په ۱۸۴۸ زکال کې د هنګري انقلاب یا په بشپړه بڼه له ۱۸۴۸ زکال څخه تر ۱۸۴۹ زکال پورې د هنګري مدني انقلاب او د خپلواکۍ جګړه په ۱۸۴۸ زکال کې د اروپایي انقلابونو څخه یو و چې د هابسبورګ په دوره کې د ۱۸۴۸ زکال له نورو انقلابونو سره یې اړیکه لرله. په داسې حال کې چې دغه انقلاب ماتې وخوړه، خو د هنګري په معاصر تاریخ کې یو له مهمو پېښو وګرځېد او د هنګري د معاصر ملي هویت د بنسټ ډبره وګرځېد.
د ۱۸۴۸ زکال په اپرېل میاشت کې هنګري د اروپا لویې وچې دریم هېواد (په ۱۷۹۱ زکال کې له فرانسې او په ۱۸۳۱ زکال کې له بلجیم وروسته) شو چې د دیموکراتیکو پارلماني ټاکنو قانون یې تصویب کړ. له دې وروسته دغو هېوادونو استازیتوب کوونکی پارلمان رامنځته کړ چې د فئوډالي املاکو پر بنسټ د پخواني پارلماني سیسټم ځای یې ونیو. [۱]
د دغو پېښو د عطف نقطه هغه مهال رامنځته شوه چې د اتریش ځوان پاچا لومړي فرانتس یوزف په خپلې سرې بڼه د اپریل قوانین (پاچا لومړي فردیناند تصویب کړي و) لغو کړل په داسې حال کې چې د هغو اړوند قانوني واک یې هم نه درلود. دغې غیرقانوني چارې د هنګري د پارلمان او فرانتس یوزف ترمنځ نه حل کېدونې ستونزې راوپارولې. د اتریش له خوا د مارچ میاشتې نوی محدود اساسي قانون، د اپرېل د قوانینو لغو کول او د هنګري د پاچاهۍ پر وړاندې د اتریش لښکرکشي لامل وګرځېدل څو د لایوش بټیاني سوله غوښتونکی دولت (له دربار سره هوکړې ته د رسېدو په لټه کې و) سقوط وکړي او په چټکۍ سره د لایوش کشوت پلویان پارلمان ته لار ومومي، هغو چې په بشپړه توګه یې د هنګري د خپلواکۍ غوښتنه لرله. د هنګري په پاچاهۍ کې د اتریش پوځي مداخلې د هنګري وګړو ترمنځ له هابسبورګ سره شدید مخالف احساسات راوپارول، همدا و چې د هنګري پېښې له هابسبورګ لړۍ څخه د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه په جګړې واوښتې. د هنګري په انقلابي پوځ کې شاوخوا ۴۰ سلنه خصوصي سرتېري د دغه هېواد قومي لږکیو ته اړوند و. [۲]
په ۱۸۴۹ زکال کې اتریشي لوري ته د اړوندو یو لړ جدي ماتو له امله د اتریش سترواکي له پاشل کېدو سره مخ شوه. ځوان سترواک لومړی فرانتس یوزف اړ شو د سپېڅلي اتحاد په نامه له روسیې مرسته وغواړي. تزار لومړي نیکولاس هم لاس ورکړ او ۲۰۰ زره کسیز پوځ یې له ۸۰ زره نورو مرستندویه ځواکونو سره ور ولېږه. بالاخره د روسیې او اتریش ګډو ځواکونو د هنګري ځواکونو ته ماته ورکړه. د هابسبورګ د واکمنۍ په بېرته پیاوړي کېدو سره هنګري د یوه پوځي حکومت تر ادارې لاندې راغی.[۳][۴]
اوس مهال په هنګري کې د انقلاب کالیزه یا د مارچ ۱۵مه د دغه هېواد دریو ملي ورځو څخه د یوې په توګه عمومي رخصتي وي.
