جورج سي. مارشال

کشر جورج کاټلیټ مارشال (دیسمبر 31، 1880 – اکتوبر 16، 1959) د امریکایی پوځ یو افسر او سیاستوال و. هغه د متحده ایالاتو په پوځ کې ترفيع وکړه، تر څو د ولسمشرانو هر یو فرانکلین ډی. روزویلټ او هیری ایس. ټرومان د حکومتونو پر مهال د متحده ایالاتو د پوځ لوی دستریز شو، وروسته یی د ټرومان په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع د وزیر په توګه دندې تر سره کړې. وینسټن چرچیل په دويمه نړیواله جګړه کې د متحدینو د بریا لپاره د هغه د مشرۍ ستاینه وکړه. له جګړې وروسته، هغه د چين د کورنۍ جګړې په مخنيوي کې له ناهيلۍ ډک يو کار تېر کړ او په خپله هڅه کې ناکام شو. د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، مارشال د جګړې وروسته د اروپا بیا رغونې لپاره د متحده ایالاتو د اقتصادي او سیاسي ژمنتيا ملاتړ وکړ، د مارشال پلان په ګډون چې د هغه په نوم نومول شوی و. د دې کار د منلو په پار، هغه ته په 1953ز کال کې د نوبل سولې جایزه ورکړل شوه چې په دې سره هغه د پوځ یواځینی جنرال و، چا چې دا ویاړ تر لاسه کړ.[۱][۲]

هغه په پنسلوانیا کې زېږېدلی، او د ویرجینیا له پوځی انستیتیوت څخه په 1901ز کال کې فارغ شوی و. مارشال د 1902ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د پیاده ځواکونو د دويم بریدمن په توګه خپل ماموريت ترلاسه کړ او سملاسي فلپين ته ولاړ. د فیلیپین-امریکایی جګړې پر مهال د ډلګۍ مشر او کپتان (جګړن/جګتورن) په توګه د دندو په ګډون، نوموړي په متحده ایالاتو او بهر کې په لوړو او مسئولیت لرونکو چوکيو دندې تر سره کړې. هغه په 1907ز کال کې د خپل پلي-سپاره ښوونځي په کورس کې د پنځو اعزازي فارغانو له ډلې لومړی و، او په 1908ز کال کې د ارمي سټاف کالج له ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شو. په 1916ز کال کې، مارشال د لويديځ ډيپارټمنټ د قوماندان «جی. فرانکلین بيل» د شخصي مرستيال په توګه وټاکل شو. وروسته له دې چې په 1917ز کال کې، دا هېواد په لومړۍ نړيواله جګړه کې داخل شو، مارشال بیا هم له «بیل» سره يو ځای دنده تر سره کړه، څوک چې هغه مهال د ختيځ ډيپارټمنټ قوماندان و. هغه د لومړۍ فرقې په کارکوونکو وګمارل شو؛ نوموړي ته په متحده ایالاتو کې د سازمان په خوځښت راوستلو او روزنې او همدرانګه په فرانسه کې د دوی د جنګي عملیاتو د پلان جوړولو دنده وسپارل شوه. نوموړی وروسته د امریکا د اکتشافي ځواکونو په درستيزوالۍ کې وګومارل شو، د «Meuse-Argonne» د جګړې په ګډون نوموړی د امريکايي عملياتو يو مهم پلان کونکی و. [۳][۳]

له جګړې وروسته، مارشال د پوځ له لوی درستيز «جان جی. پیرشینګ» سره د شخصي مرستيال په توګه وټاکل شو. مارشال وروسته د فوځ په درستيزوالۍ کې دنده تر سره کړه، په چين کې د پنځلسم پلی کنډک اجرائيوي افسر او په ارمي وار کالج کې ښوونکی و.. په 1927ز کال کې، هغه د پوځ د پیاده ښوونځي مرستيال قومانان شو، چیرې چې هغه د قوماندې او کارکوونکو پروسې عصري کړې، کوم چې په دويمه نړیواله جګړه ستره ګټه ثابته شوه. په 1932 او 1933ز کلونو کې هغه د اتم پلي کنډک او په جورجيان کې د سکريون د کلا مشري وکړه. مارشال له 1936 څخه تر 1938ز کال پورې پنځمه لواء، درېيمه پلې فرقه، او وینکور بارکونه اداره کړل؛ نوموړي د برید جنرال تر رتبې پورې ترفېع وکړه.[۴]

د دې قوماندې پر مهال، مارشال په اریګون او سويلي واشینګټن کې د پنځه دېرشو ملکي ساندوی قول اردو مسئول هم و. د 1938ز کال د جولای ميیاشت کې، مارشال د جګړې د څانګې په درستيزوالۍ کې د جګړې د پلانونو په فرقه کې وګومارل شو؛ هغه وروسته د پوځ د لوی دستریز مرستیال شو. کله چې په 1939ز کال کې «مالین کرایګ» تقاعد شو، مارشال دې مقام ته د هغه د ټاکل کیدو دمخه د سرپرست په توګه د لوی درستیز دنده پر غاړه واخیسته، کومه چې هغه په 1945ز کال کې د جګړې تر پای پورې وساتله.[۵]

