ځیرکتیا (په انګلیسي: intelligence) په بېلابېلو ډولونو تعریفېږي: د تجرید، منطق، پوهاوي، باخبري، زدهکړې، احساسي پوهې، استدلال، پلانجوړونې، نوښتګرۍ، انتقادي فکر او د ستونزې د حلولو لپاره وړتیا. په لا ټولیزه توګه، کولای شو ځیرکتیا د معلوماتو د نومېرنې او استنتاج وړتیا په توګه، او په یوه چاپېریال یا څانګه کې د انطباقي چلندونو لپاره پلي کېدونکې پوهې په توګه وګڼو.
ځیرکتیا، په ټولیزه توګه، په انسانانو کې مطالعه کېږي، خو دا چې ایا د موجوداتو ځینې نورې بڼې هم ځیرکتیا لري او که نه، د نظر اختلاف له شتون سره، سره، ځیرکتیا په غیرانساني ژویو او نباتاتو کې لیدل شو ده. په کمپیوټرونو یا نورو ماشینونو کې شته ځیرکتیا ته «مصنوعي ځیرکتیا» ویل کېږي.[۱][۲]
د «Intelligence» وییکی له لاتین نومونو «intelligentia» یا «intellēctus» څخه اخېستل شوی دی، چې په خپل وار سره یې ریښه د «intelligere» کړ (فعل) ته ورګرځي او معنی یې پوهېدل یا نومېرل دي. په منځنیو پېړیو کې، د «intellectus» وییکی د یوې علمي-تخنیکي ګړنې په توګه په پوهاوي کې او د یوناني فلسفي ګړنې «nous» د ژباړې لپاره کارول کېده. سره لهدې، دغه ګړنه په وار، وار سره د اروا د تلپایښت او د فعال عقل (چې د فعالې ځیرکتیا په توګه هم پېژندل کېږي) په شمول سره، د الهیاتپوهنې ښوونیزې فلسفې په مېتافزیکي او کیهانپوهنیزو تیوريګانو کې کارول شوې وه. د طبیعت د مطالعې لپاره دغه تګلاره، د فرانسېس بېکن، ټوماس هابز، جان لاک او دېوېد هیوم په څېر لومړنیو نومهالو فیلسوفانو لهخوا په کلکه رد شوه، او واړو خپلو انګلیسي فلسفي لیکنو کې (د «intellectus» یا «intelligence» پر ځای) له «understanding» څخه کار اخېسته. د بېلګې په توګه: هابز خپل په لاتیني اثر «De Corpore» د «intellectus intelligit» عبارت کاروي، چې انګلیسي معنی یې «پوهاوی پوهېږي» ده، او دا د منطقي «اپلتو» یو بېلګهییز مثال دئ. لهدې امله په انګلیسي ژبې فلسفه کې د «intelligence» وییکي کارونه کمرنګه وه، خو وروسته بیا په لا نومهاله ساپوهنه کې (له مدرسي تیوريګانو سره چې دممهال دغه وییکی کاروي) د وییکي د کارونې ډګر لا پراخ شو.[۳][۴][۵][۶]
انساني ځیرکتیا د انسانه هغه فکري/عقلاني پیاوړتیا ده چې د پېچلي ادراکي تکړهوالي او د خوځښت او باخبرۍ د لوړو کچو په توګه پېژندل کېږي. ځیرکتیا انسان ته وړتیا وربخښي ترڅو د څیزونو په هکله یو انځور په ذهن کې ولري او له هغه انځور څخه په راتلونکو چلندونو کې ګټه واخلي. دا یوه ادراکي بهیر دی او انسان ته ادراکي وړتیاوې ورکوي ترڅو د نښو نښانو نومېرلو، نوښتګري، پلانجوړونې، ستونزو حلولو، د اړیکې ټینګولو په موخه د ژبې کارونې په شمول، زده کړي، جاجونه جوړ کړي، پوه شي او استدلال وکړای شي. ځیرکتیا انسان ته وړتیا ورکوي ترڅو «تجربه واخلي» او «تفکر وکړي».[۷][۸][۹]
د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي د ځیرکتیا په هکله ځیني تعریفونه وړاندې کړي دي، چې په هغو کې د ماشینونو لهخوا ښودل شوې ځیرکتیا هم شاملېږي. ځیني دغه تعریفونه تر هغې کچې ټولیز دي چې کېدای شي د انسان او نورو ژویو ځیرکتیا پهکې راونغښتل شي. یو ځیرک عامل کولای شو د هغه سیسټم په توګه تعریف کړو چې خپل چاپېریال په هکله پوهېږي او هغسې عمل کوي ترڅو خپل د بریا احتمال تر ټولو لوړې کچې ته اوچت کړي. کپلان او هانلین مصنوعي ځیرکتیا داسې تعریفوي: «مصنوعي ځیرکتیا، د بهرنۍ ډېټا د تفسیر/ژباړلو، له هغو څخه زدهکړه ترلاسه کول او د یوه انعطافمنونکې پلي کېدنې له لارې د ځانګړو دندو ترسره کولو او غوښتنو ترلاسه کولو په موخه د نوموړو زدهکړو د کارونې لپاره د یوه سیسټم وړتیا ده». د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ کېدای شي د کمپیوټري لوبو او په عملي توګه د پروټین قاتپهقات کولو په څېر بېلګو له لارې ښکاره کړل شي. اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا (د ځیرکتیا له ټولیز اړخه) تر انسان دمخه شوې ده، چې کله ناکله یې په تعریف کې داسې ویل کېږي: «د یوې پراخې ټولګې د دندو ترسره کولو په هکله د زدهکړې وړتیا».[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal=
(مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)