کارولینجي سترواکۍ Carolingian Empire (۸۰۰-۸۸۸ز کلونه) د منځنۍ دورې په لومړیو کې په لویدیځې او مرکزي اروپا کې د فرانکیانو یوه لویه واکمني وه، دا د کارولینجي کورنۍ له خوا اداره کېده، چې له ۷۵۱ ز کال راهیسې یې د فرانکس پاچایانو او له ۷۷۴ ز کال راهیسې یې په ایټالیا کې د لومبارډ پاچایانو په توګه حکومت کاوه.
په ۸۰۰ ز کال کې، د فرانک پاچا شارلماني، په روم کې د درېیم پاپ لیو له خوا له ختیځ نه تر لویدیځه پورې د روم سترواکۍ د غځولو د هڅې لپاره د سترواک تاج ترلاسه کړ. د کارولینجي سترواکۍ د سپېڅلي روم سترواکۍ په تاریخ کې لومړی پړاو ګڼل کېږي، چې تر ۱۸۰۶ ز کال پورې یې دوام وکړ.
د «کارولینجي سترواکۍ» اصطلاح، یو عصري تړون دی چې د معاصرانو له خوا یې نه دی کارول شوی. په سترواکۍ کې د رسمي کړنو ژبه لاتیني وه. دا سترواکۍ په بېلابېلو نومونو یاده شوې، لکه: universum regnum («ټوله پاچهي» د سیمه ييزو پاچاهیانو پر وړاندې)، Romanorum sive Francorum imperium («د روميانو او فرانیکانو سترواکۍ»)، Romanum imperium (« د روم سترواکۍ») او یا هم imperium christianum («عیسوي سترواکۍ»).[۱][۲]
که څه هم چارلس مارټیل (د خپل زوی درېیم پیپین)، یا د سترواک (د خپل لمسيشارلمانيپه توګه) د پاچا لقب غوره نه کړ، هغه د پیرنې په شمال کې یا د نن ورځې لویدېځه اروپا مطلق واکمن و. یوازې د ساکسون سیمې پاتې وې چې هغه یې هم تر یوې اندازې فتح کړې وې، لومبارډي او د پیرنې په سویل کې مارکا هسپانیکا سیمې، د هغه له مړینې وروسته د فرانکیانو په سترواکۍ کې ورزیاتې شوې دي.
مارټل په ۷۳۲ ز کال کې د سیاحت په جګړې کې د مسلمان لښکر پر واړندې د عیسوي اروپا په دفاع سره په تاریخ کې خپل ځان ثابت کړ. د ایبیریا مسلمانانو د بربر سپکو اسونو سپاره له درنو عرب سپرو سره یوځای کړه، ترڅو یوه پیاوړې اردو رامنځته کړي چې تقریبا هیڅکله ماتهشوې نه وه.[۳]
کارولینجي سترواکۍ د شارلماني واکمنۍ پر مهال د لویدیځې اروپا ډېری برخې تر خپل پوښښ لاندې راوستلې وې، لکه څنګه چې یو وخت د روم سترواکۍ هم همداسې وه. د رومیانو پر خلاف، چې د راین او ایلب ترمنځ یې د سترواکۍ پانګونې له شلو کلونو څخه لږ دوام وکړ او په پای کې د ټیوټبورګ په ځنګل کې د ناورین له امله په (۹ وروسته له میلاد) له منځه لاړه، شارلماني الماني مقاومت ته ماتې ورکړه او خپل ساطنت یې په دوامداره توګه تر ایلبي پورې وغځاوه، چې د شارلماني واکمني په وخت کې یوه له ثابتو جګړو څخه وه. په کلنیو جګړو کې يې خپله برخه اخیسته او ډېری یې خپله رهبري کولې. هغه په ۷۷۴ کې د لومبارډ پاچهۍ ته ماتې ورکړه او ځان یې د « د لومبارډ پاچا» په توګه اعلان کړ او هغه یې د خپلې واکمنۍ تر نفوذ لاندې راوستله. [۴][۵]
د سترواک په توګه د لویس پیوس پاچهي ناڅاپه وه، هغه د شارلماني د درېیم زوی په توګه، په درې کلنۍ کې کله چې یې خپلې مشرانې خویندې او وروڼه یې له لاسه ورکړل، نو دی له «پاچهۍ څخه په یوه سترواک باندې» بدل شو او د اکویتین پاچا شو.[۶]
که څه هم د هغه پاچهۍ تر پایه پورې د کورنۍ جګړې تر اغېز لاندې وه، لکه څنګه چې د هغه له لقب څخه ښکاري، هغه له مذهبي مسایلو سره ډېره مینه درلوده. یو له لومړنیوکارونو څخه چې هغه یې ترسره کړ،«په قانون او د هغه د تقوی په شتمنۍ سره د خلکو حاکمیت»، یعنې د کلیساګانو بیارغونه یې پیل کړه. [۷]
په پای کې، چارلز او الماني لویس د جګړې لپاره لوتار ته ولاړل. په فونیتای جګړې کې له ماتې وروسته لوتار په اتن کې خپلې پلازمینې ته وتښتېد او یو نوی لښکر یې جوړ کړ چې د ځوانانو وروڼو تر لښکرو یې کمزوری و.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
سترواکۍ د چارلس بالډ له مړینې وروسته، په شمال او لویدیځ کې د ویکینګز له خوا تر برید لاندې وه او له ایټالیا څخه تر بالتیک پورې، په ختیځ کې تر هنګري پورې په لویدیځ کې تر اکویتین پورې له کورنیو جګړو سره مخامخ وه. چارلس بالډ په ۸۷۷ ز کال کې د مونټ سینیس د پاسه په تېرېدو مړ شواو د هغه زوی، لوئس سټاممر د لویدیځ فرانکانو د پاچا په توګه وټاکل شو، خو د سترواک لقب یې له لاسه ورکړ. او کارلومن اکویتین او برګنډي یې لاسته راوړل. د ایټالیا سلطنت په پای کې د باویریا پاچا کارلومن ته ورکړل شو، خو مغزي سکتې هغه دې ته اړ کړ چې ایټالیا خپل ورور چارلس فاټ ته او باویریا هم ساکسوني لویس ته پرېږدي.
