نړیوال سړښت په ۱۹۷۰یمه ز لسیزه کې د ځمکې د سطحې او اتومسفیر د سړېدو اړوند اټکل و چې په هوا کې د معلقو ذراتو د سړوونکو اغېزو له امله د لوی کنګل په دوره کې اوج ته ورسېد. په ۱۹۷۰یمه ز لسیزه کې ځینو مطبوعاتي راپورونو د سړښت د دوام اټکلونه کول. دا د هغه مهال د علمي ادبیاتو سم انعکاس نه و، بلکې په ټولیز ډول د ګلخانهيي اغېزو د ډېرېدو په سبب له ګرمۍ سره اړوند وو.[۱]
د ۱۹۷۰یمې ز لسیزې په منځنیو کلونو کې د محدودې تودوخې لړۍ وښوده چې تودوخه تر هغه مهال پورې د څو لسیزو لپاره راکمه شوې ده. اوږدمهالو او باکیفیته لړیو ته په لاسرسي سره څرګنده شوه چې نړیواله تودوخه په ټولیز ډول د پام وړ ډېروالی ښيي.
په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې ساینسپوهان پوه شول چې د نړیوالې تودوخې اټکلونه له ۱۹۴۵ ز کال راهیسې سړښت او د ګلخانهيي ګازونو د انتشار له امله په لویه کچه کې ګرموالی ښيي. په هغو علمي مقالو کې چې د یوویشتمې پېړۍ په دود لیکل کېدې، څه کم ۱۰ سلنه خلک راتلونکي سړښت ته متمایل وو او اکثرو مقالو د راتلونکې ګرمۍ وړاندوېینه کوله. پر اقلیم د کاربن ډای اکسایډ د اغېزو په اړه د عامو خلکو پوهه کمه وه، خو ساینسنیوز د ۱۹۵۹ کال په مې میاشت کې وړاندوېینه وکړه چې له ۱۸۵۰ تر ۲۰۰۰ ز کال پورې به په ۱۵۰ کلونو کې د اتومسفیر کاربن ډای اکسایډ ۲۵ سلنه ډېر شي چې پایله به یې ګرمي وي. په دې دوره کې رښتینی ډېروالی ۲۹ سلنه و. پاول ارلیش په ۱۹۶۸ ز کال کې وویل چې د ځمکې کره د ګلخانهيي ګازونو له امله ګرمېږي او دا په هوا کې د معلقو ذراتو د سړوونکي اغېز متضاد ځواک دی. کله چې د ۱۹۷۰یمې ز لسیزې په منځنیو کلونو کې په عمومي مطبوعاتو کې د نړیوال سړښت مفکوره مطرح شوه، د تودوخې کمښت ودرېد، خو د کاربن ډای اکسایډ د ګرمېدو د اغېزو په اړه د اقلیم پوهانو تر منځ اندېښنې موجودې وې. د دغه ډول راپورونو په غبرګون کې د هواپېژندنې نړیوال سازمان د ۱۹۷۶ کال په جون میاشت کې خبرداری ورکړ چې "ډېر احتمال لري چې نړیوال اقلیم ګرم شي". [۲][۳][۴][۵][۶]
دا مهال د ترموهالین جریان د ټکني کېدو یا درېدو له امله د نړیوال سړښت د اغېزو په اړه ځینې اندېښنې موجودې دي چې ښايي په شمالي اتلانتیک کې د کنلګونو د ویلې کېدو له امله د خوږو اوبو په ډېرېدو سره رامنځته شي. د دغې پېښې احتمال معمولاً کم ګڼل کېږي او د اقلیمي بدلون حکومتمنځي پلاوی وايي "ان په هغو ماډلونو کې چې ترموهالین جریان (THC) کمزوری کېږي، لا هم په اروپا کې ګرمي موجوده وي. د بېلګې په توګه د عمومي جریان په ماډل کې، چې په هغه کې وړانګیز ځواک د ډېرېدو په حال کې دی، د اروپا په شمال لوېديځ کې د تودوخې د بدلون نښې مثبتې دي."[۷]
په ۱۹۲۳ ز کال کې د کنګل د نوې دورې په اړه اندېنښې موجودې وې او «ډونالډ باکسټر مک میلان» د نېشنل جیوګرافیک ټولنې په ملاتړ د شمالي قطب پر لوري حرکت وکړ تر څو د طبیعي کنګلونو د مخته تګ په شواهدو پسې وګرځي.[۸][۹]
