنې نه زیاته وه او د بشپړ وخت کارګرانو لویه سلنه لږ تر لږه ۵۹۲ یورو یا لږ معاش ترلاسه کاوو. دغه راز له یورو زون نه د یونان د وتلو اوازې نا امیدي نورې هم زیاتې کړې، خو دا اوازې د یونان حکومت، د اروپا مرکزي بانک، د یونان بانک، او د IMF مشرې نوماندې او د فرانسې د مالیې وزیر کریسټین لاګارډ له خوا په کلکه رد شوې. دغه راز د ۲۰۱۱ز کال د جون په ۲۹مه د تاوتریخوالو نه ډک لاریونونو په ترڅ کې د پارلمان د ۳۰۰ څوکیو له ډلې د ۱۵۵ موافقه رایو په اخیستلو سره د سختو اقداماتو دویمه کڅوړه تصویب شوه، خو بله ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر دفتر د ملګرو ملتونو د یوه خپلواک کارپوه له خوا خبرداری ورکړ چې یاد سخت اقدامات کولی شي د یونان د خلکو د بشري حقونو « ښه خوراک، اوبو، کور حق او د عادلانه شرایطو لاندې کار وکړئ» نه د سرغړونې لامل شي. په همدې توګه نورو نړیوالو رسنیو د سخت اقدامات د دویمې کڅوړې د اړتیا په اړه پوښتنې کړې دي، په داسې حال کې چې لومړۍ کڅوړې کومه پایله نه درلوده.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

کله چې یونان په ۲۰۱۰ز کال کې د اروپایي ټولنې او د پیسو نړیوال صندوق سره تفاهم لیک لاسلیک کړ، د یاد تړون د  قانونیت موضوع  د خلکو او د یونان د حقوقو پوهنتون د ځینو نامتو استادانو له خوا تر نیوکو لاندې راغله، چې وروسته د اتن د وکیلانو ټولنه او همدارنګه د کارګرانو یو شمېر ټولنې د یاد تړون د مشروعیت موضوع د یونان له دولتي شورا سره شریکه کړه، خو یادې شورا د ۲۰۱۱ز کال د جون میاشتې په وروستیو کې دا تړون تائید کړ.[۳۷][۳۸][۳۹]

په هېواد کې د اقتصادي ناورین تر څنګ سیاسي ناورین هم مخ په زیاتېدو و. اروپایی کمیسیون د یونان له مهمو ګوندونو نه وغوښتل چې د سختو نوو اقداماتو په اړه موافقې ته ورسیږی ، خو اصلي ګوندونه دوه ځله ناکام شول، چې په یوه ټولپوښتنه کې چې د ۲۰۱۱ز کال د مې په ۲۹مه خپره شوه، دوه لوی ګوندونو ( واکمن Panhellenic سوسیالیست غورځنګ او اصلي اپوزیسیون نوې ډیموکراسي) د ټولو ۴۰ سلنه رایو نه لږ وګټلې، پداسې حال کې چې واکمن Panhellenic ګوند ۱۹ سلنه رایه ګټلې وې او د اپوزیسیون ګوند د ۱۹.۵ سلنه رایو په ګټلو سره لومړۍ شو. دغه راز  په یوه بله ټولپوښتنه کې چې په همدې ورځ خپره شوې وه د Panhellenic  واکمن ګوند د ۲۰،۷ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره لومړی او اپوزیسیون د ۲۰،۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ. د یادو ټولپوښتنو له مخې له دواړو ګوندونو نه هېڅ یو هم نه ونه شو کولای چې حکومت جوړ کړي. دغه راز په حکومت کې د همغږي نشتوالی هم لاریونونو ته لاره هواره کړه. کله چې د اروپايي ټولنې د سمندري او کب نیولو کمیشنرې ماریا دامانکي وویل چې «له یورو زون نه د یونان د وتلو موضوع د میز په سر دي، نو ځکه موږ باید په روښانه توګه خبرې وکړو». په ورته وخت کې د مالیې وزیر جورج پاپاکونسټینو له یورو زون نه د وتلو موضوع په کلکه رد کړه، چې د جون په لومړۍ نېټه د اورتودوکس پاپولر ریلی ګوند مشر جورجیوس کاراتزافریس اعلان وکړ چې د هغه ګوند له پارلمان نه د استعفا ورکولو په اړه غور کوي او په دې توګه د یونان پارلمان منحل او د عمومي ټاکنو پیل لامل شو، چې هغه په خپله وینا کې چې « لومړی وزیر د عکس العمل توان نه لري، یو اپوزیسیون چې نه غواړي لوبې وکړي او یو کیڼ اړخ چې په خپله کوچنۍ نړۍ کې دی».[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې

