چاوديدونکي توکي

چاوديدونکي توکي (يا چاوديدونکي مواد) هغه غبرګون ښودونکې ماده ده چې د احتمالي انرژۍ دومره زيات مقدار لري چې کولای شي يوه چاودنه رامنځ ته کړي، که په ناڅاپي ډول دا انرژي خوشې کړای شي، نو عموماً له رڼا، تودوخې، اواز او فشار سره ملګرې وي. يو چاوديدنکی چارج د چاوديدونکو موادو يوه اندازه شوې مقدار دی چې شونې ده يواځې له يو جزء څخه جوړه شوې وي او يا له یو مخلوط جوړه وي چې لږ تر لږه دوه مادې ولري.

شونې ده چې په يوه چاودیدونکي ماده کې زېرمه شوې احتمالي انرژي، د بېلګې په ډول لاندې وي

  • کيمياوي انرژي، لکه نايټروګليسري يا د دانو دوړه
  • تر فشار لاندې ګاز، لکه د ګاز ډبه، د ايروزل بوتل، يا BLEVE
  • هستوي انرژي، لکه چاوديدونکي ايزوټوب يورانيوم-۲۳۵ او پلاټينيوم-۲۳۹

شونې ده چې چاوديدونکي توکي د هغه چټکتيا پر بنسټ په ټولګو ووېشل شي، په کومې چټکتيا سره چې دوی خپرېږي. هغه مواد چې چاودونه کوي (د کيمياوي غبرګون حرکت لوری د غږ د چټکتيا په نسبت په ډېرې چټکتيا سره د موادو په مټ حرکت کوي) «لوړ چاوديدونکي» توکي بلل کېږي او هغه مواد چې اور اخلي «ښکته چاوديدونکي» بلل کېږي. چاودېدونکي توکي د دوی د حساسيت پر بنسټ هم په ټولګو وېشل کېدای شي. هغه حساس مواد چې په نسبي کم مقدار تودوخې يا فشار سره هم پيل کېدای شي ابتدايي چاوديدونکي توکي دي او هغه توکي چې په نسبي ډول ډېر حساس نه دي هغه د  دويمې درجې يا درېیمې درجې چاوديدونکي توکي دي.

د کيمياوي مواد پراخه ډولونه چاودېدای شي؛ يو کم شمېر يې په ځانګړي ډول په چاودېدونکو توکو کې د کارولو په موخه په مصنوعي ډول جوړ شوي دي. پاتې يې ډېر خطرناک، حساس، زهرجن، قيمته، بې ثباته، يا د لنډې مودې په تېرېدو سره د تحليل او خرابېدو سره برابر وي.

له بلې خوا، ځينې توکي يواځې هغه دي، که له چاودنې پرته وسوځول شي اور اخلي يا لمبه کېږي.

په هر حال، دا توپير دومره زيات نه دی. ځانګړي مواد –دوړې، پوډر، ګازونه، يا بې ثباته عضوي مايعات – شونې ده چې په عادي شرايطو کې په ساده ډول سوځېدونکي يا لمبه کېدونکي وي، خو په ځانګړو شرايطو يا بڼو کې چاودېدونکي ګرځي، لکه د هوا خپرې شوې وريځې، يا ناڅاپي راايسارېدل يا ناڅاپي خوشې کېدل.

تاريخ

د يوناني اور په څېر لومړنۍ ترمل (حرارتي) وسلې له لرغونو زمانو موجودې دي. د دې په جرړو کې د کيمياوي چاودېدونکو توکو تاريخ د باروتو په تاريخ کې پټ دی. په نهمه پېړۍ کې د «ټانګ» کورنۍ د واکمنۍ پر مهال، ټاوسټ چينايي کيمياپوهانو په لېوالتيا سره د تلپاتې کېدو د درملو موندلو هڅې کولې. په دې جريان کې، هغوی په ۱۰۴۴ز کال کې د ډبرو سکرو، ښورې او ګوګړو څخه جوړو شويو تورو پوډرو د چاودنې له ايجاد سره مخ شول. باروت د کيمياوي چاودېدونکو توکو لومړۍ بڼه وه او تر ۱۱۶۱ز کال پورې، چينايانو په لومړي ځل په جګړه کې له چاودېدونکو توکو کار اخيست. چينايانو به چاودېدونکي توکي په باڼس لرګي يا د ژیړو په نل کې ايښودل او ويشتل چې دا يې د باڼس پټاکۍ بللې. چينايانو همدا راز د باڼس په پټاکيو کې ژوندۍ مږې اېښودلې؛ کله به چې د دوښمن پر لور ووېشتل شوې، نو اور اخيستو مږو به سترې روانې اغېزې پیدا کولې – د دوښمن سرتيري به يې وېرول او د سپرو سرتېرو واحدونه به يې سرګردانه کول.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

