يو سيکولر دولت یا سيکولر هېواد په (انګرېزي: Secular State) هغه نظریه ده چې په سیکولاریزم پورې اړوند ده، چې له مخې یې یو دولت په رسمي بڼه په مذهبي مسایلو کې بې پلوه وي او له دین او بې دیني څخه ملاتړ نه کوي. یو سیکولار دولت دا ادعا لري چې له خپلو ټولو اتباعو سره د هغوی د مذهب په پام کې نیولو نه پرته په مساویانه ډول چلند کوي او مدعي وي چې د مذهبي اعتقاداتو، تړاو یا د کومو نورو ځانګړنو لرونکو وګړو پر وړاندې له ترجیحي کړنو ډډه کوي.[۱]
سیکولار دولتونه کوم دولتي دین/ترجیحي دین (د بېلګې په توګه یو رسمي دین) یا د هغه معادل نه لري، که څه هم د دولتي رسمي دین نشتوالی په دې معنی نه ده چې یو دولت له هره اړخه په بشپړه توګه سیکولار یا مساوات غوښتونکی دی. د بېلګې په توګه، ځینې دولتونه کوم چې خپل ځان سیکولار بولي خو بیا هم په خپلو ملي سرودونو او بیرغونو کې مذهبي ارجاعات لري یا هم داسې قوانین لري چې تر نورو دینونو یوه دین ته پکې ترجیح ورکړل شوې وي.
سیکولاریزم کېدای شي د یوه دولت په جوړولو (د بېلګې په توګه، د شوروي جمهوریتونو اتحاد، متحده ایالات، هند) یا وروسته سیکولاریز کېدو سره (لکه فرانسه یا نیپال) رامنځته شي. په فرانسه کې د laïcité خوځښتونه او په متحده ایالتونو کې د کلیسا او دولت بېلتون د سیکولاریزم عصري مفاهیم تعریف کړل. د امریکا متحده ایالات په لویدیځ او ټوله نړۍ کې لومړنی سیکولار ملت دی. له تاریخي اړخه، د سیکولاریزم بهیر په معمول ډول د مذهبي ازادیو ورکړه، د دولتي دینونو له منځه وړل، د دین لپاره د عامه سرچینو د کارولو درول، له مذهبي کنټرول څخه د حقوقي نظام خلاصیدل او د روزنیز سیستم ازادیدل پکې شاملیږي او د هغو اتباعو زغمل چې خپل دین ته تغییر ورکوي یا خپل دین پریږدي او سیاسي مشرانو ته دا اجازه ورکوي څو پرته له دیني عقایدو څخه واک ته ورسیږي.[۲][۳]
د بېلګې په توګه په فرانسې، ایټالیا او هسپانیا کې د دولتي ادارو لپاره د رسمي رخصتیو ورځې، د مسیحیانو د جشن ورځې دي. په فرانسه کې هر خصوصي ښوونځی چې د دې هېواد له ملي زده کړو سره قرارداد کوي دا په دې معنی ده چې ښوونکو ته یې د دولت له خوا معاش ورکول کېږي، چې زیاتره کاتولیک ښوونځي په دغه وضعیت کې دي او له تاریخي اړخه هغوی په اکثریت کې دي. له دې سره، نور مذهبي یا غیرمذهبي ښوونځي هم په دې ډول قرارداد کوي. په ځینو اروپايي هېوادونو کې چې سیکولاریزم له تک فرهنګي خیرغوښتنې سره مخ وي، ځینې اصلي مسیحي فرقې او د نورو ادیانو فرقې د خپلو ځینو مذهبي خیریه مالي سرچینو له اړخه په دولت پورې تړلي دي. په شراکتي قانون او د خیریه چارو په قانون کې دا خبره عامه ده چې باید د همدې پیسو له استعمال څخه سازمان شوی مذهب باید د عبادت په یوه بېل ځای کې د مذهبي عبادت یا د دین د بدلولو لپاره کار اخیستل ممنوع دي؛ مذهبي پلاوی باید په خپله مذهبي محتوی، تحصیل یافته روحانیون او غیرمذهبي کسان باید د خپلو دندو د تر سره کولو په موخه وړاندې کړي او کېدای شي خپل ځینې وختونه بېلابېلو خیریه چارو ته ځانګړی کړي. په دې اړه، ځینو خیریه موسساتو سیکولار سازمانونه جوړ کړي دي چې د مذهبي پلاوو له خوا ټول یا ځینې مالي مرستې مدیریت کوي. [۴][۵]