  1. Dalakoglou Dimitris (2012). "The Movement and the "Movement" of Syntagma Square". Cultural Anthropology. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Εκπομπή: Ο δρόμος (για την πλατεία) είχε την δική του ιστορία (په یوناني ژبه کي). koutipandoras.gr. 13 June 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Στα χνάρια των Ισπανών αγανακτισμένων (On the footsteps of the Spanish 'indignados')" (په یوناني ژبه کي). skai.gr. 26 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Αγανακτισμένοι στο Σύνταγμα (په یوناني ژبه کي). skai.gr. 24 May 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Violent anti-cut riots in Greece spark coalition talks". Metro. UK. 15 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Greece Anxiety Increases: US Stocks Ends Lower on Wednesday Trading « USA Market News". Usamarketnews.com. 16 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 16 June 2011 باندې). Greek PM George Papandreou to unveil new cabinet. BBC
  8. "Greek riot police, protesters clash during strike – World news – Europe". NBC News. 23 February 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Ο Μάης του Facebook και με ομπρέλες". ethnos.gr. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Beyond Spontaneity". academia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 29 June 2011 باندې). Greece austerity vote and demonstrations – Wednesday 29 June 2011. The Guardian.
  12. (په 1 July 2011 باندې). Greek police face investigation after protest violence. The Guardian.
  13. "TEAR GAS FIRED AS GREEK POLICE CLASH WITH ATHENS PROTESTERS". Amnesty International. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "GREECE URGED NOT TO USE EXCESSIVE FORCE DURING PROTESTS". Amnesty International. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Back when peaceful demonstrations in Greece were massive and meaningful.... CNN
  16. (په 29 June 2011 باندې). Violent Clashes in the Streets of Athens. The New York Times.
  17. (په 29 June 2011 باندې). Greece passes key austerity vote. BBC
  18. Παρέμβαση της Εισαγγελίας Πρωτοδικών για τα χημικά στα επεισόδια (په یوناني ژبه کي). skai.gr. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gopal, A(2015), What Austerity Looks Like Inside Greece, The New Yorker, available at: https://www.newyorker.com/business/currency/what-austerity-looks-like-inside-greece
  20. (په 30 June 2011 باندې). Papandreou Wins Vote on Second Greek Austerity Bill in Bid for More EU Aid. Bloomberg News.
  21. (په 30 June 2011 باندې). Greek finance minister welcomes austerity bill approval. Reuters.
  22. . POLICE TRIAL Two indicted over teen shooting. Kathimerini.
  23. "The Crisis Before 'The Crisis'". academia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 10 December 2008 باندې). Explainer: Why is there unrest in Greece?. CNN
  25. Dalakoglou Dimitris (2013), The Crisis before 'The Crisis': Violence and Urban Neoliberalizationin Athens, Social Justice الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 9 December 2008 باندې). Behind the protests spreading across Greece. The Economist.
  27. (په 11 December 2008 باندې). In Greece, a crisis decades in the making. International Herald Tribune.
  28. "Μνημόνιο ένα χρόνο μετά: Αποδοκιμασία, αγανάκτηση, απαξίωση, ανασφάλεια". skai.gr. 29 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Σκληρή γραμμή έναντι της Αθήνας από τους Ολλανδούς". skai.gr. 29 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Ενέχυρο κρατική περιουσία θέλουν Γερμανία, Φινλανδία και Ολλανδία". skai.gr. 28 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Την ελάχιστη αμοιβή παίρνει το 25% των εργαζομένων- Ακάλυπτοι από το νόμο οι άνεργοι". in.gr. 27 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Στο 15,9% η ανεργία το Φεβρουάριο". imerisia.gr. 13 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Λαγκάρντ: Η αλληλεγγύη αντίστοιχη με τις ελληνικές προσπάθειες". skai.gr. 29 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Προβόπουλος: Παντελώς γελοία τα περί εξόδου από το ευρώ". skai.gr. 27 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Greek austerity measures could violate human rights, UN expert says". United Nations. 30 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 29 June 2011 باندې). Greece and austerity: Brussels v the people. The Guardian.
  37. "Και "Αρμα" κατά του Μνημονίου". Eleftherotypia. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Ανάλυση στα γεγονότα". Eleftherotypia. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "ΣτΕ: Συνταγματικό το Μνημόνιο". Kathimerini. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Xωρίς συναίνεση στα φλέγοντα θέματα". skai.gr. 27 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Μόλις που ξεπερνάει το 40% ο δικομματισμός". Eleftherotypia. 29 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Panic Capital Flight in Greece, Depositors Yank 1.5 Billion Euros in 2 Days; EU Wants Severe Bail-Out Conditions Including International Tax Collection". Mish's Global Economic Trend Analysis. 30 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Γ. Καρατζαφέρης: Σκέφτομαι να αποσύρω το ΛΑΟΣ από τη Βουλή". agelioforos.gr. 1 June 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Καρατζαφέρης: Θα πάρω τους βουλευτές μου και θα φύγω". Eleftherotypia. 1 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Καρατζαφέρης: Εξετάζει την αποχώρηση του ΛΑΟΣ από τη Βουλή". skai.gr. 1 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)