له تورو پوډرو څخه ډېر پياوړي لومړي ګټور چاوديدونکي توکي «نايټروګلسرين» و، کوم چې په ۱۸۴۷ز کال کې جوړ شوي و. له دې امله چې نايټروګلسرين مايع او زيات بې ثباته دي، په ۱۸۶۳ز کال کې په نايټرو سيلولوز، ټراينيټروټولويون (TNT) بدل کړای شول، په ۱۸۶۷ کې له دود پرته په پوډرو او ډاينامايټ او په اګنايټ باندې بدل کړای شول (وروستي دوه توکي يې د کيمياوي بديلونو پر ځای د نايټروګلسرين غوره مستحکم جوړ شوي مواد دي، دواړه الفريډ نوبل ايجاد کړي وو). په لومړۍ نړیواله جګړه کې TNT د توپونو په سرګلولو کې وکارول شول. په دويمه نړيواله جګړه کې نوي چاوديدونکي توکي په پراخه کچه وکارول شول (د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال کارېدلو چاوديدونکو توکو نوملړ وګورئ).

له بلې خوا، د دې ځای زياتو پياوړو چاوديدونکو توکو، لکه C-4 او PETN نيولی دی. په هر حال، C-4 او PETN له وسپنې سره غبرګون ښيي او په اسانۍ سره اور اخلي، بیا هم د TNT پر عکس، C-4 او PETN د اوبو ضد او نرم دي.[۸]

استعمال

سوداګريز

د چاودېدونکو توکو تر ټولو زيات استعمال په کان کېندنه کې کېږي. که کانونه د ځمکې په سطحه وي، که د ځمکې په داخل کې خښ شوي وي، په يو ټاکلي ځای کې د لوړو يا کمو چاودېدونکو توکو چاودنه يا اور ورته کول د دې لپاره کارول کېږي چې د يوې ماتېدونکې مادې د يوې مناسبې اندازې ټاکلی فرعي حجم يا د همدې موادو زيات حجم ازاد کړای شي. د کان کيندنې صنعت له نايټريټ څخه جوړ شوي چاودېدونکي توکي کاروي، لکه د سون توکو د تيلو محلول او د امونيم نايټريټ محلول، د امونيم نايټريټ دانې (د سرې دانې) او سون توکو د تيلو (ANFO) او د جيليټنس مخلوط، يا امونيم نايټريټ او اور اخيستونکو سون توکو مخلوط.

په مادي ساينس او انجنيرۍ کې، چاوديدونکي توکي په پوښ ورکولو (چاودېدونکې جوشکاري) کې کارول کېږي. د يو شمېر موادو نرۍ تخه د يو مختلف ډبل پوړ پر سر اېښودل کېږي، عموماً دواړه پوړونه د فلز وي. د نري پوړ پر سر چاودېدونکي مواد اېښودل کېږي. د چاودېدونکو توکو لرونکي پوړ په يو سر کې چاودنه پيل کېږي. دواړو فلزي پوړونو ته يو د بل سره په تېز رفتار سره زور ورکول کېږي. چاودنه د پيل له برخې څخه په ټولو چاودېدونکو توکو کې خپرېږي. په بېلګه يیز ډول، دا چاره د دوه پوړونو تر منځ يوه معدني اړيکه پېدا کوي.