د لوی درستیز په توګه، مارشال، د جګړې د وزير «هینري ایل. سټیمسن» سره نږدې کار کاوه، د متحده ایالتو په تاریخ کې یی ترټولو لويه نظامي پراختیا تنظیم کړه، او د پوځ د جنرال په توګه یې د پنځه ستوريزۍ رتبه تر لاسه کړه. مارشال د جګړې تر پایه په اروپا او آرام سمندر کې د متحدینو عملیات همغږي کړل. د وینسټن چرچیل او نورو متحدینو مشرانو څخه د ستاینې سربیره، ټایم مجلې د 1943ز او 1947ز کلونو لپاره مارشال د کال د سړي په توګه ونوماه. مارشال د پنځه ستوريز افسر د رتبې لرونکي لپاره د شرط په توګه، په 1945ز کال کې د په جګړه کې د ګډون له خدمت څخه تقاعد اعلان کړ، خو په فعاله دنده پاتې شو. د 1945ز کال د ديسمبر له پنځلسمې د 1947ز کال د جنورۍ تر مياشتې بورې، مارشال چین ته د «چیانګ کای شیک»  ملتپالو او «ماو زیډونګ» کمونیسټانو ترمنځ د ایتلافي حکومت د خبرو اترو د ناکامې هڅې لپاره د استازي په توګه ولاړ.[۶][۷]

له 1947 څخه تر 1949ز کال پورې، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، مارشال د اروپا د بیارغونې پلوي وکړه، چې دغه پروګرام بیا د مارشال پلان په نوم وپیژندل شو، د کوم له امله چې هغه ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه. د بهرنیو چارو له وزارت څخه تر استعفاء وورسته، مارشال د امریکایی جګړې د یادګارونو د کمیسیون د مشر او د امریکایی ملي سور صلیب د رئیس په توګه دندې ترسره کړې. د کوریایی جګړې په پیل کې د دفاع د وزیر په توګه، مارشال د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د سرتېرو د مرخص کولو  او بیا په کوریا کې د جګړې او د سړې جګړې پر مهال د عملیاتو لپاره لومړنيو جوړښتونو د چمتو کولو په پای کې د پوځ د باور او روحياتو د بیرته راګرځولو لپاره کار وکړ. د دفاع د وزیر په توګه له استعفا وروسته، مارشال په ویرجینیا کې کور ته تقاعد شو. هغه په 1959ز کال کې مړ شو او په «ارلینګټن» ملي هديره کې په وياړ سره خاورو ته وسپارل شو. [۸][۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

جورج کاټلیټ مارشال د پینسلوانیا په ی«ونین ټاون» کې زېږېدلی و، د پلار نوم یی جورج کاټلیټ مارشال او د مور نوم یی لورا امیلی مارشال و،نوموړی د مور او پلار په درې بچيانو کې تر ټولو کشر و. د کورنۍ له دواړو خواوو څخه يې تر «کينټاکي» پورې اړيکه درلوده، خو دوی په ویرجینیا کې خپل نسل ته ترجيح ورکوله. نوموړی همدا راز د پخواني قاضي القضات جان مارشال د اکا د زوی کړوسی هم و (د تره د زوی کړوسی). د مارشال پلار د سکرو او «کوک» سکرو په سوداګرۍ کې فعال و. وروسته، کله چې له هغه څخه د هغه د سياسي وفادارۍ په اړه پوښتنه وشوه، مارشال به کله د ټوکې په ډول ویل چې  پلار يې دیموکرات او مور یی جمهوري غوښتونکې وه، په داسې حال کې چې هغه خپله یو اسقفي پلوه و. [۳][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۰]

مارشال په «یونین ټاون» کې د اغلې السینډا تامپسون په خصوصي ښوونځي کې زدکړې کړې وې، او یو کال یې د «یونین ټاون» په مرکزي ښوونځي کې تیر کړ. د ژوند په پیل کې یی پریکړه وکړه چې په ​​پوځ کې کار وکړي، خو د هغه د اوسط نمرو له امله، د متحده ایالاتو په پوځي اکاډمۍ کې د هغه د ټاکنې شونتيا نه وه، له همدې امله د ویرجینیا پوځي انستیتوت ته د رسمي زده کړو لپاره ولاړ. د مارشال ورور ستوارت، چې د همدغه انستیتیوت پخوانی محصل و، باور درلود چې جورج به بريالی نه شي، او ویل به یی چې مور یی باید  جورج ته اجازه ورنه کړي، اندېښنه يې درولده چې هغه به د کورنۍ د بدنامۍ لامل وګرځي. د خپل ورور د سپین مخۍ لپاره، مارشال د شپاړس کلنۍ په عمر کې د 1897ز کال د دیسمبر په میاشت کې نوملیکنه وکړه. د هغه د زده کړې او لګښتونو تادیه کولو لپاره، د مارشال مور په یونين ټاون او د کينټاکي په اګسټا کې خپله څو ټوټې ځمکه وپلورله. [۱۰][۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۴]

سرچينې

  1. CNN: George C. Marshall.
  2. Historical Office.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ George Catlett Marshall Timeline.
  4. Smith, Truman (1984). Hessen, Robert (المحرر). Berlin Alert: The Memoirs and Reports of Truman Smith. Stanford, CA: Hoover Institution Press. د کتاب پاڼي 21–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8179-7891-4 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Underwood, Jeffery S. (1991). The Wings of Democracy: The Influence of Air Power on the Roosevelt Administration, 1933-1941. College Station, TX: Texas A&M University Press. د کتاب پاڼي 191–192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8909-6388-3 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Wedemeyer.
  7. Person of Year Photo 2006.
  8. Marshall Is Named Head 1949، ص. 6.
  9. Del Testa، Lemoine او Strickland 2001، ص. 120.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Zajac 2003.
  11. Stoler 2015.
  12. Higginbotham 1985، ص. 106.
  13. Unger، Unger او Hirshson 2014، ص. 2.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Cray 1990، صص. 23–24.
  15. National Portrait Gallery: Marshall children.
  16. Early Career.