په ۱۹۲۶ز کال کې د برلین یوه ستور پېژندونکي د نړیوال سړښت وړاندوېینه کوله، خو دغه سړښت یې «ډېر لرې» باله.[۱۰]
په ۱۹۵۰ ز کال کې د کنګلونو د نوې دورې د رانږدې کېدو اندېښنه رامنځته شوه. د سړې جګړې پر مهال «هري وکسلر» دا اندېښنه لرله چې د اتومي بمونو استعمال کولای شي د کنګلونو نوې دوره را چټکه کړي.[۱۱][۱۲]
موري مېچل د ۱۹۶۳ ز کال په لومړیو کې له شاوخوا ۱۹۴۰ ز کال را وروسته څو لسیزې سړښت وښود. په ۱۹۶۵ کال کې د «کلراډو» ایالت په «بولډر» ښار کې د اقلیمي بدلونونو په اړه کنفرانس جوړ شو. په دې کنفرانس کې داسې شواهد وړاندې شول چې د میلانکوویچ د څرخو ملاتړ یې کاوه . دغو شواهدو داسې ګومانونه راپورته کړل چې د لمر په رڼا کې محاسبه شوي کوچني بدلونونه څه ډول امکان لري چې د کنګلونو دوره رامنځته کړي. په ۱۹۶۶ ز کال کې «سیزار املیلیاني» وړاندوېینه وکړه چې "په راتلونکو څو زره کلونو کې به یو نوی کنګل پیل شي." پاول ارلیش په ۱۹۶۸ ز کال کې په خپل کتاب «د نفوس بمب» (The Population Bomb) کې لیکلي: "ګلخانهيي اغېزې دا مهال د کاربن ډای اکسایډ د کچې په ډېرېدو سره لا ډېرې قوي شوې دي... د ټیټې کچې ورېځو تولید کړې دي او بخارونه، ګرد، دوړې او نور شیان یې مقابله کوي... دا مهال موږ وړاندوېینه نهشو کولای چې له اتومسفیر څخه د ډېران په توګه استفاده به په ټولیز ډول څه اقلیمي اغېزې ولري."[۱۳][۱۴]
د ۱۹۷۰یمې ز لسیزې په لومړیو کلونو کې اندېښنه اوج ته ورسېده، که څه هم "د بشر له امله د ځمکې د ګرمېدو شونتیا د هغه مهال پر ادبیاتو هم حاکمه وه" (د سړښت دوره په ۱۹۴۵ ز کال کې پیل شوه او دوو لسیزو سړښت وښوده چې له څو لسیزو ګرمۍ وروسته تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده). دا اندېښنه تر یوه حده له دې امله رامنځته شوې وه چې هغه مهال د نړۍ د اقلیم او د کنګلونو دورې د لاملونو په اړه کمه پوهه موجوده وه. اقلیم پوهان پوهېدل چې د دغه تمایل پر بنسټ ولاړې وړاندوېینې ممکنې نه دي، ځکه دا تمایل کمزوری څېړل شوی و او سم نه و درک شوی. پر دې سربېره، په عامه مطبوعاتو کې د سړښت د امکان په اړه له هغو وړاندوېینو پرته راپورونه ورکړل شوي وو چې په علمي راپورونو کې موجودې وې او "په ۱۹۷۲ ز او ۱۹۷۳ ز کلونو کې د شمالي امریکا په ځینو برخو او اسیا کې غیر معمولو سختو ژمنیو موسمونو د دې موضوع په اړه پوهه عمومي کړه." [۱۵][۱۶][۱۷]
په ۲۰۰۳ ز کال کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د خالصې ارزونې دفتر ته دنده وسپارل شوه تر څو په دې اړه څېړنه وکړي چې که ترموهالین جریان قطع شي، د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو احتمالي اغېزې به څه وي. دا څېړنه چې د خالصې ارزونې د دفتر رئیس «انډریو مارشال» یې مشري کوله، راتلونکي اقلیمي بدلونونه یې د ۸.۲ کیلومتره ځای له مخې ماډل کړل، دلیل یې دا و چې دا د یانګر ډریاس (Younger Dryas) او کوچني کنګل د دورې تر منځ بدیل و. ساینسپوهان وايي "د اقلیم ناڅاپي بدلونونه چې د ګرینلنډ د کنګلونو له ویلې کېدو سره پیل شوي دي، د یوویشتمې پېړۍ لپاره یوه رښتینې سناریو نه ده".[۱۸][۱۹]
لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د اقلیمي بدلونونو د حکومتمنځي پلاوي د ارزونې په درېیم راپور کې ویل شوي، دا اندېښنه ناسمه ده چې د هوا سړښت به دوام وکړي او چټکتیا به یې هم ښايي ډېره وي. د اقلیم په اړه باید لا ډېر وپوهېږو. له دې سره سره، سوابق ښيي چې د سړښت لنډمهالې اندېښنې تایید شوې نه دي. [۲۰]
د اوسني کنګل د دورې د پای ته رسېدو لرلید دا دی چې څلورو وروستيو کنګلونو شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله دوام وکړ، تر هغه د وړاندې کنګل دوره شاوخوا ۲۸۰۰۰ کاله وه. د میلانکوویچ محاسبات ښيي چې اوسنی کنګل به احتمالاً د لسګونو زرو کلونو لپاره په طبیعي ډول د انساني انحراف په نشتون کې دوام وکړي. نور اټکلونه (لوټر او برګر، د مداري محاسباتو پر بنسټ) د اوسني کنګل دوام ۵۰۰۰۰ کاله ګڼي. برګر په دې باور دی چې د کاربن ډای اکسایډ انحراف به هومره دوام وکړي چې د کنګل راتلونکې څرخه شنډه کړي. دا خبره د «ډېوېډ ارچر» او د هغه د همکار له هغې وړاندوېینې سره پوره مطابقت لري چې وایي د کاربن ډای اکسایډ اوسنۍ کچه د راتلونکي کنګل دوره د ۵۰۰۰۰۰ نورو کلونو لپاره ځنډوي، دا به د کنلګونو د دورو تر منځ تر ټولو اوږده موده وي چې وړاندوېینه یې شوې ده او تر هغه به هم اوږده وي چې په تېرو ۲.۶ میلیون کلونو کې لیدل شوې دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
لکه څرنګه چې د اېن.اې.اېس راپور ښيي، هغه مهال د اقلیمي بدلونونو اړونده علمي پوهه د نن په نسبت ډېره ناڅرګنده وه. کله چې «رسول» او «شنایډر» په ۱۹۷۱ ز کال کې خپله مقاله ولیکله، اقلیم پوهانو لا تر هغه مهال پورې د اوبو له بخار او کاربن ډای اکسایډ پرته د نورو ګلخانهيي ګازونو لکه میتان، نایتروجن اکسایډ او کلروفویوکاربن اهمیت نه و تشخیص کړی. د هغې لسیزې په لومړیو کې کاربن ډای اکسایډ یوازنی ګلخانهيي ګاز و چې په پراخه کچه وڅېړل شو. کله چې په ۱۹۷۰یمه ز لسیزه کې د اتومسفیر ګازونو ته پام واوښت، ورسره په راتلونکو لسیزو کې ډېر اکتشافات وشول. د تودوخې د نښو په بدلېدو سره نړیوال سړښت تر ۱۹۷۹ ز کال پورې د پاملرنې وړ و.[۲۵]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl=
و |archive-url=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate=
و |archive-date=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة); Cite journal requires |journal=
(مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)