د هنګري پاچاهۍ د تل لپاره ځانته ځانګړي حقوقي نظام او جلا پارلمان درلود چې آن په ۱۸۰۴زکال کې یې د اتریش د سترواکۍ له جوړېدو وروسته هم ځانګړې مقننه قوه لرله. د هابسبورګ تر پاچاهۍ لاندې د نورو ټولو سیمو پر خلاف د هنګري پاچاهۍ له پخوا راهیسې تاریخي اساسي قانون درلود چې له دیارلسمې پېړۍ راهیسې یې د پاچا واکونه محدود او پارلمان ته یې پرېمانه واکونه سپارلي و. [۵][۶]
د هنګري د پاچاهۍ اداره او حکومت (تر ۱۸۴۸ زکال پورې) په عمدي توګه د اتریش د سترواکۍ له مخ پر زیاتوالي لاسوهنې څخه وساتل شوه. د هنګري د مرکزي دولت جوړښت په سمه توګه د سترواکۍ له جوړښت توپیر درلود. دغه هېواد د هنګري د نایب السلطنتي شورا (the Gubernium) – چې په پوزني (اوسني براتیسلاوا) او وروسته یې په پېست کې موقعیت درلود – او په ویانا کې د هنګري د سلطنتي دربار د لومړي وزیر له خوا اداره کېده. [۷]
په داسې حال کې چې په ډېری لویدیځو هېوادونو (لکه فرانسې او انګلستان کې) د پاچاهۍ د هر وارث واکمني د خپل مخکښ پاچا له مړینې وروسته پیل بلل کېده، خو په هنګري کې د تاج اېښودو مراسم تر ټولو اړینه چاره وه او که چېرې په سمه توګه دغه مراسم نه وای ترسره شوي نو بیا پاچاهي «یتیمه» بلل کېده. آن د هنګري د پاچاهۍ او د هابسبورګ د پاچاهۍ تر حاکمیت لاندې نورو سیمو سره د اوږد مهاله اتحاد پر مهال د هابسبورګ پاچاهانو باید د هنګري د پاچاهانو په توګه د تاج اېښودو مراسم ترسره کړي وای ځکه چې وکولای شي د هنګري اړوند قوانین خپاره کړي او یا هم د هنګري د پاچاهۍ په قلمرو کې له سلطنتي واکونو ګټنه وکړي. [۸][۹][۱۰][۱۱]
له ۱۵۲۶ زکال څخه تر ۱۸۵۱ زکال پورې د هنګري پاچاهۍ خپلې ګمرکي پولې وساتلې چې هنګري یې د هابسبورګ تر واکمنۍ لاندې د ټولو قلمرونو له واحد ګمرکي سیسټم څخه جلا ساته.
په ۱۸۴۸ زکال او ۱۸۴۹ زکال کې هغه هنګري وګړي یا مجارستانیان چې د خپلواکۍ غوښتنه یې لرله یوازې یې په مرکزي سیمو کې اکثریت درلود او هنګري اصلي وګړي د نورو ملیتونو له خوا راچاپېر شوي و.
له ۱۸۴۸ زکال څخه تر ۱۸۴۹ زکال پورې د اتریش سلطنت او هغه کسان چې هغوی ته یې مشوره ورکوله په ځیرکتیا یې له کرواسیايي، صربي او رومانیایي وګړو سره چلن کاوه؛ د هنګري وګړو ته به یې یوه ورځ یوه ژمنه ورکوله او بله ورځ به یې صربیانو او نورو ته بل ډوله ژمنه ورکوله. یو شمېر دغې ډلې د خپلو رهبرانو له خوا چې د خپلواکۍ لپاره یې هڅې کولې د هنګري له دولت سره د مبارزې لوري ته هدایت شوې؛ چې د هنګري او رومانیايي وګړو ترمنځ د ګڼ شمېر وحشیانه حوادثو د رامنځته کېدو لامل وګرځېدې. [۱۲]
په ۱۸۴۸ او ۱۸۴۹ زکلونو کې ګڼ شمېر سلواکي وګړو، جرمنانو، روسانو، هنګري الاصله سلوانیانو، هنګري الاصله یهودانو او ګڼ شمېر پولنډي، اتریشي او ایټالوي داوطلبو وګړو د هنګري وګړو ملاتړ وکړ. همدا و چې د هنګري انقلابي پارلمان د ۱۸۴۹ زکال د جولای په ۲۸مه د قومونو او لږکیو د حقونو اړوند قوانین اعلان کړل چې په اروپا کې دغه ډول لومړني قوانین وو، خو دغه قوانین وروسته له هغه چې د هنګري انقلاب د روسیې او اتریش د پوځونو له خوا مات کړای شو لغو شول. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د اتریشي پوځ مشر جولیوس یاکوب فون هایناو ته بشپړ واک ورکړل شو چې له جګړې وروسته په هنګري کې نظم ټینګ کړي. نوموړي د آراد سیمې د ۱۳ شهیدانو د اعدام امر ورکړ (اوس مهال د رومانیا آراد ښار دی) او همدغه ورځ په پېست کې لومړی وزیر باټیاني هم اعدام کړای شو. [۲۲]