مذهبي او غیرمذهبي موسسات کولای شي دولت ته د برابرو پیسو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وړاندې کړي او د ارزول شویو ټولنیزو پایلو له مخې چې د مذهبي غیرمستقیمې دولتي بودیجې شتون په صورت کې یا هم یوازې د هغو سازمانونو د ذینفعانو د شمېر له مخې سب سایډي ترلاسه کړي. دا د متحده ایالاتو د خیریه انتخاب په څیر دی. دا خبره شکمنه ده چې ایا دولتي مذهبي بودیجه د بشر د حقونو په اړه د اروپايي کنوانسیون سره په مطابقت کې ده که نه؟. په ظاهره توګه، پر دې موضوع باندې تر اوسه د ECHR د قوانینو له مخې په ګڼ هېوادیزه توګه سره تصمیم نه دی نیول شوی کوم چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له حقونو څخه رامنځته شوی، چې په خپلو ګډو ټولنیزو بنسټیزو حقونو په تامین کې تبعیض نه لرل الزامي ګڼي. په ځانګړې توګه، د ځینو مشخصو خدماتو تمویل د دولت د عدم تبعیض له اعمالو سره مطابقت نه لري.[۶][۷]
زیاتره هغه دولتونه چې اوسمهال په عمل کې سیکولار دي ښايي د هغو داسې قانوني لارې چارې ولري چې په هغو کې پخواني مذهبي اثار موجود وي. سیکولاریزم په خپله بېلابېل ډولونه لري چې ښايي له رسمي دین سره تر یوې اندازې پورې ورته وي. په بریتانیا کې د دولت مشر اوس هم اړ دی چې د تاج اېښودنې لوړه تر سره کړي کوم چې دا قانون په ۱۶۸۸ کې تصویب شوی و او په دې مراسمو کې لوړه کوي چې د پروتیستانت اصلاح شوی دین او د انګلستان رسمي کلیسا به ساتي. همداشان بریتانیا د انګلستان د کلیسا ۲۶ لوړپوړو روحانیونو ته د لارډونو په شورا کې څوکۍ لري چې د Lords Spiritual په نوم پیژندل کېږي. په کاناډا کې د حقونو او ازادیو کاناډايي منشور بیا د وجدان او مذهب، افکارو، عقایدو، نظریاتو او بیان په نوم سیکولار ازادي وړاندې کوي، چې د بیان په برخه کې ارتباطات، اجتماعات او ټولنې شاملیږي، خو د همدې منشور سریزه بیا د «خدای د برتري» مفهوم ساتلی چې دا د هغو کسانو لپاره چې پر بې خدايي اعتقاد لري یا پر څو خدایانو باندې اعتقاد لري له هغې ډلې الحاد او بودایزم لپاره مضر تمامیږي. ایټالیا په ۱۹۴۸ کال کې د اساسي قانون له تصویب وروسته یو سیکولار دولت دی (کوم چې په ۱۹۸۵ کال کې د اساسي قانون د محکمې له خوا پرې ټینګار شوی)، خو بیا هم د کاتولیک کلیسا لپاره یو ځانګړی حالت په رسمیت پیژني. سره له دې، معکوس پرمختګ هم ممکن رامنځته شي، ځکه چې یو دولت کولای شي له سیکولار حالت څخه یو مذهبي دولت ته ولاړ شي، لکه څرنګه چې دا کار په ایران کې رامنځته شو، چیرې چې د ایران سیکولار شاهنشاهي دولت د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې بدل شو (لاندې لیست وګورئ). خو بیا هم، په تیرو ۲۵۰ کلونو کې د سیکولاریزم بهیر ډېر تر سترګو شوی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په يو سيکولر هېواد کې د هېواد دولت او قانون د دين له اړخه بې طرفه عمل کوي. او هېڅ رسمي يا مسلکي قانون يا ټينګار نه لري، چې د دين له خوا مطرح وي يا دين ورسره ګډ وي.
سيکولر په دې معنا نه دی چې اسلام ته درناوی نه لري، يا د اسلام مخالف دي. بلکې دا يوه مفکوره او روشنفکري ده چې دين په عبادت ځای، او سياست په حکومت کې وي.
د بېلګې په ډول: يو سيکولري نظام د مذهب پر اساس سياست مخته نه وړي، او هغه کسان چې غواړي اسلام ته ارزښت ورکړي، اجازه لري دوی کار نه پرې لري. که چېرې يوه مسلمانه مېرمن په يوه سيکولري هېواد کې حجاب ولري، که يې ونه لري، سيکولري نظام هېڅ قانون ورته نه لري، او کار نه پرې لري.
د فراسنې دولت د قانوني لحاظه د دين په رسميت پېژندلو څخه منع شوی. يوازې هغه مهال ديني اشخاصو ته د فعاليت اجازه ورکړل کېږي چې:
فرانسويان مذهب يوه شخصي وسيله ګڼي، او هېڅکله دې موضوعاتو کې مداخله او لاسوهنه نه کوي. او د يو بل سره د دين پر موضوعاتو اختلاف نه لري.
دا د هغو هېوادونو لړلیک دی چې یا په خپل اساسي قانون یا هم په خپلو نورو دولتي اسنادو کې په واضح توګه خپل ځان سیکولار بیان کړي دي.
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)