په کارولینجي سترواکۍ کې د توکم مطالعې په پراخه کچه محدودې وې. په هرحال، دا منل کیږي چې په دې سترواکۍ کې لوی توکمونه، لکه: فرانک، الیماني، باویران، تورینګیان، فریسیان، لومبارډ، ګوت، رومن او سلاو مېشت وو. په دې دوره کې توکم د هویت پېژندنې له ډیری سیسټمونو څخه یوازې یو سیسټم وو او د ټولنیز دریځ او سیاسي ادارې ښودلو یوه لاره وه. ډیری سیمه ییز او توکمیز هویتونه ساتل شوي وو او وروسته په سیاسي برخه کې د پام وړ وګرځېدل.[۱۴]
د کارولینجي سترواکۍ حکومت، اداره او تنظیم د ۸۰۰ لسیزو په شاوخوا کې د شارلماني په محکمې کې جوړ شو. په دې کال کې، شارلماني د سترواک تاج ترلاسه کړ. په اچین کې رامنځته شویو سیاسي اصطلاحاتو د منځنۍ پیړۍ د پاتې نورو کلونو لپاره د لویدیځې اروپا په سیاسي تعریف باندې پراخه اغیزه درلوده. د حکومتولۍ په زړو میکانیزمونو کې کارولینجي پرمختګونه، د تاریخ پوهانو له خوا د مرکزي کنټرول د زیاتوالي، اغیزمنې بیوروکراسۍ، مسؤلیت درلودل او کلتوري بیا رغولو لپاره ستایل شوي دي.
د چارلس مارټل د الحاق او د ساکسون فرانکي ځواکونو سره د جګړو د پای ته رسولو لپاره به تقریبا هر کال هلې ځلې روانې وې، ډیری وختونه به د دښمن سیمو ته تلل. شارلماني به د ډیرو کلونو لپاره د پاک اختر په شاوخوا کې یوه غونډه راغونډوله او یوه نظامي هڅه به یې پیلوله چې معمولا د اوړي په اوږدو کې به ترسره کېده، ځکه چې په دې کار سره به یې ډاډ ترلاسه کاوه چې د جنګیالیو لپاره کافي اکمالات شتون لري.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
شارلماني مقررات تصویب کړل چې ټول راټول شوي جنګیالي باید خپلې وسلې ولري او راوړي. شتمن سپاره عسکر باید خپلې زغرې، بې وزله سړي باید نېزې او ډالونه راوړي او هغه کسان چې ګاډۍ چلوي، باید کمان او غشی په خپل ملکیت کې ولري. د احکامو په اړه، نارینه وو ته لارښوونه شوې چې تر هغه وخته پورې خواړه ونه خوري، چې یوه ځانګړي ځای ته ورسیږي او ګاډۍ باید د درېیو میاشتو خوراکي توکي او د شپږو میاشتو په ارزښت وسلې او جامې د وسایلو سره یو ځای کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
شاهي کورنۍ یوه سفر کوونکې اداره وه (تر ۸۰۲ ز کال پورې) چې د سلطنت شاوخوا ته ګرځیدل، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې په سیمه کې ښه حکومت ساتل کیږي. ترټولو مهم منصبونه یې روحاني وو (چې په سلطنت کې د ټولو کلیسایزو چارو مسؤل و). احتمالا له روحاني او وړې کلیسا سره تړلی د صدراعظم دفتر و ، د صدارت مشر، د غیر دایمي لیکلو دفتر و. تولید شوي منشورونه لومړني وو او ډیری یې د ځمکې د کارونو اړوند وو. د چارلس د واکمنۍ څخه ۲۶۲ منشورونه پاتې شوي ديو چې پر وړاندې یې ۴۰ د پیپینز څخه او ۳۵۰ له لوئس پیوس څخه پاتې دي.
Overall population estimates for the Carolingian empire range today from ten to twenty million, including the Italian territories. The size of the Carolingian empire can be roughly estimated at 1,112,000 km2الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)