له دغه ماته خوړلي انقلاب وروسته په ۱۸۴۹ زکال کې په ملي کچه «غیرفعال مقاومت» شتون درلود. په ۱۸۵۱ زکال کې د تیشن دوک آرشیدوک آلبرشت د نایب السلطنت په توګه وټاکل شو چې واکمنۍ یې تر ۱۸۶۰ زکال پورې دوام وکړ او دغه مهال هغه د جرمني سازۍ بهیر اجرا کړ. [۲۳][۲۴]
کشوت له انقلاب وروسته تبعید شو، نوموړي په پیل کې عثماني سترواکۍ ته پناه یووړه او تر ۱۸۵۱ زکال کې پورې په کوتاهیا کې واوسېد. همدغه کال د متحده ایالاتو کانګرس نوموړي ته بلنه ورکړه چې متحده ایالاتو ته ولاړ شي. نوموړی د سپټمبر په میاشت کې له عثماني سترواکۍ ووت او په بریتانیا کې یې دمه وکړه وروسته بیا په ډسمبر کې نیویارک ته ورسېد. نوموړی په متحده ایالاتو کې د متحده ایالاتو د وګړو او همدارنګه د وخت د بهرنیو چارو د وزیر ډانیل وبسټر له ګرم هرکلي سره مخ شو؛ دغه چاره لامل وګرځېده په راتلونکو شلو کلونو کې د متحده ایالاتو او اتریش ترمنځ اړیکې ترینګلې شي. د آیووا ایالت کشوت ښارګوټی د هغه په نوم ونومول شو. نوموړی د ۱۸۵۲ زکال په اوړي کې له متحده ایالاتو څخه انګلستان ته ولاړ او تر ۱۸۵۹ زکال د پیډمونت – سارادینا پلازمینې تورین ته د کډې کولو تر مهاله هلته پاتې شو؛ هغه په دې هیله تورین ته کډه وکړه چې هنګري ته به ستون شي خو دغه هیله یې هېڅکله پوره نه شوه.
د کشوت ډېری تبعید شوي ملګري په متحده ایالاتو کې له هغه سره یوځای شول چې په دغو کې د هغه یو خوریی هم شامل و. یو شمېر له دغو «۴۸ کسانو» (Forty-Eighters) څخه د کشوت له وتو وروسته په متحده ایالاتو کې پاتې شول او د متحده ایالاتو په کورنۍ جګړه کې یې د اتحادیې په ملاتړ جګړه وکړه. هنګري الاصله وکیل جورج لیختتنشتاین چې د کشوت د خصوصي منشي په توګه یې خدمت کاوه له انقلاب وروسته کونیګزبرګ ته وتښتېد او بالاخره په ادینبورګ کې استوګن شو چېرې چې هلته په مخکښ موسیقار واوښت. [۲۵][۲۶]
په ۱۸۴۹ زکال کې په ویلاګوس کې د هنګري د پوځ له تسلمېدو وروسته د هغوی انقلابي بیرغونه یا نښانونه د تزاري روسیې د ځواکونو له خوا یووړل شول او هلته هم د تزاري او کمونیستي نظامونو په واکمنیو کې وساتل شول. په ۱۹۴۰ زکال کې شوروي اتحاد د هنګري الاصله کمونیست رهبر ماتیاس راکوشي د خوشي کولو به بدل کې د هورتي حکومت ته د دغو نښانونو د سپارلو وړاندیز وکړ چې د هورتي دولت دغه وړاندیز ومانه. [۲۷]
د هنګري د افسانو له مخې وروسته له هغه چې اتریشی لوري د دوی انقلاب مات کړ د شرابو ګیلاسونه یې سره وجنګول له همدې امله دوی د شرابو ګیلاسونه له یوبل سره نه جنګوي. [۲۸]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
the Hungarian constitution was restored.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)