له دې امله چې هغه موده کمه ده چې د ضربې يوه څپه يې په يوه نقطه کې تېروي، په همدې بنسټ د ژوروالي د يو چاود په مټ، د دوه فلزاتو او د هغوی د سطحو د کيميا سره يو ځای کېدل لېدای شو او دوی په يو نه يو ډول سره ګډېږي. دا هم شونې ده چې د کوم يو پوړ څخه د سطحې توکو يو څه برخه ووځي، کله چې د توکو پای ته ورسېږي. په همدې بنسټ، سره د ويډنګ شويو دوه ګونو پوړونو کتله اوس، د دوه ابتدايي پوړونو د کتلو له مجموعې څخه کمه وي.

داسې استعمالات يې هم شته، چېرته چې د يوې ضربې څپه او ساکنه برېښنا د لوړ رفتار ويشتلو لامل وګرځي.

بڼې

کيمياوي توکي

چاودنه د خپله جوړ شوي کيمياوي غبرګون يوه بڼه ده، کومه چې کله پيل شي، له هغې وروسته د يو ستر تودوخه زېږونکي بدلون (په زیاته اندازه د تودوخې خوشې کول) او يو ستر مثبت اينتروپي بدلون (په زياته اندازه د ګازونو خوشې کېدل) دواړو په مټ د غبرګون ورکونکو په مټ تر توليداتو پورې رسېږي، له همدې امله، په ډېرې چټکۍ سره پر خپرېدونکي عمل سربېره، له ترموډينامک پلوه د خوښې وړ پروسه منځ ته راوړي. له همدې کبله، چاودېدونکي توکي داسې مواد دي چې په کيمياوي پيوندونو کې په زياته اندازه زېرمه شوې انرژي لري. د ګازي تولیداتو انرژي لرونکي ثبات او په همدې بنسټ د هغې تر لاسه کېدل د کاربن مونو اکسايډ، کاربن ډای اکسايډ او (di) نايټروجن په څېر پیاوړي پيوند شويو انواعو له جوړېدو څخه منځ ته راځي، کوم چې پياوړي دوه ګوني او درې ګوني پيوندونه وي، د کوم د پيوند پياوړتيا چې تقريباً 1 MJ/mole وي. د پايلې په توګه، ډيری سوداګريز چاودېدونکي توکي عضوي مرکبات وي په کومو کې چې -NO2، -ONO2 او -NHNO2 ګروپونه موجود وي، کله چې دوی چاودنه کوي، نو د پورته يادو شويو په څېر ګازونه خارجوي (د بېلګې په ډول نايټروګلسرين، TNT، HMX، PETN، نايټروسيلوز).[۹]

چاودېدونکي توکي د هغې د اور اخيستلو د اندازې سره سم د لږو يا زياتو چاودېدونکو توکو په توګه ډلبندي کېدای شي: کم چاودېدونکي په چټکۍ سره سوځي (يا اور اخلي)، په داسې حال کې چې لوړ چاوديدونکي چاودنه کوي. په داسې حال کې چې دا تعريفونه سره توپير لري، خو په چټکۍ سره د تجزیه کېدو کره اندازه کېدلو ستونزه د چاودېدونکو توکو عملي ډلبندي ستونزمنه ګرځوي.

سرچينې

  1. Sastri, M.N. (2004). Weapons of Mass Destruction. APH Publishing Corporation. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7648-742-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Singh, Kirpal (2010). Chemistry in Daily Life. Prentice-Hall. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-203-4617-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sigurðsson, Albert (17 جنوري 2017). "China's explosive history of gunpowder and fireworks". GBTimes. مؤرشف من الأصل في 1 دسمبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Pomeranz, Ken; Wong, Bin. "China and Europe, 1500–2000 and Beyond: What is Modern?" (PDF). Columbia University Press. مؤرشف (PDF) من الأصل في 13 دسمبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kerr, Gordon (2013). A Short History of China. No Exit Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84243-968-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Takacs, Sarolta Anna; Cline, Eric H. (2008). The Ancient World. Routledge. د کتاب پاڼې 544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Back, Fiona (2011). Australian History Series: The ancient world. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86397-826-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ankony, Robert C., Lurps: A Ranger's Diary of Tet, Khe Sanh, A Shau, and Quang Tri, revised ed., Rowman & Littlefield Publishing Group, Lanham, MD (2009), p.73.
  9. Porterfield, W.W. (1993). Inorganic Chemistry: A Unified Approach (الطبعة 2nd). San Diego: Academic Press, Inc. د کتاب پاڼي 479–480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)